فاطمه خان د خپل مین خالد ساپي د وژنې پر همغږي کولو مجرمه بلل شوې

د انځور حقوق Met Police
Image caption فاطمه خان د ځنکندن پر مهال د خالد ساپي ویډیو کلیپ پر خواله رسنۍ خپور کړی و

د برتانیا یوې محکمې هغه ۲۱ کلنه ښځه د وژنې همغږي کولو مجرمه پېژندلې، چې د ځنکندن پر مهال یې د خپل کله نا کله ملګري اخیستل شوې ویډیو پر سنپ چټ خواله رسنۍ خپره کړې وه.

دغه ښځه فاطمه خان نومېږي، چې د جولای پر ۳۰ به يې رسماً د سزا حکم ورکړل شي. دا د لندن اوسېدونکې ده، چې د ۲۱ کلن خالد ساپي د ناقصدي وژنې تور پرې لګېدلی و.

ښاغلی ساپی د ۲۰۱۶ کال دسمبر کې د چاکو ګوزارونو له امله ومړ.

نجلۍ پر یوټیوب شهرت لپاره خپل مین وژلی

پر فیسبوک د لایکونو مین دوه کاله بندي شو

بامیان کې یوه مین هلک نجلۍ وژلې او ځان یې پولیسو ته سپارلی

داسې ادعا کېده، چې د ساپي وژونکی او رقیب یې ۱۹ کلن رضا خان هم پر دې نجلۍ مین و او له هغې سره په ګډه یې د ښاغلي ساپي وژلو ته نیت کړی و.

د انځور حقوق Met Police
Image caption خالد ساپی د ۲۰۱۶ په دسمبر کې وژل شوی و
د انځور حقوق Met Police
Image caption پر رضاخان تور دی، چې خالد ساپی یې وژلی دی

رضا خان دا مهال فراري دی. محکمې ته ویل شوي، چې فاطمه خان د رضا خان لپاره د ښاغلي ساپي وژلو زمینه برابره کړې وه.

د امنیتي کمرې له لارې اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د ټپي شوي خالد ساپي له تنه وینه بهیږي او فاطمه خان یې خورا په سړه سینه ویډیويي کلیپ ثبتوي، چې وروسته یې پر خواله رسنۍ سنپ چټ خپور کړی و.

نوموړې وروسته دغه ویډیو پر سنپ چټ له سپکاوي یوه ډک پیغام سره خپره کړې وه. د اغلې خان خپل مدافع وکیل قاضیانو ته ویلي، چې پر خواله رسنیو د هغې 'جنون معقول ' نه و.

اړونده مطالب