د بریتانیا شهزاده فېلپ ژوندلیک

د اېډنبرا ډوک

د عکس سرچینه، Terry O'Neill

د عکس تشریح،

شهزاده فېلېپ

د اېډنبرا شهزاده فېلېپ له دې کبله پراخ درنښت وموند چې تل یې د ملکې الېزابت دوامداره ملاتړ کاوه.

دا دنده د هېچا لپاره اسانه نه وه، په تېره بیا د شهزاده فېلېپ لپاره چې په سمندري پوځ کې قومندان و، او پر بېلابېلو مسلو یې قاطع نظر درلود.

خو دی د خپل پياوړي شخصیت له برکته وتوانېده چې خپله دنده په اغېزمنه توګه ترسره کړي او د زړه له تله د خپلې مېرمنې، یعنې ملکې الېزابت ملاتړ وکړي.

دی د یوې ښځینه ټولواکې د ژوند ملګری و، په اساسي قانون کې ورته کوم رول نه و ځانګړی شوی. خو ملکې ته تر هر چا نژدې و، او تر هر چا ورته دېر مهم و.

فېلېپ د ۱۹۲۱ کال د جون پر لسمه نېټه د کورفو په ټاپو کې، د یونان د شهزاده له لقب سره وزېږېد.

پر زېږندپاڼه یې د زېږېدو نېټه د می د میاشتې ۲۸مه لیکل شوې. خو دا ځکه ده چې یونان هغه وخت جارجیایي کلیز نه و خپل کړی.

پلار یې د یونان شهزاده انډریو و، چې د هیلینیز د پاچا جورج "لومړي" کشر زوی و.

مور یې د باتېنبرګ شهزادګۍ الېس وه. الېس د باتېنبرګ د شهزاده لوییز مشره لور وه. د الېس مور او د شهزاده فېلېپ نیا د برما د شهزاده ماونټ باټن خور وه.

په ۱۹۲۲ کال کې په یونان کې کودتا وشوه او د انقلابیانو یوې ځانګړې محکمې د شهزاده فېلېپ پلار، یعنی پاچا جورج له واکه لېرې کړ.

د عکس سرچینه، Royal Collection

د عکس تشریح،

مور یې شهزادګۍ الېس د ملکې وېکټوریا کړوسۍ وه

د تره زوی یې، د انګلستان پاچا جورج "پنځم" یوه جنګي بېړۍ ور ولېږله او د یونان پاچا یې له کورنۍ سره فرانسې ته ورساوه.

کوچني شهزاده فېلېپ د بېړۍ دا سفر په یوه داسې کوچني کټ کې تېر کړ چې د مالټو له یوه کرېټه ورته جوړ شوی و.

شهزاده فېلېپ تر ټولو کشر و. څو خویندې یې درلودې، خو ورور یې نه درلود. کوچنیوالی یې په ډېره ارامه فضا کې تېر شو. زده کړې یې په فرانسه کې پیل کړې. خو په ۷ کلنۍ کې انګلستان ته راغی او خپلو خپلوانو، یعنی له ماونټ بټن کورنۍ سره یې واړوله. همدلته د سري په سیمه کې لومړني ښوونځي ته ولاړ.

هغه مهال یې مور د سکیزوفرینیا روحي ناروغۍ له کبله په یو خوندي روغتون کې ساتل کېده. ځوان شهزاده فېلېپ ورسره ډېره اړیکه نه درلوده.

دی په ۱۹۳۳ کال کې جرمني ته ولاړ او هلته د نامتو ښوونکي کورت هان په ښوونځي کې شامل شو. خو کورت هان یهود و، او څو میاشتې وروسته اړ شو چې د نازیانو له وېرې وتښتي.

په لیکونو کې یادونه:

کورت هان سکاټلنډ ته ولاړ. هلته یې د "ګورډن سټون" ښوونځی پيل کړ. شهزاده فېلېپ هم په جرمني کې تر دوه دورو وروسته د سکاټلنډ همدې ښوونځي ته راغی.

