سویس کې الوتکې رالوېدو پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

سویس د انځور حقوق AFP
Image caption په وژل شویو کې ۱۱ نارینه او ۹ ښخې دي

په سوېس کې د الوتکې د را غورځېدو پېښه کې شل کسان وژل شوي دي.

دا لرغونې الوتکه په دویمه نړیواله جګړه کې کارېدلې وه، او اوس سېلانیانو د چکر لپاره کاروله.

د الوتکې کاروونکي شرکت ویلي، په پېښه اندېښمن دي او د اوس لپاره یې خپل عملیات ځنډولي.

تر دې دمه د پېښې لامل نه دی څرګند.

ویل کېږي چې د الوتکې مساپر د سویس سویل ته تر دوه ورځني چکر وروسته بېرته زیوریخ ښار ته روان وو.

رپوټونه وایي، په دې الوتکه کې "تور بکس" نشته او د پېښې ځای ته رسېدل هم اسانه کار نه دی.

چارواکي وایي، له همدې کبله به د پېښې په اړه پلټنې یو څه وخت ونیسي.

د انځور حقوق JU-Air
Image caption را لوېدلې الوتکه په دویمه نړیواله جګړه کې کارېدلې وه.

د سویس د هوایي چلند د ادارې یو چارواکي ویلي، له لومړنیو پلټنو داسې نه ښکاري چې الوتکه دې په هوا کې له کوم شي سره ټکر شوې وي، بلکې داسې مالومېږي چې د کومې تخنیکي ستونزې له کبله مخامخ پر ځمکه لګېدلې.

د پولیسو یوې ویاندې انیتا سېنټي ویلي، په وژل شویو کې ۱۱ نارینه او ۹ ښځې دي.

د قربانیانو عمرونه د ۴۲ او ۸۴ کالو ترمنځ ښودل شوي او د ټولو کورنیو ته خبر ورکړل شوی.

د پېښې له ځایه د مړو د را ایستلو چاره لا هم دوام لري.

یاده دې وي چې د شنبې پر ورځ هم د سویس په مرکزي برخه کې د یوې کوچنۍ الوتکې د را لوېدلو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب