پاکستان د جولای د ۲۵ له ټاکنو وروسته
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان د جولای د ۲۵ له ټاکنو وروسته

پاکستان کې د جولای پنځه ويشتمې ټاکنو وروسته لا هم د اکثريت ګټونکي ګوند تحريک انصاف له لوري د ائتلاف او حکومت جوړلو هلې ځلې روانې دي. پر همدې مهال د پخواني واکمن مسلم ليګ نون په ګډون نور ګوندونه چې د دغه هېواد نوې قومي اسمبلۍ کې به اپوزيسيون او مخالفت کې وي، سره یوه خوله نه دي.

دغه هېواد کې تل اپوزیسيون يا مخالفو ګوندونو ته د دوستانه مخالفت ګوته نيول شوې ده. دا چې دا ځل به د پاکستان قومي اسمبلۍ کې حالت څنګه وي؟ خدای نور ناصر ورته خپل راپور کې کتنه کړې ده.