د هند څلور میلیونه 'بې وطنه' خلک به څه کوي؟
- سوتک بسواس
- بي بي سي هند

د عکس سرچینه، SHIB SHANKAR CHATTERJEE
د اسام د ۲۳ میلیونه ټولټال نفوس درېیمه برخه مسلمانان دي.
د هند په اسام ایالت کې د هویت موضوع تل ناندریزه وه. دغه ایالت کې چې د هند له خورا ګڼ توکمو ایالتونو یو بلل کېږي، بنګالیان، د اسامي ژبي ویونکي هندوان او د نورو قبیلو اړوند کسان ژوند کوي.
د اسام د ۲۳ میلیونه ټولټال نفوس درېیمه برخه مسلمانان دي. د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د مسلمانانو له شمېر ورورسته د اسام مسلمانانو شمېر د بل هر ایالت پرتله ډېر دی. دغه مسلمانان د هغو خلکو اولادونه دي، چې پر هند د برتانوي واکمنۍ پر مهال دلته مېشت شوي دي.
خو دلته له ګاونډي بنګله دېشه راغلي غیر قانوني کډوال هم تل د یوې ستونزې په توګه یادېږي.
ځايي خلکو ایالت کې شپږ کاله د همدې موضوع پر سر خونړي احتجاجونه وکړل، چې سلګونه کسان پکې ووژل شول او ۱۹۸۵ کال کې د فدرالي حکومت او احتجاجیانو تر منځ دې لړ کې یوه هوکړه وشوه.
پرېکړه داسې وشوه، چې هر څوک د ۱۹۷۱ کال مارچ میاشتې له ۲۴ وروسته اسام ته تللي دي، بهرنیان به بلل کېږي.
اوس د نفوسو ملي نوملړ یا (این ار سي) په نامه یو لیست خپور شوی دی، چې د چارواکو په وینا له مخې یې څلور میلیونه کسان په دغه ایالت کې غیر قانوني بهرنیان دي.

د عکس سرچینه، .
په داسې حالت کې چې د ایالت وضع حساسه بلل کېږي، هغه وروستی اقدام چې ناڅاپه میلیونونه خلک بې هویته بولي، د تاو تریخوالي وېره رامنځته کوي.
دې لړ کې یو شمېر ځانګړو محکمو وار له مخه ۱۰۰۰ دغسې کسان بهرنیان بللي دي او ځانګړو توقیف ځایونو ته یې استولي دی. په اسام کې هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې په څېر چې غیر قانوني کډوال مور، پلار او ماشومان یې له یوه بله بېل کړي دي، کورنۍ بېلې شوې دي.
په داسې حالت کې چې د ایالت وضع حساسه بلل کېږي، هغه وروستی اقدام چې ناڅاپه میلیونونه خلک بې هویته بولي، د تاو تریخوالي وېره رامنځته کوي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي واکمن هندو توکمپال 'بي جي پي ' ګوند پلویانو مخکې تل ټینګار کړی، چې باید مسلمان غیر قانوني کډوال وشړل شي او داسې باور نه کېږي، چې ګاونډی هېواد بنګله دېش به دغسې کوم بهیر پیل کړي.
اندېښنه دا ده، چې هند کې دننه به د بې هویته خلکو نوې جوپې راپیدا شي او د میانمار په څېر خطر به ورسره راپورته شي، چې روهېنګیا مسلمانان ترې بنګله دېش ته وتښتېدل.
د اسام دغه اوسېدونکي، چې یو شمېر یې له لسیزو راهیسې دلته اوسي، د هندي هویت تر څنګ نا څاپه د رایې ورکولو، جایداد پېر او پلور او خیر ښېګړې چارو ته له لاسرسي هم محرومېږي.
دغه راز هغه کسان چې جایدادونه لري، ښايي د هغو ګاونډیانو د بدنیتۍ ښکار شي، چې رخه ورسره لري. داسې حال کې به دا حالت د هند لپاره یو خجالت باله شي، چې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي باید نړۍ کې هېڅوک بې هویته نه شي.
.د ښاغلي مودي حکومت وار له مخه زړه نا زړه توب څرګند کړی دی.
یوه مهم وزیر یې ویلي، هغه کسان به توقیف ځایونو ته نه استول کېږي، چې نومونه یې په لیستونو کې نه دي راغلي، بلکې فرصت به ورکړل شي، چې د کال تر پایه خپل هویت ثابت کړي.

