"د پاکستان پر ټاکنو د دغه هېواد د پوځ اغېز"

عمران خان د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ورځپاڼه لیکي د پوځ له دې لاسوهنې تر ټولو ډېره ګټه د انصاف ګوند مشر عمران خان تر لاسه کوي

"د پاکستان پر ټاکنو د دغه هېواد د پوځ اغېز" دا د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز یو سرلیک دی، چې وايي د راتلونکې چارشنبې ورځې د ټاکنو په تر سره کېدو سره به دا د پاکستان په تاریخ کې دویم ځل وي چې په دیموکراتیک بڼه واک بل حکومت ته سپارل کیږي.

نیویارک ټایمز د مسلم لیګ نواز د یوه نوماند خبره راخستې، چې وايي امنیتي کسان د پوځ په اشاره دده دفتر ته ورغلي او زیان یې ور اړولی.

ده ویلي، یوازینۍ ګناه یې دا ده چې د نواز شریف د ګوند نوماند دی.

ورځپاڼه لیکي د پوځ له دې لاسوهنې تر ټولو ډېره ګټه د انصاف ګوند مشر عمران خان تر لاسه کوي چې ویل کیږي د پوځ د خوښې سیاستوال دی هغه څوک چې د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې یې د امریکا په وړاندې د طالبانو جګړه توجیه کړې ده.

انډیپنډینټ ورځپاڼه لیکي سعودي عربستان د امریکا په غوښتنه د تېلو صادرات زیات کړي، ځکه وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سیمه کې له خپل تر ټولو لوی ملګري هېواد او په نړۍ کې د تېلو له ستر تولیدوونکي سعودي عربستانه غوښتي چې پر ایران د بندیزونو له امله د تېلو کمښت جبران کړي او د تېلو د بیې د لوړېدو مخه ونیول شي.

خو دا ورځپاڼه لیکي، که څه هم سعودي زیات عاید ته خوشاله دی، خو په واقعیت کې یو ډول اندېښنه هم لري چې د تېلو په صادراتو کې یې زیاتوالی له وخته وړاندې دی.

ورځپاڼه لیکي دا سمه ده چې په نړۍ کې د تېلو په وړاندې کولو او تقاضا کې ډېر عوامل رول لري خو دا چې د ایران د تېلو په صاداراتو کې کمی راځي له سعودي د زیات تولید تمه کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption که څه هم سعودي زیات عاید ته خوشاله دی، خو په واقعیت کې یو ډول اندېښنه هم لري چې د تېلو په صادراتو کې یې زیاتوالی له وخته وړاندې دی.

بله اندېښنه بیا دا ده، چې د سعودي د زیات تولید په دوام سره به دا پوښتنه رامخې ته شي چې ایا دغه هېواد د نړیوالو بازارونو د اړتیا پوره کولو دومداره وړتیا لري او که نه؟

ایرانۍ ورځپاڼه فایننشال ټریبیون لیکي، افغانستان ته د ایران له تېرو پرته د نورو توکو په صادراتو کې یوویشت سلنه زیاتوالی راغلی او د روان لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې افغانستان ته د غیر نفتي توکو صادرات نږدې اته سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای آیس آی او پوځ په اړه د عالي محکمې د قاضي شوکت عزیز څرګندونې خطرناکې بللې.

ده ویلي، پوځ د محاکمو په چارو کې لاس وهنه کوي.

ای اېس ای ورته ویلي وو چې، که د دوی په خوښه پرېکړې وکړي نو ډېر ژر به په خپله دنده کې پرمختګ وکړي.

پاکستان: قاضي وايي، ای ایس ای ترې د خپلې خوښې پرېکړې غوښتنه کړې

د انځور حقوق IHC
Image caption قاضي شوکت عزیز صدیقي وايي، د هېواد پر برخلیک لوبې کېږي، چې په وینا یې د خواشینۍ خبره ده

ورته مطالب