چین کې د امریکا سفارت ته نږدې چاودنه

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیس د پېښې له ځای سره ټول شوي او پلټنې کوي.

امریکايي چارواکي مني چې د چین پلازمېنه بېجینګ کې د دغه هېواد سفارت ته نږدې چاودنه شوې ده.

چارواکي وايي له بمګر پرته بل چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سملاسي لاس په کار شوي دي.

خواله رسنیو کې انځورونه او ویډیووې د چین په زړه بېجینګ کې د امریکا سفارت ته څېرمه لوګي او د خلکو ګڼه ګوڼه ښيي.

بېجینګ کې د امریکا سفارت یوه بیان کې وايي، بم ډوله وسیله ځايي وخت یوه بجه د سفارت ودانۍ سوېل ختیځ کونج کې چاودلې ده.

د بېجینګ پولیس دا وسیله اور اچوونکې بولي چې د اور سبب شوې ده.

ویل کېږي بمګر د برید پر مهال خپل لاس ټپي کړی، خو د مرګ خطر یې نشته او سملاسي روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیس نوموړی جینګ مومیو بولي او وايي، د اینر منګولیا ولایت اوسېدونکی دی.

د بي بي سي خبریال سټېفن مک ډونل د پېښې په ځای کې دی او وايي چې سفارت کې عادي چارې روانې دي او خلک لا هم د ویزې غوښتنلیکونو ته په کتارونو کې ولاړ دي.

له چاودنې څو ګړۍ مخکې داسې رپوټونه و چې یوې ښځې غوښتل د امریکا سفارت ته نږدې ځان ته اور ور کړي، خو پولیسو یې مخه ونیول.

تراوسه روښانه نه ده چې دا دوه پېښې سره تړاو لري که یه.