په ګورډن سټون ښوونځي کې سختي ډېره وه. هر چا پر ځان تکیه کوله. د فېلېپ په شان د یو ځوان هلک لپاره، چې له خپل مور او پلاره بېل شوی، دا مناسب چاپېریال و.

جګړه را روانه وه. شهزاده فېلېپ پرېکړه وکړه چې په پوځ کې شامل شي. لومړی یې غوښتل چې په هوایي ځواک کې نوم ولیکي. خو د مور کورنۍ یې تل سمندري سفرونه کول، او ځوان شهزاده هم له همدې کبله په ډارت موت ښار کې د برېتانیا په شاهي سمندري کالج کې داخل شو.

په هماغو ورځو کې د انګلستان پاچا جورج شپږم او ملکه الېزابت د دې کالج په دوره راغلل. ورسره یې دوه لوڼه، شهزادګۍ الېزابت او شهزادګۍ مارګرېټ هم وې.

فېلېپ ته دنده ورکړل شوه چې د شاهي سفر پر وخت د شهزادګیو کوربه توب وکړي او ورسره وګرځي.

عیني شاهدان وایي، شهزاده فېلېپ د دې سفر پر وخت ډېر زیات ځان ښوده.

د دیارلس کلنې شهزادګۍ الېزابت پام یې ځان ته ور واړوه.

شهزاده فېلېپ ډېر ژر په زده کړو کې هم خپله وړتیا وښوده. په ۱۹۴۰ کال کې په خپل ټولګي کې تر ټولو په لوړه نمره بریالی شو. په لومړي ځل یې د هند په سمندر کې پوځي عملیات هم ولیدل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

فېلېپ (پر څوکۍ) په ګورډنسټون ښوونځي کې ښه وځلېد او ډرامه یې ولوسته

نوموړي ې په شاهي جنګي بېړۍ ،والینټ ،کې دنده پيل کړه، چې هغه مهال د مدي تراني د سمندري قطعې برخه وه. په لیکونو کې یادونه شوې ده چې شهزاده فېلېپ په ۱۹۴۱ کال کې د کېپ ماټاپان په جګړه کې مهم رول درلود.

ده ته د بېړۍ د څراغونو ساتنه او مسولیت ور په غاړه و، او د شپې په حساسو عملیاتو کې یې پرېکنده رول درلود. نوموړي د هغې پېښې په اړه ویل:

"ما یوه بله بېړۍ ومونده. په منځنۍ برخه کې یې رڼا وه. له نژدې نه مو ورباندې د ۱۵ انچه مرمیو ډزې وکړې. د سترګو په رپ کې ورکه شوه".

د ۱۹۴۲ کال په اکتوبر کې شهزاده فېلېپ د سمندري ځواکونو یو تر ټولو ځوان افسر و، او په والس شاهي جنګي بېړۍ کې یې د لومړي بریدمن په توګه دنده پیل کړې وه.

کوژده:

په دې ټوله موده کې شهزاده فېلېپ او شهزادګۍ الېزابت یو بل ته لیکونه استول. ده ته څو ځل بلنه ورکړل شوه چې له شاهي کورنۍ سره هم وخت تېر کړي.

د ۱۹۴۳ کال په کرسمس کې هم شهزاده فېلېپ د انګلستان له شاهي کورنۍ سره و. له هماغه ورتګ وروسته شهزادګۍ الېزابت د فېلېپ یو عکس د خپل سینګار مېز پر سر کېښود. په دې عکس کې فېلېپ د سمندري پوځ شین یونیفارم اغوستی و.

د سولې په کلونو کې د دوی دواړو ملګرتیا نوره هم ټینګه شوه. خو په شاهي دربار کې یو شمېر کسانو له فېلېپ سره نه وه جوړه، او فکر یې کاوه چې دی یو څه تریخ او بې نزاکته دی.

خو شهزادګۍ الېزابت ورباندې مینه وه. د ۱۹۴۶ کال په دوبي کې فېلېپ پاچا ته وویل چې غواړي د هغه له لور سره واده وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

فېلېپ د سمندري پوځ یو تکړه افسر و.

خو مخکې له دې چې د کوژدې اعلان وشي، شهزاده فېلېپ باید نوی تابعیت او تخلص موندلي وای.

