مکسیکو کې د لوېدلې الوتکې سپرلۍ ټولې ژوندۍ دي

.

د عکس سرچینه، PROTECCIÓN CIVIL DURANGO/TWITTER

د عکس تشریح،

په الوتکه کې ۹۷ مسافر او ۴ د الوتکې کارکوونکي سپاره و.

د مکسیکو په "دورانګوی" ایالت کې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې۱۰۱ کسان پکې سپاره وو، لوېدلې، خو هیڅوک پکې مړه شوي نه دي.

دغه الوتکه د "ارومکسیکو" شرکت اړوند وه چې د ویکټوریا له "ګوادولوپ" نړیوال ډګره یې د پلازمېنې مکسیکو سیټي پر لور الوت کړی و.

د "دورانګو" ایالت یوه چارواکي "خوجه روساس ایسپورو" پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د الوتکې لوېدو له امله کومه سپرلۍ یا خدمه نه ده وژل شوي، خو ۸۵ کسان ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، ۳۷ ټپیان په روغتونونو کې بستر شوي چې په ډله کې یې د دوه کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی.

د عکس سرچینه، Image copyrightAFP/KEVIN ALCANTAR DRONES DURANGO

د عکس تشریح،

الوتکه تر پرواز پنځه دقیقې وروسته پرېوته.

ځايي رسنیو ویلي، الوتکه تر پرواز پنځه دقیقې وروسته پرېوته.

د هوايي ډګر مدیریت کوونکي شرکت "گروپو اروپورتاریو سنترو نورته" ویلي، لومړني معلومات یې ښيي چې الوتکه د خرابې هوا له امله نسکوره شوې ده.

په مکسیکو کې له ملکیانو د دفاع ټولنې ویاند الجاندرو کاردوزا ویلي، د الوتکې لوېدلو له امله اورلګېدنه اوس مهار شوې ده:

"ډېر مسافران وتوانېدل پخپلو پښو له الوتکې را ووځي."

د الوتکې تر لوېدو وروسته د ویکټوریا ګوادالوپ هوايي ډګر تړل شوی

د عکس سرچینه، EPA/CIVIL PROTECTION STATE COORDINATION

دا هم د لوستو دي