د عکس سرچینه، SHIB SHANKAR CHATTERJEE
دغه راز هغه کسان چې جایدادونه لري، ښايي د هغو ګاونډیانو د بدنیتۍ ښکار شي، چې رخه ورسره لري.
داسې پلان هم شته، چې د هغو کسانو لپاره چې نه توانیږي خپل هویت ثابت کړي، پراخ توقیف ځایونه ودان شي.
قانون پوهان بیا وايي، هغه کسان چې نومونه یې په لیستونو کې شامل نه دي، کولای شي محکمو کې عریضې وکړي، خو په وینا یې که لسیزې نه وي، د دغو زرګونو عریضو حل به کلونه وخت ونیسي.
د هند شمال ختیځ ناندریز حالت یوې څېړنې لیکوال سوبیر بهامویک وايي:
''که په لنډه یې ووایو، دا د مسایلو یو بشپړ ګډوډی دی. د کړکېچ خطر ډېر دی او لږکیو کې به وېره تره خپره شي. ''
دې کې کوم شک او شبه نه شته، چې غیر قانوني کډوالي په اسام کې یوه جدي مساله ده.
د اسام اوسېدونکو شمېر د نورو ایالتونو پرتله په خورا چټکۍ ډېر شو او ورسره د بنګله دېش له پولې د راغلیو غیرقانونی کډوالو راتګ ګومان هم په ډېرېدو شو. ۱۹۷۱ کال کې له پاکستان سره د بنګله دېش جګړې پر مهال زرګونه بنګله دېشیان اسام ته تښتېدلي وو.
دې سره په بېلا بېل ډول ستونزې راپورته شوې، مثلاً د کورونو لپاره د ځمکې کچه لنډه تنګه شوه، د ځمکې ملکیت موندل ګران شو او بې جایداده کسان ډېر شول. د اټکل له مخې ویل کېږي، چې اسام کې له یو میلیونو نیولې تر ۱۰ میلیونو پورې بهرنیان مېشت دي، چې ډېری یې په کروندګرۍ بوخت دي او له ۱۹۸۵ راهیسې ځانګړو محکمو ۸۵۰۰۰ کسان بهرنیان بللي دي.

د عکس سرچینه، .
یو شمېر شنونکي بیا د لومړي وزیر نرېندرا مودي پر بي جي پي ګوند تور پورې کوي، چې ټاکنو کې د ګټې لپاره مذهبي تاو تریخوالي ته لمن وهي او وايي، چې غیرقانوني مسلمانان باید وشړل شي او غیر قانوني هندوان باید په هند کې پاتې شي.
یو مهم اسامی لیکوال او ټولنپوه هیرن ګوهاین وايي:
''سمه ده او که ناسمه، خو د اسام په سیاست کې د هویت موضوع جدي او د بحث تمرکز دی. تر څو چې دا موضوع حل نه شي، پر مختګ ممکن نه دی. ''
څوک ځايي اوسېدونکي او څوک له بهره راغلی دي، دا باید معلومه شي.
خو په بېړه کې د هویت معلومولو هغه هندۍ معاینه چې تر اوسه پرې ۱۸۰ میلیونه ډالره لګښت پرې شوی او له بهرنیانو یې کرکې او بې باورۍ ته لمن وهلې، په هر صورت د دغې ستونزې حل نه دی.