'د عمران خان وینا کې بهرنی سیاست، خو واک له پوځ سره دی'

. د انځور حقوق Getty Images

ټایم مجلې د پاکستان د پارلماني ټاکنو په اړه یو مطلب خپور کړی چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان له ټاکنو وروسته پخپله لومړنۍ وینا کې د خبرو زیاته برخه د پاکستان بهرني سیاست ته ځانګړې کړې وه.

خو لیکوال وايي، له هند او افغانستان سره اړیکې د پوځ واک دی. دی زیاتوي چې د پاکستان نورو ګوندونو ته پکار دي چې د سیاست له ډګره د نواز شریف له ګوښه کولو درس واخلي.

هغه څوک چې د لیکوال په وینا غوښتل یې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې عادي کړي او په افغانستان کې د فعالو وسله والو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي.

خو د هغه دې کار د پوځ غوسه را وپاروله او پایله دا شوه چې هغه له سیاسي ډګره و ایستل شو او دمګړۍ په زندان کې دی.

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي، داسې تمه نه کېږي چې د افغانستان په اړه د کړنلارې واک دې راتلونکي ملکي حکومت ته ور کړل شي.

د مطلب لیکوال وايي، په ټوله کې به د پاکستان د سیمه ییزو کړنلارو د ټاکلو لپاره اصلي واک له پوځ سره وي او که راتلونکی حکومت د یوې کمزورې ټلوالې په پایله کې رامنځته کېږي او پارلمان هم په څو برخو وېشلی وي، نو د سیمه ییزو کړنلارو په ټاکلو کې به د پوځ واک لا ډېر او لاس به یې اوږد وي.

د انځور حقوق Getty Images

ډیلي ټایمز:

ډ‌یلي ټایمز ورځپاڼه وايي، باخبره سرچینو ورته ویلي، د طالبانو استازو په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو پر مهال له هغوی غوښتي چې د دوی دفتر ته په قطر کې د رسمي فعالیت اجازه ور کړل شي او د همدې دفتر له لارې به دوی وکولی شي چې له امریکا سره په راتلونکي کې خبرو ته دوام ور کړي.

د طالبانو لپاره د قطر دفتر په ۲۰۱۳ کال کې پرانیستل شو او د افغانستان د هغه وخت حکومت پرې له دې امله اعتراض وکړ چې هلته د طالبانو بیرغ پورته شو، خو په قطر کې لا هم د طالبانو استازي شته.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزیر معتصم اغا جان ورځپاڼې ته ویلي، د طالبانو استازو په قطر کې له امریکايانو سره کتلي او په دې کتنه کې د بل کوم هېواد استازي برخه نه لرله.

ده ویلي، دا لیده کاته به دوام کوي او په راتلونکو پړاوونو کې به دا خبرې په لوړه کچه تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، دی ډاډه دی چې دواړه لوري به یوه جوړجاړي ته رسېږي.

ډيلي ټایمز زیاته کړې، د پاکستان دولت یوې سرچېنې چې د افغانستان په چارو کې ښکېله ده ورته ویلي، تمه داسې ده چې د طالبانو او امریکایانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په لړ کې به نور پرمختګونه هم وشي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

ډان ورځپاڼې خپله سرمقاله د پاکستان ټاکنو ته ځانګړې کړې او غوښتنه یې کړې ده چې دولت ته پکار دي په هېواد کې د ولسواکۍ د پايښت او ودې لپاره شرایط برابر کړي.

ورځپاڼې په ټاکنو کې د درغلیو شته ادعاوو ته په اشارې سپارښتنه کوي چې ټولو خواوو ته پکار ده سالم قضاوت وکړي او په راتلونکو ورځو کې له احتیاطه کار واخلي دي.

د ورځپاڼې په باور، پکار ده د ټاکنو په اړه شته شکایتونه د رسمي چینلونو له لارې تعقیب شي.