مصر کې قرآن د موسیقۍ په بڼه ویلو غوسه پارولې

مصر کې قرآن د موسیقۍ په بڼه ویلو غوسه پارولې د انځور حقوق YouTube

په مصر کې د یوه ترانه ویونکي له خوا د قرآن کریم فاتحه سورت د موسیقۍ په بڼه ویل شوی چې پر خواله رسنیو په پراخه کچه غندل شوی.‌

په وېډیو کې یو کس د ازهر پوهنتون اړوندو ځانګړو جامو کې ښکاري چې فاتحه سورت د موسیقۍ په بڼه لولي ولسي موسیقي هم ورسره غږول کېږي او خلک ورته ناست دي.

باور دی چې دا وېډیو د مصر البحیره ولایت په یوه ولسي محفل کې ډګه شوې ده.

فعالانو دا رد کړې چې ګني دا سړی د ازهر اړوند دی.

تر اوسه بي بي سی ته د وېډیو د کره والي تایید نه دی شوی.

دارالافتاء: قرآن د موسیقۍ ‍به بڼه ویل حرام دي

پر یادې وېډیو د غبرګون ‍په لړ کې د مصر دارالافتاء ویلي: "د موسیقۍ نغمو په بڼه قرآن کریم ویل او موسیقي ورسره غږول له شرعي پلوه حرام دي."

ټویټر کاروونکو دا وېډیو یو ټیټ عمل او ناوړه جرم ګڼلی دی.

دوی له مصري چارواکو ددغه کس د نیولو غوښتنه کړې "دا کس ځکه باید ونیول شي چې د ځان د مشهورولو پخاطر یې د مسلمانانو احساساتو ته له درناوي پرته دا کار کړی".

د مصر دیني چارو اړوند وزارت هم د ترانه ویونکو اتحادیې ته ویلي، هر هغه څوک چې له دیني قواعدو او ضوابطو پښې اړوي، وڅاري.

په مقابل کې بیا ځینو ټویټ کارنو ویلي، یاده وېډیو له هغې یوې ترانې په الهام ویل شوې چې په "بسم الله زموږ خیر او برکت دی" پکې ګڼو ترانه ویونکو زمزمه کړې، خو نورو خواله رسنیو کاروونکو ویلي، اوس د وېډیو خپرولو هدف سیاسي دی.

دا د خپل ډول لومړۍ وېډیو نه ده،‌ تېر کال هم په یوه وېډیو کې یوه ترانه ویونکي د دیني ترانو ویلو پرمهال د ام کلثوم د سندرو په بڼه دا ډول کار کړی و.‌

هغه مهال د خواله رسنیو کارن په تلاوت کې د موسیقۍ او مقاماتو ویلو ورګډولو په اړه سره وېشل شوي وو.

اړونده مطالب