په ایران کې د شپږ کلنې افغانې نجلۍ قاتل اعدام شو

د انځور حقوق @CONSULTEAFG/TELEGRAM
Image caption په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ پر تلګرام ویلي چې دا دوسیه یې څارله او او قاتل نن یکشنبه په عام محضر کې اعدام شو.

په ایران کې د یوې شپږ کلنې افغانې نجلۍ قاتل چې شاخوا درې میاشتې مخکې نیول شوی و نن یکشنبه (د جولای په ۲۲مه) په عام محضر کې اعدام شو.

په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ پر تلګرام ویلي چې دا دوسیه یې څارله او قاتل نن یکشنبه د شهید رجايي ښارګوټي پر یوه سړک په عام محضر کې اعدام شو.

په ورته وخت کې د ایران د قضایه قویې خبري ادارې د اعدام شوي کس نوم علي اصغر اشرفي زاده اعلان کړی او ویلي یې دي چې د شپږ کلنې ندا له قاتل سره همهاله د یوه بل کوچني ماشوم قاتل هم اعدام شوی دی.

د رپوټونو له مخې شپږ کلنه ندا علیزاده د روان کال د وري میاشتې په اومه نیټه د ډوډۍ اخیستلو لپاره خپل کور ته نژدې یوه نانوايي ته تللې وه خو بېرته ستنه نه شوه او وروسته یې مړی پیدا شو.

له دې پېښې شاخوا درې میاشتې وروسته په مشهد کې قضايي چارواکو د ندا د قتل په تور د یوه ۴۱ کلن سړي د نیول کېدو خبر ورکړ.

دغه نیول شوي کس اقرار کړی و چې ماشومه یې ځورولې وه.

د ندا علیزاده کورنۍ څه باندې څلور کاله وړاندې د افغانستان له هرات ولایته د ایران مشهد ښار ته کډه شوې وه.

د شپږ کلنې ندا وژل کېدو په مشهد کې او پر ټولنیزو پاڼو د خلکو احساسات پارولي وو.

ورته مطالب