"د داعش وسله وال زندانیان او که د دولت درانه مېلمانه؟"

د انځور حقوق DARZAB DISTRICT GOVERNOR

"د داعش وسله وال زندانیان او که د دولت درانه میلمانه" دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه مطلب سرلیک دی چې په جوزجان کې د تسلیم شویو داعش وسله والو په تړاو یې خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي، دولت ته د داعش تسلیم شوي اورپکي په یوه دولتي میلمستون کې ساتل شوي دي.

که څه هم له دوی وسلې اخیستل شوې، خو له دوی سره لاهم ټیلیفونونه شته.

نیویارک ټایمز لیکي، د دوی له یوه مشر مفتي نعمت سره سټلایټ ټیلیفون شته چې له لارې یې مرکې کوي او د ٰاپل زیک' ساعت دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې د جوزجان امنیه قومندان د دې وسله والو په اړه بېل نظر لري.

ده ورځپانې ته ویلي دغه کسان حکومت ته تسلیم شوي نه دا چې په خپله خوښه د سولې له بهیر سره یو ځای شوې دي.

* "جوزجان کې د داعش مشر او لسګونه وسلوال یې تسلیم شول"

عرب نیوز ورځپاڼه

عرب نیوز د رویټرز خبري اژانس په حواله لیکلي، شونې ده هغه شاوخوا ۱۵۰ داعش وسله وال وبخښل شي چې د وژنو او نورو ناوړه جرمونو په ترسره کولو تورن دي او تېره اونۍ په جوزجان کې ځايي ادارې ته تسلیم شول.

د انځور حقوق DARZAB DISTRICT GOVERNOR

په دې مطلب کې د جوزجان د والي د ویاند له قوله ویل شوي چې دا ډله وسله وال عدلي ارګانونو ته نه سپارل کیږي ځکه دوی د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.

رپوټ زیاتوي، هغه زرګونه ملکي وګړي چې له درزاب او (قوش تېپې) څخه یې تېښته کړې، پر تسلیم شویو داعشیانو تور لګولی چې ډېر جرمونه یې کړي دي.

دوی ویلي، د دغې ډلې وسله والو پر ځینو نجونو جنسي تیري کړي او ځینې یې وژلي هم دي.

خو د والي ویاند ویلي، د دوی په بخښلو سره به نور وسله وال وهڅېږي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې د جوزجان امنیه قوماندان جنرال فقیر محمد جوزجاني بیا اندیښمن ښکاري ، ده ویلي دی اندیښنه لري چې له دولت سره ددغو کسانو له یو ځای کېدو وروسته ښايي دغه ډله لانور جنایتونه وکړي.

د متحده عربي اماراتو البیان ورځپاڼه

د متحده عربي اماراتو ورځپانې البیان لیکلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو زارت د ګردیز د تېرې جمعې ورځې پیښه غندلې او په یوه بیان کې یې غوښتنه کړې چې نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د ترهګرۍ د مالي سرچینو او ترهګرۍ د لاملونو په له منځه وړلو سره د دې خطرناک ناورین جرړې له بیخه وباسي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ګردیز برید د ټولو انساني او دیني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

د انځور حقوق AFP

الشرق الاوسط ورځپاڼه

له لندنه خپریدونکې عربي ژبې ورځپاڼې الشرق الاوسط لیکلي چې د اسلامي همکاریو سازمان مشر یوسف العثیمین غوښتنه کړې چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې د مکي په اعلامیه کې د ټاکل شوي اهداف او ارزښتونه ترلاسه کولو او درناوی یې وشي.

دغه اعلامیه تېره میاشت په مکه او جده کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د غونډې په پایله کې صادره شوه.

د ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي العثیمین له افغان حکومت او سیاسي مشرانو غوښتي چې په ګډه په رڼه بڼه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ټول یو لاس شي.

نوموړي ټولې ښکېلې خواوې زغم او د سولې او پخلاینې لپاره د هڅو پراخولو ته رابللې دي.

* "افغانستان کې روان تاوتريخوالى د اسلامي اصولو خلاف دی"

* سعودي کې افغان جګړه د شریعت له مخې ارزول کېږي

اړونده مطالب

ورته مطالب