دی له خپل یوناني لقب نه تېر شو، د انګلستان تابعیت یې واخیست او د خپلې مور انګلیسي شوی نوم، یعنی ماونټ باټن یې خپل تخلص کړ.

تر واده یوه ورځ وړاندې د انګلستان پاچا جورج شپږم شهزاده فېلېپ د شاهي کورنۍ غړی اعلان کړ.

د واده پر سهار یې نوموړي ته د اېډنبرا د شهزاده لقب هم ورکړ. د مریونېت او د ګرینچ د اشرفیانو لقبونه هم ورکړل شول.

د ۱۹۴۷ کال د نومبر پر ۲۰مه نېټه په وېسټ مېنسټر کلیسا کې د واده مراسم ترسره شول.

وېنسټن چرچل یو ځل وویل، په جګړه ځپلې خړې برېتانیا کې د واده دا مراسم "د رنګونو یوه څړیکه" وه.

په سمندري پوځ کې د دندې ختمېدل:

تر واده وروسته شهزاده فېلېپ په سمندري پوځ کې خپلې دندې ته بېرته ور ستون شو. څه موده وروسته په مالټا کې مقرر شو. د یوې لنډې مودې لپاره له خپلې مېرمنې سره هلته ولاړ او د نورو عادي افسرانو د کورنیو په څېر یې ژوند وکړ.

په ۱۹۴۸ کال کې یې زوی شهزاد چارلز په بکېنګهم ماڼۍ کې وزېږېد. ورپسې یې په ۱۹۵۰ کې لور شهزادګۍ انې هم وزېږېده.

د ۱۹۵۰ کال د سپتمبر پر دویمه نېټه یې لوی ارمان پوره شو او د شاهي بېړۍ ،مګپاې، قومندان وټاکل شو.

خو ډېر ژر اړ شو چې دنده پرېږدي. د پاچا جورج شپږم روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې خرابېده. دا په دې مانا وه چې شهزادګۍ الېزابت باید د خپل پلار پر ځای شاهي چارې پر مخ بېولی وای. او د دې کار لپاره اړینه وه چې مېړه یې، یعنی شهزاده فېلېپ تل په څنګ کې ورسره وي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

له شهزادګۍ الېزابت سره یې واده په جنګ ځپلې برتانیا کې د خوښیو شېبه وبلل شوه

فېلېپ د ۱۹۵۱ کال په جولای کې له سمندري پوځه رخصت واخیست، او بیا هېڅ کله عملاً دندې ته ستون نه شو. نوموړي پر ډېرو کمو شیانو پښېماني ښودله، خو کلونه وروسته یې په سمندري پوځ کې د دندې پرېښودو له کبله خواشیني وښودله.

معاصر لیکوالان په دې باور دي چې که نوموړی په سمندري پوځ کې پاتې شوی وای نو دا وړتیا یې درلوده چې یوه ورځ د امیرالبحرمقام ترلاسه کړی.

دی په ۱۹۵۲ کال کې له خپلې مېرمنې شهزادګۍ الېزابت سره د هم ګټو هېوادونو په سفر روان شو.

په اصل کې ټاکل شوې وه چې پاچا جورج شپږم او ملکه یې دا رسمي سفر ترسره کړي.

د عصریتوب فکرونه:

د هماغه کال په فبرورۍ کې شهزاده فېلېپ او مېرمن یې شهزادګۍ الېزابت په کینیا کې وو. هماغلته یې د پاچا د مړینې خبر ترلاسه کړ. پاچا د زړه د رګ د بندېدو له کبله ومړ.

فېلېپ باید خپلې مېرمنې ته خبر ورکړی وای چې پلار یې مړ دی او نوموړې اوس ملکه ده.

یو ملګري یې وروسته وویل، هغه شېبه پر شهزاده فېلېپ داسې سخته تېره شوه لکه نیمه نړۍ یې چې پر اوږو بار وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کله چې الېزابت ملکه شوه، فېلېپ یې درناوي لپاره مخې ته حاضرشو

په سمندري پوځ کې یې خپل مسلک له لاسه ورکړی و. اوس شهزاده فېلېپ اړ و چې د ځان لپاره یو نوی رول پيدا کړي. کله یې چې مېرمن الېزابت ملکه شوه، ټولو همدا پوښتنه کوله چې د فېلېپ رول باید اوس څه وي.

