بنګله دېش کې د روهېنګیا مسلمانو ښځو او نجونو کمساری سینګار

د رویټرز خبري اژانس عکاس کلو داغ د هغو مسلمانو نجونو او ښځو د سینګار تصویرونه اخیستي، چې له میانماره د بنګله دېش سویل ته کډوالې شوې دي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters
روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters
روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

د ۲۰۱۷ کال له اګست میاشتې راهیسې نژدې اووه سوه زره روهېنګیا توکمه مسلمانان د میانمار له شمالي ایالت رخاین نه د جنګ جګړو له کبله ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډوال شوي دي. روهېنګیا مسلمانان د میانمار له لږکیو دي او تر تېر کال پورې یې دغه هېواد کې شمېر نژدې یو میلیون کسانو ته رسېده.

میانمار پوځ وايي، دوی د روهېنګیا سخت دریځو خلاف جګړه کوي او د ملکي وګړو له ځورولو انکار کوي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

کلوداغ کلکوین د بنګله دېش کاکس بازار سیمه کې د روهېنګیا کډوالو کمپونو کې د یو شمېر نجونو او ښځو تصویرونه اخیستي دي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

دغه سینګار (تهناکا) بلل کېږي، چې د یو ډول ونې له پوټکي چمتو کېږي. دغه ونه معمولاً د میانمار په کم اوبو سیمو کې زرغونېږي. د ونې پوټکی لومړی اوړه کېږي او د اوبو له ګډولو وروسته د نجونو پر مخونو موښل کېږي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

ویل کېږي دغه سینګار د ښکلا تر څنګ د پېغلوټو د مخ پوټکي د لمر له تودوخې ساتي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

دغه سینګار د مخ پر پوټکي له وچېدو وروسته پوټکی له خزندوو ساتي او دغه راز پر مخ د دانو راختو مخنیوی کوي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

دغه دودیز سینګار اوسمهال د کډوالو په کمپونو کې موندل کېږي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

ظهورا بیګم چې لاندې تصویر کې لیدل کېږي، عکاس ته وویل: سینګار مې مشغولا ده او دا زموږ دود دی.

پوځیانو پر موږ د ګولیو باړونه وچلول او زموږ خلک یې ووژل. زه د غره پر سر اوسېږم او هلته ډېره ګرمي وي.

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

بیګم تېر کال سپتمبر کې پر راکاهاین ایالت کې د پوځ له عملیاتو وروسته د بنګله دېش کاکس بازار سیمې ته کډواله شوه. هغه وايي، پینځه ورځې یې پلي مزل وکړ، چې پر پوله د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډک کمپ ته ځان ورسوي. بیګم وايي:

'د وریجو له خوړولو پرته ښايي ژوند وکړم، خو بې سینګاره ژوند راته ګران دی. '

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

لاندې تصویر کې نهه کلنه زینت ارا وینو، چې وايي:

''د مخ پوټکي پاک ساتلو لپاره سینګار کوم او ځینې خزنده شته، چې پر مخ مې چیچي او دغه سینګار مې ترې خوندي ساتي. ''

روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters
روهېنګیا سینګار د انځور حقوق Reuters

تصویرونه کلوداغ کلکوین