"جاپان له نورو هېوادونو لا ډېر کارګر ور غواړي"

د انځور حقوق japan times
Image caption جاپانی ښوونکی بهرنیو کارګرو ته ژبه ور زده کوي.

جاپان ټایمز لیکي حکومت په پام کې لري چې له نورو هېوادونو لا ډیر شمیر کارګر راوغواړي او د صنعت په برخه کې یې پر کار وګوماري.

د ورځپاڼې د وینا له مخې دې کار ته وروسته له هغه د جاپان حکومت اړ شو چې په دغه هېواد کې د عمر خوړلو کسانو د ډیریدو له امله د کارګرو شمیر لږ شوی.

له نورو هېوادونو د کارګرو بللو نوی سیسټم به په راتلونکې ۲۰۱۹ کال کې پيل شي.

جاپان ټایمز لیکي نوي کارګر په پنځو برخو کې پر کار ګومارل کیږي:

"دا برخې عبارت دي له کرنې، صنعت ،ودانیزې چارې، نرسنګ او د بیړیو جوړولو صنعت".

حکومت په پام کې لري دغو کسانو ته په جاپان کې د دایمي استوګنې حق هم ورکړي خو شرط دا دی چې د جاپان د ژبې او د خپل مسلک په ازموینه کې بریالی شي.

خو یوه ویره هم شته او هغه دا چې ښايي دا پلان جاپان ته د کډوالۍ د یوې لړۍ پيل وي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د امریکا دفاع وزارت د هغې پیښې په اړه لا هم څېړنې کوي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې رامنځته شوه او یوه افغان سرتیري یو امریکایي سرتیری وواژه.

ورځپاڼه لیکي پنټاګان دا څیړي چې امریکايي ډلګۍ چې د افغان سرتیرو روزنه یې پر غاړه ده تر کومه ځایه احتیاطي تدابیر مراعات کړي دي.

دا پیښه په اروزګان ولایت کې رامنځته شوې وه.

دا ډله چې نږدې زر تنه افسران لري هغه لومړنۍ ډله ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یوې جنګي سیمې ته استول کیږي.

د څېړونکې ډلې یوه غړي نیویارک ټایمز ته ویلي دوی غواړي معلومه کړي چې دغې ډلې د خپل امنیت لپاره کافي ځواک په واک کې درلود او کنه.

ګارډین:

ر
Image caption د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو لیدنه کې کیم جونګ اون ژمنه وکړه چې اټومي وسلې به ختموي

ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د شمالي کوریا اقتصادي وضعیت په تیرو شلو کلونو کې په بې سارې توګه کمزوری شوی او په ۲۰۱۷ کال کې پر دغه هېواد د لیګدلو اقتصادي بندیزونه له کبله یې ملي عواید درې نیم سلنه کم شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې په تیر کال کې د شمالي کوریا صادرات څه باندې اوه دیرش سلنه کم شوي.

دا هر څه د هغو بندیزونو پایله ده چې د اتومي او راکټي ازموینو له امله د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو له خوا لګول شوي دي.

چین چې د شمالي کوریا تر ټولو ستر سوداګریز ملګری هېوادی، ددغه هېواد پر صنعتي برخه بندیزونه ولګول، دا برخه چې د شمالي کوریا د ملي عاید دریمه برخه جوړوي اته نیم سلنه کمزورې شوې ده.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې لیکلي د لیبیا هغه حکومت چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پيژني د اروپايي هېوادونه هغه وړاندیز رد کړی چې وايي د دغه هېواد په ساحلي سیمو کې دې د ناقانونه کډوالو لپاره پنډغالي جوړ شي.

دغه کډوالبه هلته میشتیږي او د کډوالۍ غوښتنه به یې په اروپايي هېوادونو کې څېړل کیږي.

خو د لیبیا حکومت دا وړاندیز رد کړی دی.