د ګرانۍ له امله ایران کې مظاهرې
خواله رسنیو کې ویډیووې او رپوټونه د سې شنبې په ورځ د تهران په کرج او اصفهان کې د بیو لوړېدو له امله د خلکو مظاهرې ښيي.
د دې رپوټونو له مخې لومړۍ د کرج په ګوهردشت او بیا اصفهان کې خلک سړکونو ته وتلي او نارې وهي: ګراني، تورم د خلکو ژوند ته بلا شوي.
په ویډیوو کې د بلوا ضد پولیس هم لیدل کېږي.
په شعارونو کې ویل کېږي: اخوند باید ورک شي. درواغ وايي چې امریکا مو دوښمنه ده، دوښمن مو دلته دی.
بي بي سي ته داسې انځورونه هم رسېدلي چې امنیتي ځواکونه په شخصي جامو کې د ګوهردشت لاریونوال تیت پرک کوي.
په دې مظاهرو کې خلک د پخواني پاچا په ملاتړ هم نارې وهي.
تېرو دوو ورځو کې خواله رسنیو کې له خلکو غوښتل کېدل چې د ګرانۍ له امله مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړي.
وروستیو ورځو کې د ایران ریال د بهرنیو پیسو په تېره ډالر مقابل کې سخت غورځېدلی او دا اونۍ یو ډالر له یوولس زره تومنو- چې یولک لس زر ریال کېږي- برابر دی.
د ایراني ریال ارزښت له هغه وروسته لوېږي چې امریکا له اټومي تړون ووتله او تر راتلونکې یوې اونۍ به بیا هغه بندیزونه پر تهران ولګوي چې د دې تړون له مخې یې ترې لرې کړي وو.
د ټرمپ احساس
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، داسې احساسوي چې ډېر ژر به ایرانیان ور سره خبرې وکړي.
نوموړي وړمه ورځ ویلي و چې د ایران له ولسمشر سره نېغو خبرو ته چمتو دی.
خو ځواب کې یې د سپاه پاسدارن مشر وویل، چې دا ډول لیدنه به هیڅ وخت ونه شي.
محمد علي جعفري زیاته کړه: "ښاغلی ټرمپ ایران شمالي کوریا نه ده چې ستا په غوښتنه لیدنې ته هو ځواب ووايي".
خو ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په یوه سیاسي ناسته کې وویل:
زه احساسوم چې دوی به ډېر ژر له ما سره خبرې وکړي، ښايي ونه کړي، خو دا پروا نه لري.
د خبرو لپاره شرایط
ټرمپ ویل بې شرطه خبرې کوي، خو پمپیو وایي، دا خبرې به شرایط لري.
ډونلد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ایټالیا له لومړي وزیر سره خبرغونډه کې وویل، که ایرانیان ور سره خبرې کول غواړي دی هم چمتو دی.
هغه دا هم وویل، چې له ایراني سیال سره د لیدنې لپاره کوم شرط نه لري،
خو د نوموړي تر خبرو څو ګړۍ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو رسنیو ته وویل چې د دا ډول خبرو د بریالیتوب لپاره شرایط هم شته.
د هغه په خبره که ایرانیان د خپلو خلکو په وړاندې د خپل چلن بدلولو کې بنسټيز بدلون را ولي، ورانوونکی چلن پرېږدي، داسې یو اټومي تړون ومني چې په عمل کې د کیمیايي وسلو د پراختیا مخنیوی وکړي هغه وخت به ولسمشر له دوی سره کېتاستلو ته تیار وي او خبرې به ور سره وکړي
ټرمپ روحاني ته: هېڅکله امریکا مه ګواښه، امریکا یې نه شي زغملی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د ولسمشر روحاني هغو څرګندونو ته چې "ټرمپ دې د زمري له لکۍ سره لوبې نه کوي" توند غبرګون کې ویلي، ایران باید امریکا ونه ګواښي؛ ځکه امریکا یې نه شي زغملی.