کله چې د ملکې د لوړې مراسم را نژدې شول، یو شاهي فرمان خپور شو. پکې ویل شوي وو چې شهزاده فېلېپ به په ټولو چارو کې تر ملکې وروسته تر هر چا ډېر مهم کس وي، خو په اساسي قانون کې ورته هېڅ کله هم کوم رول ځانګړی نه شو.

شهزاده فېلېپ په دې اړه چې څرنګه سلطنت عصري وساده کړي او عامو خلکو ته یې ورنژدې کړي، ډېر نظرونه درلودل.

خو په شاهي دربار کې یو شمېر کسانو له دې نظرونو سره مخالفت درلود، او دی هم د همدې مخالفتونو له کبله ستومانه او مایوسه شو.

سخت ګوزار:

شهزاده فېلېپ دخپلې انرژي یوه برخه خپل ټولنیز ژوند ته ځانګړې کړه. د لندن په مرکزي برخه سوهو کې به دی له خپلو یو شمېر ملګرو سره هره اوونۍ د یو رستورانت په دویم پوړ کې کېناسته.

غوړې ډوډۍ ګانې به وې او د شپې لخوا به کلبونو ته هم تللو. ځیني وخت به یې له ښایستو ښځو سره عکسونه هم خپرېدل.

د کورنۍ د ننه چارو کې یې بشپړ واک درلود. خو بیا هم ونه توانېد چې خپلو اولادونو ته د خپلې خوښې تخلص ورکړي.

د عکس تشریح،

فېلېپ اړ و چې له شاهي ژوند سره ځان عادت کړي

ملکې پرېکړه وکړه چې د ماشومانو تخلص به وېنډسر وي. د شهزاده فېلېپ تخلص ماونټ باټن و. دا پرېکړه د شهزاده لپاره یو سخت ګوزا و.

یو ځل یې خپلو ملګرو ته په داسې ټکو کې ګېله وکړه:

"زه په دې هېواد کې یوازینی نارینه یم چې خپلو اولادونو ته خپل نوم نشم ورکولی. زه هېڅ شی نه یم. ډېر بې وسه یم".

د یو پلار په توګه شهزاده فېلېپ یوځیږسړی و، او ډېرو نزاکتونو ته یې پام نه کاوه.

د شهزاده چارلز د ژوندلیک لیکوال جونتن ډېبملبي د هغه له خولې لیکي چې پلار به یې، یعنی شهزاده فېلېپ، ډېر ځله هغه د نورو خلکو په مخکې سپکاوه.

د پلار او زوی دا اړیکه هېڅ کله هم ډېره جوړه نه وه.

ځواکمن شخصیت:

شهزاده فېلېپ غوښتل چې زوی یې شهزاده چارلز هم د ده په څېر ګورډن سټون ښوونځي ته ولاړ شي. دا خبره یې په ښه نیت کوله. فکر یې کاوه چې د دې ښوونځي سخت چاپېریال به شهزازده چارلز سره مرسته وکړي. ځکه چې هغه یو څه بې پروا و.

خو شهزاده چارلز له دې ښوونځي کرکه درلوده. په کور پسې خپه و. هلته به د نورو زده کوونکو لخوا ځورول کېده هم.

د شهزاده فېلېپ د دې سخت چلند تر شا په اصل کې د هغه خپل شخصیت و. دی هم په کوچنیتوب کې ځیني وخت یوازې و. له کم عمرۍ نه ورته ویل شوي وو چې پر خپل ځان حساب وکړي. ځکه نو دا خبره ورته د منلو نه وه چې زوی یې شهزاده چارلز د ده په څېر ځواکمن شخصیت ونه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

فېلېپ ټینګار کاوه چې زوی یې شهزاده چارلس هم باید ګورډنسټون ښوونځي ته ولاړ شي

شهزاده فېلېپ د ځوانانو د خیر ښېګڼې په اړه هم ډېر فکرکاوه. په همدې موخه یې په ۱۹۵۶ کال کې د اېډنبرا د شهزاده له نامه یوه جایزه هم اعلان او پيل کړه.

