"امريکايي ډيپلوماټان اندېښمن دي چې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان په تړاو خپل زغم وبايلي"

د انځور حقوق Getty Images

برتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې دوحه کې د افغان طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ مخامخ خبرو ته په اشاره ليکلي، امريکايي ډيپلوماټان اندېښمن دي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په تړاو خپل زغم وبايلي او امريکايي سرتېري به وباسي.

ورځپاڼه وايي، همدا وجه ده چې دغو ډيپلوماټانو له طالبانو سره د داسې يوې معاملې په تړاو مخامخ خبرې پيل کړې چې له امريکايانو وروسته افغانستان کې سوله وي.

ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سويلې اسيا په تړاو پر نوې تگلاره لاسليک کړى خو ډيپلوماټان ډاډمن نه دي چې نوموړى به دغې تگلارې ته ژمن پاتې شي.

خو ورځپاڼې دوحې ته د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيالې الېس وېلز د سفر په تړاو خپره شوې وينا پاڼه کې هغه ټکى هم مهم بللي چې وايي افغانستان کې د راتلونکي سياسي جوړښت په تړاو هر راز خبرې اترې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

ورځپاڼه وايي دا لا نه ده مالومه چې بله کتنه به کله او يا چا سره وي خو طالب چارواکي وايي يقيني ده چې له امريکايي چارواکو سره به بله کتنه کېږي.

ورځپاڼه وايي د طالبانو د اوسني مشرتابه ډېرى غړي د ملاعمر هممهالي دي او اوس هم باور لري چې د افغانستان راتلونکې هغه مهال تضمينېداى شي چې د امريکا اندېښنو ته پام وشي.

اشيا ټايمز:

د انځور حقوق .
Image caption د سولي کاروان چي تر دریو میاشتو پښو مزل وروسته کابل ته ورسېد.

اشيا ټايمز ورځپاڼې د سولې په ملاتړ د افغان پرلتوالو وروستي ليک ته چې پاکستاني حکومت ته دوى په خپله وينه ليکلی، په اشاره وايي د پرلتوالو غوښتنه په داسې مهال مخې ته راځي چې تېره اوونۍ طالبانو او د امريکا بهرنيو چارو وزارت ومنله چې په دوحه کې يې استازو مخامخ سره کتلي دي، که څه هم طالبانو دا نه ده منلې چې گواکې دا کتنه دې د سولې لپاره يو نوښت وي.

ورځپاڼه وايي د سولې دا کاروان له ملکي وگړو جوړ دى چې ښوونکي، شاعران، کروندگر، سوداگر او فعالين پکې دي.

د ورځپاڼې په وينا دوى تر ډېره د هغو هېوادونو د سفارتونو مخې ته پرلت کړى چې فکر کوي په افغان جگړه کې د طالبانو ملاتړ کوي.

ځينې يې په دې باور دي چې ښايي د دغو هېوادونو په تگلارو کې بدلون رانشي خو بيا ځينې نور فکر کوي چې د دوى غوښتنې او پرلتونه به مثبتې پايلې ولري.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق AFP
Image caption عمران خال له نږدې ۲۲ کلونو راهیسې سیاست ته مخ کړی دی.

نيويارک ټايمز "د عمران خان سيالان يوې بلې سترې ماتې سره مخ دي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى چې وايي:

پرون داسې برېښېده چې د عمران تحريک انصاف گوند ښايي په پنجاب ايالت کې هم حکومت جوړ کړي چې د پاکستان د سپينو زرو مډال بلل کېږي.

پر پنجاب ايالت له تېرو لسو کلونو راهيسې د نواز شريف مسلم ليگ گوند حکومت کاوه او سره له دې چې دا ځل يې هم په دغه ايالت کې د عمران خان د گوند پرتله څو څوکۍ ډېرې گټلې خو پرون تحريک انصاف په دې توانېدلى و چې خپلواک وکيلان ځانته را مات کړي چې د چارو څارونکي وايي دغه گوند اوس پر خپل سيال هم برلاسى شوى.

ورځپاڼه وايي پنجاب د پاکستان تر ټولو شتمن او له نيمايي ډېرو وگړو کور دى.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز وايي د هند مشهور فلمي ستوري سنجېدت پر ژوندانه جوړ شوى فلم "سنجو" د هند د سينما په تاريخ کې څلورم فلم شو چې تر ټولو ډېرې پيسې يې گټلې دي.

د ورځپانې په وينا د دغه فلم دعوايدو کچه اوس ٣٤٠ کروړه هندۍ روپيو ته رسېدلې او اوس يې د عامر خان له مشهور فلم "پي کې" سره د دريم ځاى لپاره سيالي پيل کړې.

د هند د سينما په تاريخ کې په تر ټولو ډېر عايد لرونکو فلمونو کې دويم ځاى د سلمان خان "سلطان" فلم او لومړى هغه بيا د عامر خان "دنگل" فلم خپل کړى.