د یونان ځنګلي اور: د ۶۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ځنګلونو کې د لګېدلي اور تاو پلازمېنې اتن ته هم نژدې شوی

د یونان دولت وايي د هېواد په بېلابېلو ځنګلي سیمو کې اورلګېدو لږترلږه ۶۰ کسان وژلي چې د مهارولو لپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا ده. پلازمېنې اتن ته څېرمه ځینې خلک خپلو استوګنځیو پرېښودو ته اړایستل شوي.

دا په یونان کې په څه باندې یوه لسیزه کې د اور تر ټولو لویه پېښه ګڼل کېږي.

د سرې میاشتې په وینا، لږترلږه ۲۶ مړي د ماتي سمندرغاړي کلي په یوه حویلۍ کې موندل شوي.

همدا کلی د اور اصلي ځای ګڼل شوي.

په اوروژنې سلګونه اوروژونکي بوخت دي.

یونان کې ناپېژانده کسانو د کډوالو پر پنډغالي پترولي بمونه غورځولي

وینزویلا کې اور ۶۸ کسان وژلي

چارواکي وايي، د ایسارو خلکو د ژغورنې عملیات پیل شوي او د کوچنیو کښتیو په مټ خلک له خپلو مېنو تښتي.

د یونان ولمړی وزیر الکسیس سیپراس خبریالانو ته ویلي: "موږ د اور مهارولو لپاره تر خپله وسه هڅه کوو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اتن ته څېرمه د رافینا سیمې وګړي

هغه د اوروژنې د مهارولو د عملیاتو همغږي کول ډېر ګران کار وباله، همدا وو چې بوسنیا ته یې نیمګړی رسمي سفر پای ته ورساوه.

وړاندې د سه شنبې په ورځ د دولت ویاند دیمیتري تزاناکوپولوس منلې وه چې د اور له کبله لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي، چې دا شمېره لوړېدونکې ده.

دده په وینا، ډېر قربانیان په سیاحتي ماتي سمندرغاړې سیمه کې دي، چې ډېری یې په کورونو او یا موټرو کې وو.

د انځور حقوق EPA
Image caption د اوروژنې چورلکې د اتن شمال ختیځې نیو ووټسا سیمې پر اسمان چورلېږي

پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې زیانمنې شوې ودانۍ ښودل شوې چې اسمان ته لوګی ترې پورته کېږي او خلک د تېښتې په حال کې دي.

د یونان دولت له ټولو اروپايي هېوادونو د چورلکو او د اوروژنې د کارکوونکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption اتن ته څېرمه کینه سیمه
د انځور حقوق AFP
Image caption کینه کې خلک د اور له سیمې د لرې تللو په هڅه کې دي
د انځور حقوق EPA
Image caption اتن ته څېرمه نیو ووټسا سیمه
د انځور حقوق Getty Images
Image caption اتن کې پنتلي سیمه
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق EPA
Image caption نیو ووټسا

اړونده مطالب

ورته مطالب