عمران خان د امریکا او پاکستان اړیکو ته لا ګواښ جوړوي
امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي چې د پاکستان احتمالي لومړى وزير عمران کولاى شي چې د افغان سولې خبرې اترې پېچلې کړي.
ورځپاڼه وايي د پاکستان او امريکا اړيکې تېره جنورۍ کې وروسته له هغه ډېرې ترينگلې شوې چې ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امريکا نژدې ټولې مرستې ودرولې.
ورځپاڼه وايي، عمران خان چې د طالبانو په ملاتړ يې خبرې کړي او د هغو جگړه يې توجيه کړې د امريکا او پاکستان اړيکو ته لا گواښ جوړوي.
د ورځپاڼې په باور عمران خان پاکستان کې د مشکوکو توندلارو پر وړاندې د امريکا د بې پيلوټو الوتکو د بريدونو له امله امريکا په بې عدالتۍ تورنه کړې او د دغه راز بريدونو د ودرېدو غوښتنه يې کړې.
همدې ورځپاڼې په يوۀ بل مطلب کې جلال اباد ښار کې ملي پوځ ته د امنيتي چارو د سپارلو موضوع ته اشاره کړې.
ورځپاڼې د تېرې ورځې بريد په تړاو ليکلي چې په روان ميلادي کال کې د ننگرهار په مرکز کې پر ملکي موخو لسم بريد و.
ورځپاڼه وايي، دا په ننگرهار کې پر اسانو او زيانمنونکو موخو د داعش د بريدونو د لړۍ يو هغه و.
ورځپاڼې د ننگرهار د والي د وياند عطاالله خوگياڼي په وينا ليکلي دي چې د دغه ولايت چارواکي ډېر اندېښمن شوي او پرېکړه يې کړې چې د ښار د امنيت مسووليت د افغانستان ملي پوځ ته وسپاري.
عرب نيوز
عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي، عربستان کې د اوښانو ځينې څښتنان له دې امله ناغه شوي دي چې پر خپلو اوښانو يې د ښکلا جراحي کړې وه.
د ورځپاڼې په وينا دوى هڅه کړې وه چې خپل اوښان د دغه راز جراحۍ په مټ ښايسته کړي.
د سعودي د چاپېريال ساتنې، اوبو او کرنې وزارت پنځه تنه د رفاه له قانونه د سرغړونې په تور ٦٧ زره ريال جريمه کړي چې ١٨ زره ډالر کېږي.
عمران خان: له افغانستان سره پرانيستې پوله غواړو
د پاکستان په ټاکنو کې د نورو ګوندو پرتله د ډېرو څوکيو له ګټلو وروسته د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې له افغانستان سره ښې اړيکي غواړي او هيله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر له افغانستان سره ګډه پرانيستې پوله ولري.