د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

پاکستان کې لسګونه میلیونه کسان د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (جولای ۲۵مه) په ټول ټاکنو کې د ګډون لپاره تیاری نیسي. په ورته وخت کې انتخاباتي کمپاینونه له تاوتریخوالي او سیاسي لانجو سره مخامخ شوي دي.

د بلوچستان د هغه برید مسؤولیت "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې منلی، چې نژدي ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول.

یو شمېر خلک اندېښمن دي چې ښايي د ټاکنو ورځ د اورپکو ډلو له خوا ګډوډه شي.

پاکستان نژدي دوه سوه میلیونه نفوس لري. د اټومي ځواک لرونکی دا هېواد له هندوستان سره په سخته سیالۍ کې دی او په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې ګڼ شمېر مسلمانان په کې اوسېږي.

پاکستان کې د راتلونکې چهارشنبې د ورځې ټاکنې د دغه هېواد په تاریخ کې چټلې ګڼل شوي دي.

پاکستان کې ټاکنې ولې مهمې دي؟

په ۱۹۴۷ کال کې د خپلواکۍ له اخیستلو وروسته پاکستان کې واک د پوځ او ملکي حکومتونو ترمنځ څو ځلې لاس په لاس شوی دی.

دا به دویم ځل وي چې ملکي حکومت له یوې دورې بشپړولو وروسته واک بل ملکي حکومت ته وسپاري.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ډله شکایت کوي چې د پوځ له خوا د محکمو په مرسته په نښه شوي او نژدي ۱۷ زره غړي یې د انتخاباتي قوانینو نه د ناڅرګندو سرغړونو په تور نیول شوي دي.

په ورته وخت کې پاکستان کې رسنۍ تر سانسور لاندې دي او ګواښونه ورته کېږي.

بله خوا یو شمېر خلک په ټاکنو کې د ګډون په اړه د اورپکو ډلو د ګواښونو له امله اندېښمن دي.

ډېری ګومان کوي چې پوځ د خپلې زړې تګلارې له مخې د هغو کاندیدانو پلوي کوي چې د دوی د خوښې وي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمیسیون هم اندېښنه څرګنده کړې او وايي: "داسې څرګندې هڅې شوي چې له ټاکنو نه به ناوړه ګټه واخیستل شي چې دا به د واک پر لېږدولو او دیموکراسۍ ژوره اغېزه ولري."

د پاکستان ۲۰۱۸ کال ټاکنې

شمېرې

۲۷۲

د ملي اسمبلۍ څوکۍ

۱۰۶ميليونه

راجستر شوي رايه اچوونکي

  • ۱۷۱ ښځينه نوماندې

  • ۱۷۰۰۰ د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې غړي نیول شوي او پرضد یې جرمي دوسیې پرانیستل شوي.

  • ۳۷۱۰۰۰ امنيتي سرتېري ګومارل شوي

AFP

شمېرې

پاکستان کې د ملي اسمبلۍ د ۲۷۲ څوکیو لپاره راتلونکې چهارشنبه (جولای ۲۵مه) ټاکنې ترسره کېږي.

د پاکستان د نژدي دوه سوه میلیونه نفوس نه ۱۰۶ میلیونه یې راجستر شوي رایې اچوونکې او په شرایطو برابر دي.

د چهارشنبې د ورځې ټاکنو ته ۱۷۱ ښځې هم کاندیدانې دي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې ۱۷ زره غړي نیول شوي او پرضد یې جرمي دوسیې پرانیستل شوي دي.

سرچینې وايي، د ټاکنو په ورځ به ۳۷۱ زره امنیتي ځواکونه د امنیت لپاره وګمارل شي.

مهم لوبغاړي

نوار شریف چې درې ځلې د پاکستان صدراعظم پاتی شوی تېر کال د "پاناما" په اسنادو کې د ده د کړنو په اړه له افشاګریو او د ده پرضد د فساد په تړاو له څېړنو وروسته له واکه لرې کړای شو.

نوموړی له خپلې ناروغې ښځې سره لندن ته تللی و، خو څو ورځې وړاندې په ډراماتیک ډول له خپلې لور مریم نواز سره بېرته پاکستان ته ستون شو.

نواز شریف او لور یې د دوی په غیاب کې د فساد په تور په بند محکوم شوي وو.

نواز شریف چې په لسو کالو بند او لور یې چې په اوو کالو بند محکومه شوې اوس په زندان کې دي.

