برتانوي ښوونځیو کې د رواني روغتیا زدکړې جبري کېږي

د انځور حقوق Getty Images

د برتانیا د پوهنې وزارت نوې طرحې پر بنسټ د رواني روغتیا او د ژوند مهارتونو زدکړې د ښوونځي په لومړۍ دوره کې د زدکوونکو لپاره جبري کېږي.

دغه زدکړې چې دمګړۍ د ښوونکو د روزلو او وروستی مشورتي پړاو یې لا پاتې دی د ۲۰۲۰ کال کال په مني کې به ښوونځیو کې زدکوونکو ته پيل شي.

په خپل ځان باور او روحي ټیکاو د دې پروګرام اصلي درسي ټکي جوړوي.

د ماشومانو رواني وضعیت او د نورو د ځورونې په اړه ورځ تر بلې زیاتېدونکې اندېښنې د دې لامل شوې چې څه د باندې سل زرو کسانو د لاسلیک له لارې د رواني روغتیا په اړه د زدکړې مضمون په ښوونیز نصاب کې ور زیات شي.

* د مور او پلار لفظي شخړه پر ماشوم اغېز کوي

* د بدو خبرونو له ناوړه اغېز ځان څنګه وژغورو؟

* د ښه خوب لپاره شپږ خبرې

دغه غوښتنه تر پارلمان ورسېده او هلته ومنل شوه.

په دې زدکړو کې به د جسمي روغتیا په تړاو هم زدکوونکو ته زدکړې ور کول کېږي.

ماشومانو ته ورښودل کېږي چې د ژوند کولو بڼې په زدکولو سره، سپورت او خوراک ته په پام سره خپلې یو شمېر ستونزې هوارې کړی شي.

کارپوهان وايي، سره له دې چې دا زدهکړې ګټورې دي خو د انساني فضلیتونو لکه د صبر او زغم، بښنې، زړورتیا او نورو د د زدکړو ځای لا هم تش دی.

د انځور حقوق Getty Images

له دې پروګرام سره یو ځای زدکوونکو ته د جنسي اړیکو په اړه هم زده کړې ور کول کېږي.

د برتانیا د پوهنې وزیر دمیان هیندز وايي:" ښوونځیو کې ماشومانو ته د رواني او جسمي روغتیا زدکړې ورکول یو لوی مسولیت دی چې ماشومان د لویانو نړۍ ته د ورتلو لپاره چمتو کوي".

د هغه قانون پر بنسټ چې تېر کال تصویب شو سر له اوسه د برتانیا په ښوونځیو کې د اړیکو په اړه زدکړې ور کول کېږي.

د دې زدکړو له لارې د عصري دنیا ننګونو په اړه هم زدکړې کېږي لکه پر انلاین جنسي ځورونې، جنسي لیوالتیا او خوش باورۍ په اړه معلومات ورکول کېږي.

* تاسو خو ژور خپګان نه لرئ؟

* ولې ځینې کسان پر وژنو لاس پورې کوي؟

له فرهنګي او مذهبي ازادیو سره سره د برتانیا په شان یوه هېواد کې ماشومانو او ښوونکو ته د جنسي مسلو په اړه زدکړې ډېرې ننګونې هم لري.

ښوونکو ته روزنه ورکول کېږي چې د ښځینه او نارینه جنسي غړو لپاره کومې کلمې وکاروي او هغه مېندې او پلرونه چې نه غواړي ماشومان یې دا ډول زدکړې وکړي څه ډول چلند ورسره وکړي.

له دې ټولو سره سره کار پوهان په دې باور دي چې دغه زدکړې ماشومان د مشرانو ژوند او نړۍ ته د ورګډېدو ته چمتو کوي.

خو بیا د افغانستان په څېر یوه جګړه ځپلي هېواد کې دا ډول زدکړو او پوهاوي ته څومره اړتیا ده؟

د کابل پوهنتون د اروا پوهنې څانګې استاد شرف الدین عظیمي بي بي سي ته وویل: (دا ډول زدکړو ته سخته اړتیا شته ځکه چې په اکثره افغان کورنیو کې ماشومانو ته د رواني روغتیا په اړه زدکړې نه ورکول کېږي.)

ښاغلی عظیمي وايي:

Image caption ارواپوه شرف الدین عظیمي وايي، هرکال په لسګونو ارواپوهان له دولتي پوهنتونونو فارغېږي، خو د خپل مسک پر ځای په نورو دندو بوختېږي.
  • ډېر شمېر افغان کورنیو کې تاوتریخوالی شته چې د ماشومانو رواني روغتیا ته ډېر زیان رسوي.
  • افغان ماشومان په ټولنه کې هم له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.
  • د افغانستان یو شمېر رسنۍ ماشومانو ته په نه پاملرنې سره له تاوتریخوالي ډک خبرونه، پروګرامونه او سریالونه خپروي چې د ماشومانو رواني حالت ته وژونکي بلل کېږي.
  • د پوهنې وزارت په لومړنیو زدکړو کې د ماشومانو ترمنځ د نمرو سیالۍ او د ځینو ښوونکو له خوا د زدکوونکو ډارول یا وهل خپله د زدکوونکو رواني روغتیا ته زیان رسوي.
  • په ښوونځیو کې د اروا پوهانو نه شتون چې د اړتیا په وخت کې زدکوونکو ته مشورې ورکړي.
  • جنسي لومړني معلومات او د میاشتنۍ ناورغۍ په اړه د پوهاوي نه شتون چې ماشومان او نوي ځوانان له رواني پلوه ځوروي.

د ښاغلي عظیمي په وینا دغو لاملونو ته په کتلو د افغانستان د پوهنې وزارت باید د رواني او جسمي زدکړو په اړه چټک ګامونه واخلي.

همدارنګه دی وايي، د افغانستان له هر یوه دولتي پوهنتون هر کال لږ تر لږه ۵۰ اروا پوهان او مشاورین فارغېږي چې د کار نه شتون له کبله نورو چارو ته مخه کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، افغانستان کې د ژوند وضعیت ته په کتو سره دا ډول زده کړې اړینې دي خو مني چې امکانات یې نه لري.

د وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل وايي، ښوونځیو کې د دا ډول زدکړو لپاره کوم مضمون نه شته او نه دا ډول کوم پروګرام په پام کې لري.