"امریکا سره له خبرو وروسته د طالبانو دریځ کې نرمښت راغلی"

. د انځور حقوق Getty Images

د سعودي ګزیټ ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د سولې لپاره کېدونکو هڅو ته ځانګړې کړې او زیاتوي د رپوټونو له مخې داسې ښکاري چې له امریکایانو سره د خبرو په پایله کې طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه له پخواني سخت دریځه تېر شوي دي.

د ورځپاڼې په خبره، اوس پر دوی د امریکایانو له خوا د بریدونو د نه کولو د ضمانت په مقابل کې طالبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په پاتې کېدو خوښ دي.

خو ورځپاڼه د سولې پر وړاندې ځینو ستونزو ته هم اشاره کوي لکه دا چې د پاکستان د پوځ دریځ به څه وي؟

ورځپاڼه وايي، که امریکا د پاکستان اندېښنې په پام کې ونیسي، نو په دې بهیر کې به مرسته وکړي.

بله ستونزه د ورځپاڼې په وینا د امریکا د ولسمشر ټرمپ په دریځ کې بدلون دی، ځکه د ټاکنو پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې وې، خو واک ته تر رسېدو وروسته یې تر بریا پر پوځي حل لاره ټینګار وکړ، خو اوس یې د سولې هڅو ته مخه کړې ده.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې بریدونو ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه په جلال اباد ښار کې د روغتیاپالانو پر روزنځای، پر هندي او سک مشرانو او د تیرې جمعې په ورځ په ګردیځ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات بریدونو ته اشاره کوي.

د انځور حقوق Getty Images

ورځپاڼه د کارپوهانو په حواله لیکي، داعش د دغو بریدونو مسؤولیت پر غاړه اخیستی او داسې ښکاري چې دغه ډله اسانه هدفونه په نښه کوي چې وکولی تر ټولو ډېر ځاني تلفات واړوي.

د ورځپاڼې په باور، د پام وړ یو بدلون دادی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د خوشبینیو ترڅنګ د داعش ډلې له خوا په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ورځپاڼه په تېره جلال اباد کې ښار کې د دغې ډلې له خوا بریدونو ته اشاره کوي.

یوه امنیتي کارپوه ورځپاڼې ته ویلي، داعش ډله غواړي په دا ډول بریدونو سره افغان دولت کمزوری وښيي او دا چې نه شي کولی د دوی د بریدونو مخه ونیسي.

ورځپاڼه لیکي، افغان ملي اردو ته د جلال اباد ښار د امنیتي مسؤولیت په سپارلو سره د خلکو اندېښنې یو څه کمې شوې دي.

ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه

پاکستانۍ ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه، لیکي تر ‍۱۲ کلن ځنډ وروسته د موناباو بندر له لارې دهند یو ریل ګاډي د پاکستان خاورې ته داخل شو او په دې توګه دغه سرحدي بندر له اوږدې مودې وروسته د سوداګریزې راکړې ور کړې پرمخ پرانیستل شو.

ورځپاڼه وړاندې لیکی دا بې ساری پرمختګ ښيي چې دواړه هېوادونه په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې سره نږدې دي، خو دا سیاست او دولتي بیروکراسي ده چې د دواړه هېوادونو ترمنځ دومره جلا والی راغلی دی.