ښاغلی شریف پوځ تورنوي چې د ده پرضد په توطیه کې لاس لري، ځکه چې په وینا یې ده په څرګنده پر پوځ نیوکې کولې او له هند سره یې ښې اړیکې غوښتې.

خو پوځ دا تور ردوي

د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې د انتخاباتي کمپاینونو مشري د نواز شریف ورور شهباز شریف کوله او هیله من دی چې راتلونکی صدراعظم شي.

نوموړي په یوه وینا کې ویلي: "دا انتخابات به څه اعتبار ولري چې حکومت زموږ د خلکو پرضد اقدامات کوي او په ټول هېواد کې زموږ غړي نیول کېږي؟"

دمګړۍ مسلم لیګ نواز ډله په پارلمان کې ۱۸۲ څوکې لري.

د عمران خان پي ټي ای ګوند

د کرېکټ پخوانی لوبغاړی عمران خان دوه لسیزې مخکې د پاکستان سیاسي ډګر ته دننه شو، خو تراوسه هېڅکله د حکومت مشر نه دی پاتې شوی.

دا ځل ګڼ شمېر شنونکې په دې باور دي چې نوموړي د پوځ د خوښې کاندید دی په همدې خاطر پوځ د هغه د سیالانو په پاتې راوستلو لاس پورې کړی دی.

خو عمران او پوځ په خپلو کې د همغږۍ لرلو ادعا ردوي.

عمران خان له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي: "د پوځ اوسنی مشر جنرال قمر جاوېد باجوا ښايي تر ټولو ډېر د دیموکراسۍ پلوي پوځي مشر وي چې ده په خپل ژوند کې لیدلی دی".

که عمران خان له پوځ سره خپلې نژدي اړکېي ردوي نو ځینې لانجمنې ډلې د ده تحریک انصاف ګوند ملاتړ کوي.

په دې کې یوه ډله داسې هم ده چې ویل کېږي له القاعده شبکې سره اړیکې لري.

ښاغلي خان په یوه وینا کې ویلي: "د پاکستان موضوع د لیبرالیزم یا د سخت دریځۍ نه، بلکې د حکومتوالۍ ده".

دمګړۍ تحریک انصاف ګوند په پارلمان کې ۳۲ څوکۍ لري.

۲۹ کلن بېلاول بوټو

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بېلاول بوټو زرداري د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې زدکړې کړي دي. د نوموړي مور بينظير بوټو او نیکه یې ذوالفقار علي بوټو دواړه د پاکستان د صدراعظمۍ پر ځوکۍ پاتې شوي خو دواړه وژل شوي دي.

بینظیر بوټو د انتخاباتي غونډې پرمهال ووژل شوه او پلار یې بیا اعدام شو.

۲۹ کلن بېلاول بوټو په لومړي ځل په پارلماني ټاکنو کې کاندید دی.

نوموړی وايي غواړي د خپل مور نظریې چې د "ارامه، پرمختللي، بریالي او دیموکراتیک" پاکستان له پاره یې لرلې عملي کړي.

خو اټکلونه دا دي چې د پاکستان پیپلز ګوند به په راتلونکو ټاکنو کې دریم مقام خپل کړي.

بېلاول بوټو زرداري په یوه وینا کې ویلي: "که تاسو پر ما زما د عمر او لهجې له امله نیوکه کوئ بیا نو تاسو نه شئ کولای چې ماته ماتې راکړئ."

څه به پېښ شي؟

په داسې حال کې چې پاکستان کې مهمو ګوندونو د انتخاباتو د مشروعیت په اړه شکونه څرګند کړي. څېړونکي وايي د مسلم لیګ نواز ډلې او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ترمنځ به سخته سیالي وشي.

که په دې دوو ګوندونو کې یو هم اکثریت و نه ګټي، بیا نو د پیپلز او نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري چې حکومت جوړ کړي.

که ټاکنې د مسلم لیګ نواز ډله وګټي نو هندوستان او امریکا به د هوساینې سا واخلي ځکه چې پر عمران خان تور دی چې له پوځ سره یې له نژدې پالي او نرم اسلامپالی دی.

که څه هم پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امریکا ملاتړی دی، خو د ادعا له مخې په خپله خاوره کې یې اورپکو ډلو ته چې په افغانستان کې فعالیت کوي پناه ورکړې چې له امله یې امریکا ترې خوښه نه ده او له پاکستان سره یې خپلې پوځي مرستې بندې کړې دي.

څېړونکي وايي دا مهمه نه ده چې کومه ډله ټاکنې وګټي ځکه چې بیا به هم پوځ خپل پیاوړی رول ولري.

اړونده مطالب