افغانستان کې هغه هیلې چې د ډونلډ ټرمپ پام پورې تړلې

د انځور حقوق Reuters

د امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د سرمقالې عنوان دی په افغانستان کې هیلې شته خو که ولسمشر ډونلډ ټرمپ وضعیت ته پام وکړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د پایلو په اړه لیکلي چې له یوې خوا د دغې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره د جګړې په ډګر طالبانو کومه لویه لاسته راوړنه نه ده لرلې، خو له بل پلوه د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي او په پوځي ډګر کې د بریالیتوب خبره نا څرګنده ده .

ورځپاڼه لیکي افغانان له څو لسیزو جګړې وروسته اوس د سولې تږي دي او په تیر اختر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند دا وښودله چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدلو لپاره هیلې شته دي.

واشنګټن پوسټ لیکي د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې یو ښه وړاندیز دی، خو پکار ده چې دا چاره په دقت ترسره شي، داسې چې د افغان حکومت باور ته زیان ونه رسوي.

ورځپاڼه د سولې هڅو په وړاندې شته ننګونو ته په اشارې سره وايي لویه اندیښنه دا ده چې طالبانو او د هغوی پاکستاني ملاتړي په دې فکر دي چې کولی شي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې هوډه ګټه پورته کړي چې غواړي په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته ورسوي.

واشنګټن پوسټ سپارښتنه کوي چې له ډیپلوماټیکو لارو د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره باید امریکا زغم ولري.

ډیپلوماټ مجلې د افغان حکومت له خوا د څو تنو ځايي قوماندانانو د نیولو په تړاو یومطلب خپور کړی چې لیکوال یې دا ګام د حکومت او خلکو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره مثبت ګام ګڼي.

خو لیکوال ټینکار کوي پکار ده د نامسوولو وسله والو د نیولو په اړه باید کافي معلومات په ډاګه شي او د رسمي قضايي چینلونو له لارې یې قضیې تعقیب شي.

لیکوال وايي که څه هم د حکومت د دې ګام ستاینه شوې خو چلینج دا دی چې د نامسوولو وسله والو په وړاندې باید روانې هڅې پراخه او یو شان تطبیق شي، پيښيدونکي خطرونه باید سم درک شي.

لیکوال وايی که داسې وشي دا چاره به په ټول هېواد کې له ټیکاو سره مرسته وکړي.

ترکۍ ورځپاڼه ډیلې صباح لیکي چې په تیرو درې ورځو کې د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتو کې څه باندې ۱۲۰ وسله وال وژل شوي دي.

په دې ډله کې د ورځپاڼې د راپور له مخې ۷۲ طالبان او ۵۲ د داعش ډلې وسله وال دي.

ورځپاڼه لیکي دا نښتې د جوزجان په قوش تیپه او درزاب کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې سل وسله والو ټپیان شوي هم دي چې شپيته یې طالبان او نور د داعش ډلې اړوند دي.

ورځپاڼه لیکي دا نښتې هغه وخت پیل شوې کله چې طالب وسله والو د داعش پر مرکزونو بریدونه پیل کړل.

ورځپاڼه د ځايي چارواکو په حواله لیکي چې د پنځوسو بهرنیانو په ګډون په جوزجان ولایت کې د داعش له ۶۰۰ تر ۷۰۰ وسله وال شته دي.