د نېلسن منډېلا له زېږېدو يوه پېړۍ تېرېږي

د نېلسن منډېلا له زېږېدو يوه پېړۍ تېرېږي

نن د نېلسن منډېلا له زېږېدو يوه پېړۍ تېرېږي. له درناوي برخمن دغه پخواني دولت مشر ياد د يوې داسې نړيوالې څېرې په توګه پاتې دی، چې د سپين پوستو لږکيو توکميزې واکمنۍ پر وړاندې یې اوږده مبارزه کړې او له نژدې درې لسيزې بند وروسته يې د سولې او روغې جوړې خپل پيغام خپراوه.

خو له دې سره چې نابرابري لا اوس هم جنوبي افريقا کې ژوره ده، ځينې ځوانانو يې پر ميراث نيوکو ته مخه کړې.