" د افغان سولې لپاره باید د شمالي کوریا له مسلې زدکړه وشي"

ر د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د امریکا او شمالي کوریا مشرانو تېره میاشت سره ولیدل.

امريکايۍ سياسي ورځپاڼې دې هېل د افغان سولې په تړاو ليکلي، افغانستان کې سولې راوستلو لپاره بايد د شمالي کوريا له مسلې زدکړه وشي.

ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ اداره د د ناعادي خطر منلو سره وتوانېده چې د کوريا د ټاپوزمې په تړاو داسې يو فرصت رامنځته کړي چې ښايي په لسيزو کې تر ټولو ښه وي.

ورځپاڼه پوښتي، بل کوم هغه ځاى دى چې دغه راز يو ډيپلوماسي ډوله گام به اغېزناک پرېوځي؟

ورځپاڼه په ځواب کې وايي افغانستان د دغه راز يوه گام لپاره پياوړى نوماند دى.

ليکوال په دې باور دى چې د دواړو هېوادونو په شخړو کې ورته والى شته لومړى د شمالي کوريا او افغانستان شخړې داسې دي چې جگړه يې نشي ختمولى.

طالبان او د کيم جونگ رژيم دواړه گوښي دي او غواړي نړيوال ډگر ته را ووځي.

کېم جونگ اوون په سويلې کوريا او طالبان په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د حضور کمېدل غواړي چې د ورځپاڼې په باور امريکا له دې گټه اخيستلى شي او دا کېداى شي د تاوتريخوالي د کچې کمېدو په بدل کې د سرتېرو په شمېر کې کمى راولي؟

ورځپاڼه وايي طالبانو سره د امريکا د مخامخو خبرو رپوټونه که ریښتيا وي نو په دې لړ کې يو مهم گام دى.

ورځپاڼه وايي خو دا بايد په داسې ډول تر سره شي چې د افغان حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې رانشي.

ورځپاڼه زياتوي په سيمه کې بايد د باور جوړونې او ښه نيت څرگندولو گامونه هم پورته شي.

عرب نيوز

عرب نيوز ورځپاڼې پاکستان کې د چين، روسيې، ايران او پاکستان د استخباراتي مشرانو د وروستۍ کتنې په تړاو يوه شننه خپره کړې او وايي دغه څلور هېوادونه افغانستان کې داعش د خپلو گټو لپاره خطر بولي.

ورځپاڼه وايي دا ځکه چې د طالبانو موخې په افغانستان پورې محدودې دي او داعش بيا نړيوال اهداف لري.

لومړى د پاکستان اندېښنې:

ليکوال وايي طالبانو هېڅ کله پاکستان ته د زيان اړولو لېوالتيا نه ده ښوولې. بل لوري ته داعش د پاکستاني طالبانو لپاره د جلب جذب سرچينه جوړه شوې. او بل داعش د جنگي اجيرانو ذهنيت لري

روسيه:

روسيه داسې انگېري چې داعش د افغانستان له لارې تاجکستان او ازبکستان ته لار مومي او له هغه ځای تر چېچنيا پراخېدى شي.

د چين اندېښنه بيا د سینکیانګ له سيمې ده چې د افغانستان له بدخشان ولايت سره پوله لري.

او بل افغانستان د چين د سوداگريزې کړۍ لپاره مهم دى او له دې امله هم دغه هېواد کې د داعش له ځواکمنېدا اندېښنه لري.

ايران:

داعش په افغانستان کې پر شيعه گانو بريدونه کوي چې له ايران سره تړاوونه لري.

ورځپاڼه له طالبانو سره د ايران او روسيې د اړيکو يو لامل افغانستان کې د داعش مخنيوى بولي.