د کاناډا تورنټو ښار کې ډزو یوه ښځه وژلې ۱۳ ټپیان دي

تورنټو د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د سیمې له خلکو غوښتي چې د یادې پېښې هر ډول عکس او وېډیو دې دوی ته وسپاري.

د کانادا پولیس وايي، په تورنټو ښار کې د ډزو له کبله یوه مېرمن وژل شوې او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه ډزې د ځايي وخت یکشنبې په شپه په ګریک ټاون کې د نفورت او لوګان واټونو د یو ځای کېدو په سیمه کې یوه رسټورانټ ته څېرمه شوې.

ویل کېږي چې وسله وال کس له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

یوه کوچنۍ ماشومه هم د ټپیانو په ډله کې ده چې روغتیايي حالت یې ښه نه دی.

نور هغه کسان چې په دغه نښته کې ټپیان شوي د روغتیايي وضعیت په اړه یې زیات جزئیات نه دي ور کړل شوي.

تر اوسه د دې ‌ډزو انګېزه معلومه نه ده.

سیمې ته نژدې د یوه رستورانټ مشتریان وايي، د ډزو ۲۰ غږونه یې اورېدلي.

پولیسو د سیمې له خلکو غوښتي چې د یادې پېښې هر ډول عکس او وېډیو دې دوی ته وسپاري.

د کاناډا پر خواله رسنیو یوه وېډیو لاس په لاس شوې چې ښکاري یوه سړي بکس شا ته اچولی او له درول کېدا وړاندې له خپل بکس تومانچه راوباسي او ډزې کوي.

اړونده مطالب