د خپل ګوند له لوري تر بريد لاندې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خپل ګوند له لوري تر بريد لاندې

ولسمشر ټرمپ د امريکا ټاکنو کې د لاسوهنې په اړه د خپلو اېجسنيو ادعاوو پر وړاندې د روسيې د ملاتړۍ له خپلو څرګندونو په شا شوی.

ولسمشر ټرمپ وايي دی د امريکا اسخباراتي اېجنسيو دا پايلې او موندنې مني چې روسيې د امريکا ۲۰۱۶ کال ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې وه. امريکايي ولسمشر ويلي د دوشنبې پر ورځ يې له ولاديمير پوتين سره سرمشريزه کې دا خبرې ناسمې وې، چې ده په کې د روسيې د لاسوهنې په اړه شک څرګند کړی و. د خپلو خبرو په اړه د ده سمون د جګپوړو جمهوريانو له خوا له فشار وروسته راځي.