د دې جایزې له برکته په دې موده کې تر شپږ ملیونو ډېر روغ او معلول ماشومان توانېدلي چې په فزیکي او رواني برخه کې خپل ځانونه وهڅوي او پرمختګ وکړي.

د دې جایزې موخه دا ده چې په ځوانانو کې د ګډ کار، اغېزمنتوب او طبعیت ته د درناوي حس را ژوندی کړي. ده پخپله بي بي سي ته په دې اړه وویل:

"که تاسې ځوانان دې ته وهڅوئ چې په یوه چاره کې بریالي شي نو د دوی دا بریا پر نورو ډېرو خلکو هم مثبت اغېز کوي".

شهزاده فېلېپ دې پروژې ته په خپل ژوند کې ډېر وخت ورکړ. په مراسمو کې به یې ګډون کاوه او په ورځنیو چارو کې به یې هم پخپله ښکېل و.

د اخلاقي مسولیت احساس:

شهزاده فېلېپ د ځنګلي ژویو او چاپېریال له مسلو سره هم ډېره لېوالتیا درلوده.

خو په ۱۹۶۱ کال کې هند ته د سفر پر وخت یې د یوه پړانګ ښکار وکړ، او دې کار یې یوه لویه ناندرۍ پيل کړه. دا خبره هغه وخت نوره هم خرابه شوه چې د وژل شوي پړانګ یو عکس خپور شو، چې د جایزې په ډول د کامرې مخې ته اېښودل شوی و.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

د اېډنبرا ډیوک په ډېره لېوالتیا د چاپېریال ساتنې چارې پر مخ بېولې

خو له دې ور هاخوا شهزاده فېلېپ د ځنګلي ژویو له نړیوال صندوق سره ډېره مرسته وکړه. کله چې دا اداره د طبعیت پر نړیوال صندوق بدله شوه نو دی یې د لومړي مشر په توګه هم ونومول شو. یو ځل یې له بي بي سره سره په یوه مرکه کې وویل:

"دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې موږ پر دې ځمکه دومره ښایسته ژوي لرو. زه فکر کوم که انسان د ژوند او مرګ د پرېکړې واک ولري نو بیا یې باید په احتیاط سره وکاروي. که اړتیا نه وي نو بیا ولې یو شی باید له منځه یوسو؟"

خو چاپېریال ساتونکي یې هغه وخت غوسه کړل چې د صحرایي مارغانو د ښکار دفاع یې وکړه.

سپینه وینا:

شهزاده فېلېپ له دې کبله هم ستایل کېده چې د نړۍ د ځنګلونو د خوندیتوب لپاره یې کار کاوه، او غوښتل یې چې له سمندرونو دې تر اندازې ډېر کبان نه نیول کېږي.

له صنعت سره یې هم لېوالتیا درلوده. فابریکو ته به تللو او یو وخت د صنعتي ټولنې مشر هم و. خو په ۱۹۶۱ کال کې یې د صنعت کارانو یوې ډلې ته سپینه خبره وکړه، او ترېنه یې وغوښتل چې چاپېریال له پامه ونه غورځوي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

د برتانیا له صنعت سره یې هم لېوالتیا درلوده

دا ډول سپينه وینا یې پر هر چا ښه نه لګېدله. ځیني وخت به یې خپله هم د زمان او مکان نزاکت ته پام نه کاوه او د ځان لپاره یې ستونزې جوړولې، په ځانګړي ډول د بهرنیو سفرونو پر وخت.

په ۱۹۸۶ کال کې یې له ملکې سره یو ځای چین ته د رسمي سفر پر وخت د تنګو یا کوچنیو سترګو په اړه یوه خبره وکړه، چې وروسته ډېره مشهوره شوه.

ورځپاڼو ورباندې بې شمېره لیکنې وکړې، خو داسې ښکارېده چې خپله چینایانو پرې ډېر سر نه خوږاوه.

