د ایران ریال د ډالر مقابل کې له بل هر وخت ډېر وغورځېد

د انځور حقوق Getty Images

د ايران او امريکا د مشرانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته د ايران پولي واحد ريال د امريکايي ډالرو پر وړاندې خپله بيه په ريکاډ کچه وبايلله.

اوس مهال عادي بازارونو کې د يوه ډالر بيه ٩٤٠٠٠ ريال ده چې په يوه ورځ کې شپږ نيم سلنه کموالى ښیي.

ايران کې خلکو يو ځل بيا د سرو یا طلا سیکو پېرودنې ته مخه کړې، دې چارې ته د پيسو خوندي کولو د يوې خوندي لار په سترگه کتل کېږي.

رپوټونه وايي، چې د هرې سرې سیکې بیه هم په دغه هېواد کې په بې مخینې ډول درې میلیونه او څلور لکو ته نږدې شوې چې دا په خپله نوی ریکارډ دی.

* له افغانستانه ایران ته د ډالرو قاچاق

* د جاپان ستر بانکونه له ایران سره راکړه ور کړه 'ځنډوي'

خو د دې سیکې بیه یوه میاشت مخکې دوه میلیونه او اووه لکو ته نږدې وه.

د سرو سپینو د پېرودونکې ټولنې مشر ابراهیم محمد ولي د سرو یا طلا سیکې د دومره لوړېدو لامل هم د امریکا او ایران د چارواکو ترمنځ مجازي نړۍ کې د وروستیو ورځو ناندرۍ او د ډالر د بیې لوړېدل بولي.

د پيسو ادلون بدلون د بيې ټاکنې په موخه د ايران مرکزي بانک تگلاره د ريالو په بيه کې د ثبات رامنځته کولو په برخه کې بشپړه پاتې راغله.

د ډېرى کليدي توکو پیرېدنې کې لا هم له سوداگرو سره د حکومت له لوري مالي مرسته کېږي او يو ډالر ورته د بازار په نيمايي بيه پرېوځي.

د بندیزونو پیلېدل

ر د انځور حقوق AFP

د ايران له مالي بازارونو ناوړه خبرونه په داسې حال دي چې د ایران او شپږو قدرتونو له اټومي تړون د امریکا په وتلو سره تر راتلونکو دوو اونیو پر ایران د ډالري معاملو او او سرو او نورو ګرانبیه فلزونو د را کړې ور کړې په برخه کې بندیزونه لګېږي.

* ایران ولې پر سلګونو وارداتي توکو بندیز ولګاوه؟

* د ایران د اتومي تړون لانجه او د امریکا ستراتیژي

له بلې خوا ټاکلې ده چې د نومبر تر څلورمې نېټې د ايران پر بانکي او انرژۍ سکتورونو بنديزونه پيل شي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې ژمنه کړې چې تر يادې ڼېټې به د ايران تيلو صادراتو کچه چې د دغه هېواد د عوايدو مهمه سرچينه جوړوي نژدې صفر ته ټيټه کړي.

د ناندریو پیل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي، که ایران امریکا ته ګواښ پېښ کړي، داسې ځواب به وویني چې تاریخ کې چا لیدلی نه وي.

د امریکا او ایران ترمنځ له هغه وروسته ناندرۍ پیل شوې چې د ایران ولسمشر ټرمپ ته په يوه ګواښ کې ویلي و چې "د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي".

روحاني امریکا ته په اشارې ویلي و سپینه ماڼۍ "په هغه کچه نه ده چې د نړیوالو قوانینو، د اسلامي نړۍ او فلسطیني ولس مخالفت وکړي."

د نوموړي په مقابل کې ډونلډ ټرمپ توند غبرګون کې وویل، ایران باید امریکا ونه ګواښي؛ ځکه امریکا یې نه شي زغملی.

نوموړي ایران ته دا خبرداری هم ور کړ که تهران متحدو ایالتونو ته ګواښ پېښ کړي نو داسې پایلې به تر لاسه کړي چې ډېرو لږو د تاریخ په اوږدو کې ليدلې وي.

ورته مطالب