ټرمپ پوتین ته د امریکا د لیدلو بلنه ور کړه

v د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له روسي سیال ویلادیمیر پوتین وغوښتل چې په مني کې متحده ایالتونو ته ور شي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې له پوتین سره د لیدنې له امله ډونلد ټرمپ امریکا کې له نیوکو سره مخ دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سنډرز په خپل ټوېټ کې وایي چې د دې لیدنې په هکله لا د مخه تیاری روان دی.

* د ټرمپ او پوتین لیدنه: څوک به څومره ګټه وکړي؟

* ټرمپ: پوتین په ټاکنو کې د لاسوهنې تور ځان ته سپکاوی بولي

له دې مخکې ډونلډ ټرمپ د روسیې له خوا د امریکايي وګړو د پوښتنو لپاره د ښاغلي پوتین وړاندیز ونه مانه.

دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ په فینلډ کې سره ولیدل، خو د دوی د دې ناستې خورا لږ تفصیل خپور شوی دی.

روسیې هم د ټرمپ او پوتین د بیا لیدلو په هکله څه نه دي ویلي.

خو د پنجشنبې په ورځ ښاغلي ټرمپ وویل، چې له پوتین سره یې لیدنه "لویه بریا" وه او دا ډول بلې لیدنې ته سترګې په لار دی.

دې بلنې ته غبرګون

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption ډونلډ ټرمپ له پوتین سره د دوه ساعته لیدنې له امله ان د خپل ګوند د ځینې غړو له نیوکو سره هم مخ دی.

پوتین ته بلنه ور کول داسې ښکاري چې د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډن کوټ ته هیښوونکې خبره وي.

هغه د کلوریډا په په اسپن امنیتي بنسټ کې د ژوندې مرکې پر مهال دې خبر ته په غبرګون کې وخندل او ویې ویل:

"دا به ځانګړې وي".

هغه زیاته کړه، لا هم نه پوهېږي چې ښاغلی ټرمپ او ښاغلی پوتین په تېره لیدنه کې- چې یوازې ژباړن یې ور سره وو- پر څه غږېدلي.

د امریکا مشرانو جرګه کې د ډیموکراټانو مشر چک سچومر له ټرمپ غوښتي چې له پوتین سره کړې خبرې ډاګیزې کړي.

ډونلډ ټرمپ له پوتین سره د دوه ساعته لیدنې له امله ان د خپل ګوند د ځینې غړو له نیوکو سره هم مخ دی.

ورته مطالب