په ۲۰۰۲ کال کې یې اسټرالیا ته د سفر پر وخت د هغې سیمې له یوه ځایي اوسېدونکي پوښتنه وکړه چې ایا دوی اوس هم پر یو بل د نیزو وارونه کوي.

جنجالونه:

ځینو خلکو یې پر دا ډول بې وخته خبرو نیوکه کوله. خو نورو بیا ویل چې شهزاده فېلېپ د خپل زړه خبره کوي او ډېر د سیاسي تشریفاتو په کیسه کې نه دی.

بلکې ډېرو خو ویل چې د هغه دا ډول سپینې او ساده خبرې فضا او خلک ارامه کوي.

شهزاده فېلېپ د ژوند په اوږدو کې له لوبو سره هم مینه درلوده. بېړۍ یې چلوله، کرېکټ او پولو یې کوله، د اس ګاډۍ یا ټانګې چلولو کې ماهر و او ډېر کلونو د اس ځغلونې د نړیوال فدراسیون مشر هم و.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

د پولو لوبې سره یې خاص شوق درلود

خو کله چې جونتن ډېمبلبي د شهزاده فېلېپ د زوی شهزاده چارلز ژوندلیک ولیکه، د پلار او زوی ترمنځ جنجال یو ځل بیا پيل شو. ویل کېدل چې شهزاده فېلېپ خپل زوی اړ ایستلی و چې له ډیانا وېنډسر سره واده وکړي.

خو کله یې چې د اولادونو ودنی ژوند خراب شو، شهزاده فېلېپ ډېر اندېښمن و.

خپله یې هڅه وکړه چې پر ستونزه ځان پوه کړي. ښایي دی پخپله هم په شاهي کورنۍ کې دواده کولو پر وخت له همدا ډول ستونزو سره مخامخ شوی و.

زیارت:

شهزاده فېلېپ په دې خبره سخت خپه و چې په څلورو کې یې درېیو اولادونو، شهزاده چارلز، شهزاده انډریو او شهزادګۍ انې وادونه ناکامه شول.

خو پر شخصي ژوند هېڅ کله نه غږېده. په ۱۹۹۴ کال کې یې یوه خبریال ته وویل چې پخوا یې هم پر دې موضوع خبرې نه دي کړي او راتلونکي کې به هم دا کار ونکړي.

که څه هم عمر یې ډېرېده، خو حرکت یې نه کمېده. د نړۍ لر او بر ته یې سفرونه کول، هم د طبعیت د نړیوال مالي صندوق لپاره، او هم له ملکې سره د رسمي سفرونو پر وخت.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

د ټانګو د ځغاستې لوبه یې هم خوښه وه

په ۱۹۹۴ کال کې بیت المقدس ته ولاړ او د خپلې مور د قبر زیارت یې وکړ. د هغې هیله وه چې هلته دې خښه کړی شي، او دا ارمان یې پوره شو.

په ۱۹۹۵ کال کې په دویمه نړيواله جګړه کې د بریا پنځوسمه کلیزه لمانځل کېده، او دا د شهزاده فېلېپ لپاره یوه بله غمجنه شېبه وه. پنځوس کاله وړاندې، کله چې جاپان تسلیمېده، شهزاده فېلېپ د توکیو په خلیج کې په یوې برېتانوي جنګي بېړۍ کې دنده ترسره کوله.

د کلیزې د مراسمو پر وخت دی پخپله د هغې جګړې د نورو ژوندیو سرتېرو سره یو ځای شو او د ملکې له مخې تېر شو.

مهربانه لهجه:

شهزاده فېلېپ له هغو خلکو سره هم خواخوږي درلوده چې د دویمې نړیوالې جګړې پر وخت له جاپانیانو سره زندانیان وو. دې کسانو د جاپانیانو بد چلند نشو هېرولی.

په وروستیو کلونو کې یې له خپلو خبرو سره هم احتیاط کاوه، او هر څه یې نه ویل.

ښایي یو لامل یې دا و چې د شهزادګۍ ډیانا تر مړینې وروسته خلکو پر شاهي کورنۍ نیوکې پيل کړې وې.

