هند کې پر کوتکس د مالیې لرې کېدل

. د انځور حقوق AFP
Image caption هند کې د ښځو د رخصتۍ یو له اصلي لاملونو میاشتني ناروغي ده چې ډېرې ښځې کوتکس ته د نه لاسرسي له کبله ښوونځیو ته نه ځي.

له څو میاشتو اعتراضي کمپاین وروسته د هند دولت په کوتکس باندې ۱۲ سلنه لګېدلې مالیه لرې کړه.

اعتراض کوونکي چې ډېره برخه ګډونوال یې د ښځو د حقونو مدافعانې وې ویل، چې د مالیاتو وضع کول د میاشتنۍ ناروغۍ پر وخت صحي ټوټو یا کوتکس ته د ښځو لاسرسی ګرانوي.

هغه هم په داسې یوه هېواد کې چې له ۵ ښځو څخه ۴ یې کوتکسونو ته لاسرسی نه لري.

هغه کمپاینونه چې په وروستیو څو میاشتو کې پیل شوي وو، د دولت له دې پرېکړې خوښي څرګنده کړې ده.

د کوتکس په اړه د ښځو پوهاوي لوړولو موسسې مشره سوربهي سینګ ټامپسن رویترز بنسټ ته ویلي: "دا اړینه او ضروري پرېکړه ده چې له څو میاشتو ورته انتظار وو، هغه پرېکړه چې مېرمنو او ښځو ته اجازه ورکوي د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال ښوونځي او خپل کار ته دوام ورکړي. "

هند کې د ښځو د رخصتۍ یو له اصلي لاملونو میاشتني ناروغي ده چې ډېرې ښځې کوتکس ته د نه لاسرسي له کبله ښوونځیو ته نه ځي.

ځینې هندۍ په دې مهال د وینو بهېدو مخنیوي لپاره له زړو ټوټو کار اخلي چې د ناپاکۍ له کبله د ښځو د فرج او رحم د میکروبي کېدو لامل کېږي.

نیوکې له هغه وروسته پیل شوې چې دولت کوتکسونه او یوشمېر نور څیزونه د عصري توکو په کتار کې راوستل او ۱۲ سلنه مالیه یې پرې وضعه کړه.

په دې تړاو اعتراض کوونکو ۴۰۰ زره لاسلیکونه راټول کړل او محکمې ته یې وسپارل.

اعتراض کوونکو حتی د دې مالیاتو د کډ نوم "پر وینو مالیات" نوم ورکړ.

خو د هند د مالیې موقت وزیر پیوش ګویال وویل، چې"په ډاډ سره به ټولې میندې او لوڼې ډېرې خوشحاله وي چې واوري پر کوتکس اوس ۱۰۰ سلنه مالیه لرې شوې ده".

یو کمپاین کوونکی امار تولسیان، چې د "نین خوځښت" تر دې هاخوا تللی، او وايي دا په هند کې "د هرچا لپاره یوه لویه بریا ده".

د میاشتني عادت لپاره بې وزلي نه یوازې په هند کې ښځې اغېزمنوي، په برتانیا کې له نیوکو سره سره لا هم د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال د اړتیا وړ پر صحي څیزونو ۵ سلنه مالیه شته.

ورته مطالب