د نړۍ تر ټولو "ډېر یوازې" انسان

د انځور حقوق Funai
Image caption د دې سړي د قبیلې غړي ۲۲ کاله مخکې وژل شوي دي.

یوه ډېره ناویاته(نادره) ویډیو کې د داسې ځنګلي قبیلې غړی ښودل کېږي چې د نړۍ تر ټولو ډېر یوازې کس بلل کېږي.

د برازیل ځنګلونو کې یې چې نږدې ۲۲ کاله وړاندې د قبیلې وروستي غړي ووژل شول نو دا نږدې ۵۰ کلن سړی امازون کې له هغه راهیسې یوازې اوسي.

دا بوږنوونکې ویډیو له لرې فېلم شوې او د برازیل حکومت د ځايي خلکو خوندیتوب ادارې یا فونایي خپره کړې چې پکې یو هډور سړی په تبر ونه پرې کوي.

* د ځنګلي ژوو په زړه پورې انځورونه

* د برازیل یوه ټاپو کې ۱۲ کاله وروسته ماشوم وزېږېد

دا ویډیو په نړۍ کې ډېره شریکه شوې، خو د دې سړي اصلي وضعیت به زموږ له سترګو له هغه ډېر پنا وي چې اوس لیدل کېږي.

د رسنیو د رپوټ له مخې دا سړی خپله هم د پرمختللي انسان سره اړیکه جوړول نه غواړي او که څوک یې سیمې ته ورځي غشي ور ګوزاروي.

ولې فېلم شو؟

د انځور حقوق survivalinternational
Image caption ځايي کرونګر د قبایلي او ځنګلي خلکو ژوند ته سخت ګواښ بلل کېږي.

فونایي له ۱۹۹۶ راهیسې په شمال لوېدیځ ایالت رونډونیا کې دا سړی څاري چې وښيي هغه لا هم ژوندی دی او په دې سره د هغه د ناستې ولاړې د ځای د انحصارولو امر نوی کړي.

دا سیمه چې څلور زره هیکتاره ده خصوصي کروندو او وهل شوي ځنګل را چاپېره کړې، خو دا امر دې سیمې ته د یو چا د ننوتلو او د دغه سړي د ګواښلو مخه نیسي.

د برازیل د اساسي قانون له مخې ځنګلي یا قبایلي خلک د ځمکې د مالکیت حق لري.

د نړیوال پایښت په نوم د قبایلي یا ځنګلي خلکو د حقونو وکالت کوونکې خصوصي ادارې د څېړنې او وکالت برخې مشره فونا واټسن وايي.

"دوی باید وښيي چې دا سړی ژوندی دی".

هغې بي بي سي ته وویل، چې د دې ویډیو د خپرولو لپاره سیاسي انګېزه هم وه.

"د کرونګرۍ صنعت ولسي جرګه اداره کوي، فونایي بودیجه له لاسه ور کړې. په هېواد کې د ځنګلي خلکو د حقونو خلاف لوی برید روان دی".

د دې کس د سیمې شاوخوا ځواکمن کرونګر دي چې پر ځای یې ولکه کول غواړي.

تېر کې هم دې کرونګرو ویلي و چې دې سیمه کې کوم قبایلي یا ځنګلي کس نشته.

د سړي په هکله څه پوهېږئ؟

د انځور حقوق survivalinternational
Image caption ځنګلي ځلک یواځې په غشو سره د ځان دفاع کوي.

فونايي اداره هم له دا ډول خلکو سره د اړیکه نیولو هڅه نه کوي، ځکه له پرمختللي انسان د جراثیم ور تللو د مخنیوي دفاعي قوت نه لري او ډېر اسانه د زوکام په څېر د عادي ناروغیو ښکار او مړ کېږي.

ځکه د نوموړي په هکله ډېر لږ پوهېږو، همدا وجه ده چې د مختلفو څېړنیزو رپوټونو، خبري لیکنو او ان د یو کتاب موضوع ده.

د دغه انسان په هکله کتاب چې امریکايي خبریال مونټ ریل لیکلی نوم یې دی ( د قبیلې وروستی): د یوازې سړي د ژغورلو حماسي هڅه.

* فیل ولې لږ ویدېږي؟

* پیشو کله او چېرته کورنۍ شوه؟

دا سړی بې اړیکې په نوم ډلبندي شوی، مطلب دا چې څومره معلومه ده، له خپلې قبیلې بهر څوک ور سره غږېدلي نه دي.

باور دا دی چې کله پر ۱۹۹۵ کال کرونګرو په یوه شپږ کسیزه ډله برید وکړ، دی پکې ژوندی پاتې شوی دی.

د هغه په قبیله نوم اېښودل شوی نه و او دا هم معلومه نه ده چې پر کومه ژبه غږېدل.

له کلونو راهیسې یې د برازیل رسنۍ د سمڅې هندی بولي، ځکه هغه ژورو سمڅو کې اوسي چې د څارووي تېر اېستلو یا پټېدلو لپاره کارېږي.

دا ولې ناویات انځور دی

ر د انځور حقوق Survival
Image caption دغه ځنګلي انسان ۲۰۰۵ کې جونګړه جوړه وه وروسته یې پرېښوده.

تراوسه یې یوازې یو بلور انځور و.

هغه هم داسې فېلم جوړوونکي اخیستی و چې فونایي په څارونکي سفر لېږلی و او دا انځور هم پر ۱۹۹۸ کال د ګورمبیرا په نوم د برزایل ډاکومېنټري کې ډېر لږ ښودل شوی و.

فعالان وايي خوشال او حیران په دې دي چې پوهېږي دا سړی روغه سټه لري.

له ګارډین سره خبرو کې د فونایي ځايي څارونکی الټیر الجېیر وايي.

"هغه ډېر ښه دی، ښکار کوي، د جوارو او نورو بوټو ځینې کروندې ساتي".

* د ښار په ځای د ځنګل ژوند غوره کول

* د سايبيريا ځنګلونو کې لادرکه شوی ماشوم وموندل شو

دا اداره د خپلې پالیسۍ له مخې له ګوښه شوو ډلو سره د تماس مخه نیسي او وايي، دغه سړي ډاګیزه کړې چې له چا سره تماس نه غواړي.

فاینا واټسن چې سیمې ته تللې او د دې سړي د ناستې ولاړې ځایونه یې لیدلي وايي.

"هغه د یوازېتوب داسې سختې تجربې اغېزمن کړی، چې نړۍ ته د ډېر خطرناک ځای په سترګه ګوري".

که څه هم دا ویډیو ممکن بې ګټې شی وبلل شي، خو مېرمن واټسن وايي، د هغه د خوندیتوب لپاره مهمه ده.

هغه ډېر خطرناک دی

د انځور حقوق .
Image caption فعالان وايي، برازیل کې ځنګل وهل زیات شوي دي.

د دې سړي د قبیلې ډېر شمېر خلک هغه وخت ختم شول چې پر ۱۹۷۰ او ۸۰ کلونو کې د دوی سیمه کې د سوداګریزو موخو لپاره سړک تېرېده.

دا ډول بې قانونه ځنګل وهونکي او کرونګر هم ځايي ځنګلي خلک وژني، چې په چارو کې یې مداخله ونه کړي.

د نړیوال خوندیتوب اداره- چې پر ۱۹۶۹ کال د انساني حقونو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې- وايي د برازیل امازون ځنګلونه د نړۍ له بل هر ځای د ډېرو بې تماسه قبیلو کور دی.