حماس وايي غزه کې له اسرائیلو سره اوربند کوي

غزه د انځور حقوق AFP
Image caption اسرائیلو یو ځل بیا پر غزې چې د حماس په واک کې ده، بې درېغه هوايي بریدونه وکړل.

په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو بریدونو څلور کسان وژلي، حماس ویلي، غزه تړانګه کې له اسرائیلو سره فلسطینۍ ډلې پر پوله د تاوتریخوالي ختمولو په موخه د بېرته اوربند پیلولو هوکړې ته رسېدلي.

د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ډلې ویاند فوزي برهوم د جمعې پر ماخوستن پر خپل ټویټر پاڼې اعلان وکړ، چې "د مصر او نړیوالو په هڅو د اشغالګرو او فلسطیني ډلو ترمنځ د اوربند بیا پیلولو هوکړه مو وکړه."

خپل ټاټوبي ته د ستنېدو د لاریونونو په لړ کې پرون (د جمعې ورځ) یو ځل فلسطینیان له اسرائیلي سیمو سره بېلوونکي کرښې ته نژدې لاریونونه وکړل. لکه د تېرو جمعو ورځو په څېر پرون هم نښتې او تاوتریخوالی و خو تر نورو ډېر خطرناک.

په پرونيو نښتو کې د حماس د وسله والو په ډزو یو اسرائیلی سرتېری وژل شوی او د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې څلور فلسطینيان وژل شوي دي.

په همدې لړ کې اسرائیلو یو ځل بیا پر غزې چې د حماس په واک کې ده، بې درېغه هوايي بریدونه وکړل.

دغو بریدونو د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ یو ځل بیا د جګړې وېره رامنځته کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو استازي نیکولای ملادینوف ویلي ښکېلې خواوې باید د جګړې له درشله بېرته په شا شي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو استازي نیکولای ملادینوف ویلي ښکېلې خواوې باید د جګړې له درشله بېرته په شا شي. ده پر ټویټر لیکلي غزه د یوې بلې جګړې په درشل کې ده او همدا اوس باید ټولې خواوې له جګړې لاس واخلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جمعې په ورځ د اسرائیلو برید کې د یوه وژل شوي فلسطیني وګړي خپلوان د غزې تړانګې یوه روغتون کې ویر کوي

اسرائیل وايي، د تاوتریخوالي د نوې لړۍ مسؤولیت د حماس ډلې پرغاړه دی. د دغه هېواد دفاع وزیر ایفیګدور لیبرمان خبر داری ورکړی چې ځواکونه یوې هر اړخیزې جګړې ته تیاری لري:

"موږ هڅه کوو متوازن او مسؤولانه چلن وکړو، خو د حماس مشران موږ داسې یوه حالت سره مخامخ کوي چې بله چاره نه لرو، یوازینۍ لار دا ده چې پراخ او دردوونکي پوځي عملیات وکړو."

پر بېلوونکې کرښه له تاوتریخوالي وروسته اسرائيلي هوايي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل، اسرائیلي چارواکو ویلي په دغو بریدونو کې یې د حماس ډلې مرکزونه په نښه کړي دي.

اسرائيلي لوری وايي دا بریدونه پر اسرائیلو د راکټي بریدونو په ځواب کې شوي دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption یو فلسطینی لاریون کوونکی د جمعې په ورځ د غزې پر پوله تاوتریخجن لاریون کې

خو د حماس غړی ډاکټر خلیل بي بي سي ته وویل، د اسرائیلو کړنې د فلسطینیانو پرضد ترهګري ده :

"هغه څه چې اسرائیل یې د فلسطنیانو په حق کې کوي ترهګري او د بشریت ضد جرم دی".

فلسطینیان له تېرې مۍ میاشتې د هرې جمعې په ورځ لاریون کوونکي او خپل پلرني ټاټوبي ته د ستنیدو غوښتنه کوي.

دا هغه سیمې چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل په رامنځته کېدلو سره له فلسطینیانو نیول شوي دي.