د پاکستان ټولټاکنې: د پایلو له منلو د شهباز شریف انکار

پاکستان

پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنو لپاره د دغه هېواد په لر او بر کې رایې واچول شوې. د ټاکنو لپاره د ټاکلي مهالوېش له پای ته رسېدو وروسته ځینې ګوندونو د یوه ساعت لپاره د رایې کاروونې مهال غځولو غوښتنه د پاکستان ټاکنو کمېسیون رد کړه او د رایو شمېرنې بهیر پیلولو اعلان یې وکړ.

د رایې اچوونې بهیر کې د نا امنۍ یو شمېر پېښې هم رامنځته شوې، چې د کوټې ځانمرګي برید پېښه تر ټولو خونړۍ وه. د کوټې بای پاس سیمې پېښه تر ټولو خونړۍ وه، چې یوه ځانمرګي برید پایله کې ۳۱ کسان ووژل شول.

'اسلامي دولت' نومې سخت دریځې وسله والې ډلې ویلي، دغه برید دوی کړی دی. بل لور ته د سند ایالت لاړکانه سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز بهر د پیپلز ګوند ټاکنیزې خیمې کې چاودنه شوې، چې پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

پښتونخوا کې ۷۹ ښځې ټاکنیزو سیالیو ته ولاړې دي

د رسمي سرچینو په وینا د بلوچستان چمن په کلا عبدالله سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز مشر نامعلومو کسانو تښتولی او د همدې چمن سیمې ګوهر کلي کې نا پېژاندو کسانو د ټاکنیز دفتر تجهیزات تښتولي دي.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون چارواکو د رایې اچوونې بهیر له پای ته رسېدو وروسته وویل، بریالي کاندیدان باید ۱۴ ورځو موده کې د ټاکنو کمپاین پر مهال د خپلو لګښتونو حساب ورکړي.

Image caption ځینې سیمو کې ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون ولیدل شو

خبریاله ساره حسن د ټاکنو کمېسیون چارواکو له قوله وايي، پوځ ته د امنیت ساتنې برخه کې نهه میلیارده پاکستانۍ روپۍ ورکړل شوې دي او تر ټولو ډېر لګښت د ټاکنیزو کارکوونکو پر روزنه شوی دی.

د هغو غیر رسمي او غیر نهايي پایلو له مخې چې شپې مهال ناوخته اعلان شوې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند په فدرالي پارلمان کې ډېرې مخکښ و.

د یاد ګوند یو شمېر کارکوونکو د رسمي پایلو له اعلانه مخکې پېښور کې د خوښي څرګندولو لپاره لارو کوڅو ته وتلي وو. بل لور ته پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د ټولټاکنو له رسمي اعلانه مخکې د درغلیو له تورونو سره د ټاکنو پایلو له منلو انکار وکړ.

د دغه ګوند مشر او د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور شهباز شریف لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د دوی کاندیدانو پایلو خپرېدو مخه نیول کېږي. نوموړي وویل، درغلي کېږي:

''زه مجبور یم ووایم، چې موږ دغه پایلې ردوو.''

شهباز شریف زیاته کړه:

''زه هغه څوک یم چې معاملات مخکې بیايي، خو که زه دا خبره کوم، نو فکر وکړئ، چې خبره کوم ځای ته رسېدلې ده. نوموړی وايي د ګوند پارلماني کمېټۍ غونډه یې رابللې ده او ژر به د راتلونکي لپاره تګلاره اعلان کړي.''

په یوه ټویټر پیغام کې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم وویل، چې تر ناوخته پورې یې د هغو ټاکنیزو حوزو پایلې هم نه دي تر لاسه کړې، چې ده خپله پکې ټاکنیزه سیالۍ کې برخه درلوده.

د انځور حقوق EPA
Image caption د کوټې پېښه د ټاکنو پر مهال تر ټولو خونړۍ وه

د ښاغلي زرداري په وینا:

''زموږ کاندیدان شکایت کوي، چې د هېواد ډېرو برخو کې زموږ ټاکنیز استازي د رایې شمېرنې له مرکزونو شړل شوي دي، دا د بښنې وړ چاره نه ده او پارونکی عمل دی. ''

بل لور ته د ټاکنو کمېسیون سکرتر بابر یعقوب وايي، 'د لګول شویو تورونو په تړاو هېڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی. '

نوموړي د یو شمېر ګوندونو له لوري هغو تورونو ته ځواب کې چې ګواکې استازي د رایې شمېرنې له مرکزونو شړل شوي دي، وویل، 'هر کاندید حق لري، چې د رایې شمېرنې مرکز کې یې یوازې یو استازی موجود واوسي او له یوه زیات کسان له مرکزونو ایستل شوي دي. '

"چې رایه ونه کاروم، ځان تر نورو کم احساسوم"

د ټاکنو له امله پېښور کې د افغانانو په تګ راتګ بندېز لګول شوی

د غو ټاکنو کې د فدرالي پارلمان یا قومي اسمبلۍ د ۲۷۰ عامو څوکیو لپاره ټاکنیزه سیالي وشوه. په ټولټاکنو کې د ټولټال ۹۵ ګوندونو ۱۱۶۷۶ کاندیدانو د ایالتي او او فدرالي پارلمان لپاره سیالي وکړه. څه باندې ۱۰۵ میلیونه پاکستانیانو د رایې ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.