په ۲۰۰۷ کال کې هغه لیکونه خپاره شول چې شهزاده فېلېپ او نږور یې شهزادګۍ ډیانا یو بل ته لیکلي وو.

د عکس سرچینه، Rex Features

د عکس تشریح،

دی د وېلز د شهزادګۍ ډیانا کلک ملاتړی و

ډېر خلک په دې باور وو چې شهزاده فېلېپ یو بد خسر و. خو له دې لیکونو داسې ښکارېده چې نوموړي د هغې ټینګ ملاتړ کاوه، او پخپله ډیانا هم په دې لیکونو کې ډېره مهربانه لهجه کارولې.

د شهزادګۍ ډیانا وروستی انډیوال دودي نومېده، چې ورسره یو ځای په ترافیکي پېښه کې ووژل شو.

د هغه پلار محمد الفاید پر شهزاده فېلېپ تور پورې کړ چې په دې وژنه کې لاس لري.

خو محکمې یې دا تورونه په کلکه رد کړل.

شهزاده فېلېپ قوي هوډ درلود او خپلواکه سړی و، او برېتانوۍ ټولنې ته ډېر ور نږدې و.

جدي چلند:

دی طبیعي مشر و، خو د خپل رول له کبله اړ و چې دویم مقام کې و اوسي. جنګي طبیعت یې درلود، او د خپل لقب سره تړلو نزاکتونو له کبله ځیني وخت نارامه و.

یو ځل یې بي بي سي ته وویل:

"ما تر خپلې وسې پوره هڅه کړې ده. داسې نشم کولی چې سترګې پټې کړم او بیخي بدل شم. خپل شوقونه او احساس نشم بدلولی. زه همداسې یم".

د شهزاده فېلېپ د ۹۰مې کلیزې پر شپه د هغه مهال لومړي وزیر ډیوېډ کامرون هغه ته د درناوي په موخه وویل:

"ده تل هر کار په خپله خوښه کړی. عاجزي یې کړې. جدي چلند یې کړی. زه فکر کوم د برېتانیا خلک له دا ډول خاصیتونو سره مینه لري".

له ټولنیز ژونده پناه کېدل:

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

ملکې هم منله چې فېلېپ دې ته ځواک او حوصله ور بښي

شهزاده فېلېپ د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې له ټولنیز ژوند او رسمي بوختیاو لاس پر سر شو. څو لسیزې یې د ملکې ملاتړ وکړ او خپلې نورې چارې یې پر مخ بوتلې.

د بکېنګهم ماڼۍ وایي چې له ۱۹۵۲ کاله را په دې خوا یې ۲۲۲۱۹ چارې ترسره کړي.

لومړۍ وزیرې تیریزا می یې مننه وکړه چې په بېساري ډول یې د خلکو خدمت وکړ.

شهزاده فېلېپ په دې چاره کې بریالی شو چې له خپل موقف نه په ګټې اخیستنې سره د برېتانیا ټولنې لپاره کار وکړي. له سلطنت سره یې هم مرسته وکړه چې د وخت له بدلېدو سره ځان عیار کړي.

خو تر ټولو لویه لاسته راوړنه یې دا وه چې د ملکې الېزابت د واکمنۍ په کلونو کې یې د هغې کلک ملاتړ وکړ.

د ده په باور، مسولیت یې دا و چې د ملکې د واکمنۍ تظمین وکړي.

د خپل واده د پنځوسمې کلیزې د مراسمو پر وخت ملکې هم هغه ته درناوی وړاندې کړ.

دی د برېتانیا په تاریخ کې تر ټولو ډېرې مودې لپاره د یوې ټولواکې د ژوند ملګری پاتې شو.

پخپله ملکې یې په اړه وویل:

"دی پرستاینې نه خوشحاله کېږي. خو په دې ټولو کلونو کې دی زما قوت او زما ملاتړی و. زه، د ده ټوله کورنۍ، دا هېواد او نور ډېر هېوادونه د ده پوره وړي یو. دومره لوی پور چې هېڅ کله به پرې نشي".

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

شهزاده فېلېپ

د ټولو عکسونو (کاپي رایټ) خوندي دی.