کراچۍ کې ټپي شوی "اتل خر" ومړ

خر د انځور حقوق ACF Animal Rescue

د پاکستان ستر ښار کراچۍ کې د تحريک انصاف ګوند د پلویانو له خوا ټپي شوي خره له څو ورځو درملنې وروسته سا ورکړه چې پر خواله رسنيو دې موضوع توند غبرګونونه پارولي دي.

په وروستیو اونیو کې دغه خر هغه وخت د یاد ګوند د پلویانو له خوا ټپي شو، چې پرې د مخالف ګوند د يوه مشر نوم ليکل شوی و او د تحریک انصاف ګوند پلويانو له دې خاطره ټپي کړ چې ګني ټپي کول یې داسې دي لکه "د مخالف ګوند مشر چې ټپي شي".

وروسته د ژویو ژغورندویې نادولتي ډلې، عایشه چندریګړ فا‌ؤن‌‌‌‌‌‌ډېشن"اې سي اېف" دغه خر خپل مرکز ته د درملنې لپاره بوت.

د دغه خره له ټپي کېدو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم پر ټویټر پاڼه دا کار غندلی و چې په خبره یې، دا کار د هغه د ګوند پلویان یا نور کسان کوي، د غندلو وړ دی.

نن (دوشنبه) د عایشه چندریګړ فا‌ؤن‌‌‌‌‌‌ډېشن ډلې يوه غړي وویل، خر مړ شو. د یادې ډلې یوه چارواکي محمد الیاس بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دغه خره د درملنې او ژغورلو ډېرې هڅې یې وکړې، خو پاتې راغلل.

نوموړی وايي، دا چې د خره غاښونه مات شوي وو، پوډري خواړه ورکول کېدل او کلک خواړه یې نه شوای خوړلی.

محمد الیاس زیاتوي، د دوشنبې په ورځ يې د وينې فشار لوړ شوی و؛ ځکه چې پر بدن یې ټپونه ژور وو، تبه پرې راغلې وه او له پوزې د وینو راوتلو د جریان او تنفس بندېدو له کبله یې ساه ورکړه.

اتل خر

د عایشه چندریګړ فا‌ؤن‌‌‌‌‌‌ډېشن ډلې یاد خره ته د "اتل خر" نوم ورکړی و، دا ځکه چې د ګوند په وینا، دا "اتل خر" د انسان له خوا ټپي شوی او هرڅه یې په پټه خوله تر مرګه زغملي دي.

یادې ډلې پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: "موږ د دغه خره د پایېدو هڅه وکړه، خو له مرګه مو ونه شو ژغورلی، ځکه ټپونه یې ژور وو. دا ډېره د شرم خبره ده چې انسانانو یو بې ګناه ځناور ټپي کړی".

د انځور حقوق ACF Animal Rescue
Image caption د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو د یاد خره پر مړینې توغند غبرګونونه ښودلي دي. پېښور کې یوه خبریال افتخار فردوس لیکلي، چا چې دا خر ټپی کړی بايد ورته عمل ورسره وشي.
د انځور حقوق ACF Animal Rescue

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو د یاد خره پر مړینې توغند غبرګونونه ښودلي دي. پېښور کې یوه خبریال افتخار فردوس لیکلي: ''چا چې دا خر ټپی کړی بايد ورته عمل ورسره وشي. ''

يوه بل کارونکي سلمان فاروقي ليکلي: ''بايد پوليس د هغو کسانو پر ضد ګام پورته کړي چې د دغه خره ټپي کولو کې ښکېل وو. ''

ګڼو نورو بیا لیکلي چې خر باید د سیاسي موخو له پاره ونه کارول شي.