'د دوستم ستنېدل، که ولسمشرۍ ټاکنو کې د هغه همکاري جلبول'

دوستم د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي د ښاغلي دوستم بېرته ستنېدل د هغه له کړکېچه ډک کاري ژوند يو نوى فصل دى.

نيويارک ټايمز د جنرال دوستم په تړاو چې پرون له ترکيې افغانستان ته ستون شو يو اوږد او سخت چېچونکى مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي نوموړى په داسې حال کې افغانستان ته ستون شوى چې د سړي تښتونې، جنسي تېري، او له بشري حقونو د سرغړونې له تورونو سره مخامخ دى.

ورځپاڼه وايي د ښاغلي دوستم بېرته ستنېدل د هغه له کړکېچه ډک کاري ژوند يو نوى فصل دى.

ورځپاڼه وايي د ښاغلي دوستم د بېرته ستنېدو معاملې ته په دې سترگه کتل کېږي چې ولسمشر غني غواړي په پارلماني او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د نوموړي همکاري جلب کړي.

د دوستم د لومړۍ مېرمنې د وژنې حکم!

ورځپاڼې په اتريش کې د صالح محمد فيضي په نامه له يوۀ کس سره مرکه کړې چې وايي د ښاغلي دوستم د شخصي گاډي چلوونکى و نوموړي پر ښاغلي دوستم بېلابېل تورونه پورې کړي او همداراز يې ادعا کړې چې گواکې د ښاغلي دوستم د لومړۍ مېرمنې د وژنې حکم هم دۀ په خپله کړى و.

خو د جنبش گوند غړي ملا محمد قاسم نيويارک ټايمز ته ويلي د ښاغلي دوستم پر وړاندې ټول دغه تورونه بې بنسټه دي.

ډېلې ټلېگراف ورځپاڼې ليکلي افغانستان له سختې وچاکالۍ سره مخ دى چې په تېرو څو لسيزو کې يې سارى نه دى ليدل شوى. ورځپاڼې د ملگرو ملتونو خبرې ته هم اشاره کړې چې وايي نژدې يو نيم ميليون وگړي مرستو ته اړتيا لري.

ورځپاڼې د غلام په نامه يوۀ وچاکالۍ ځپلي افغان سره خبرې کړي چې وايي کرنيزه ځمکه يې شاړه شوې، څاروي يې له منځه تللي او دى اړ شوى چې خپله کورنۍ له لوږې ژغورلو لپاره د هرات ښار ته ولېږدوي چې ورته نفقه وگټي.

ورځپاڼه وايي دغه کورنۍ د سړک غاړې ته ورڅېرمه کوډلو کې په بد حالت کې وخت تېروي او فکر کوي چې ځان ژغورلو لپاره بايد له خپل هېواده ووځي.

ورځپاڼه وايي ٢٠ ولايتونو اغېزمن شوي او دا ښايي ډېرو کسانو لپاره هغه اخري فشار وي چې نور نو له افغانستانه وتلو ته ملا وتړي.

د انځور حقوق REUTERS/AFP
Image caption د ايران او امريکا تر منځ ترينگلتيا وروسته له هغه يو ځل بيا زور واخيست چې امريکا له ايران سره له کړي اټومي تړون ووته او بنديزونه يې بيا پرې ولگول.

عرب نيوز ورځپاڼې د ايران د ولسمشر هغه څرگندونو ته اشاره کړې چې د ايران پر وړاندې د امريکا د تگلارو په اړه يې کړې. ښاغلي روحاني تېره ورځ وويل امريکا بايد پوه شي چې ايران سره جگړه به د ټولو جگړو مور وي.

د ايران او امريکا تر منځ ترينگلتيا وروسته له هغه يو ځل بيا زور واخيست چې امريکا له ايران سره له کړي اټومي تړون ووته او بنديزونه يې بيا پرې ولگول.

د ايران ولسمشر حسن روحاني چې د ايراني ډيپلوماټانو يوې غونډې ته يې وينا کوله ولسمشر ټرمپ ته په خطاب ويلي ښاغلى ټرمپ د زمري له لکۍ سره لوبې مه کوه، ځکه دا يوازې د پښېمانۍ لامل کېږي.

خو ښاغلي روحاني له امريکا سره د سولې شونتيا هم نه ده رد کړې.

ورځپاڼې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير وروستۍ څرگندونې هم ډېرې مهمې بللي چې ويلي امريکا د ايراني حکومت پر تر ټولو لوړ پوړو چارواکو له بنديز لگولو هم نه ډارېږي.