سید جمال الدین افغان او له مصر سره یې تړاو

  • بختیار ساپی
  • قاهره کې مېشت لیکوال
سید

د عکس سرچینه، SYED JAMALUDIN AFGHAN EDUCATIONAL CENTER

د عکس تشریح،

مصر ته د سید جمال الدین افغان لومړی سفر په ۱۸۷۱ کال کې د مارچ میاشتې په ۲۲ نېټه و.

نن (د اګست پر شپږمه نېټه) د سید جمال الدین افغان مجسمه په رسمي توګه د مصر پلازمېنې قاهرې په زړه کې د آزادۍ په نوم پارک (حدیقة الحریة) کې ښکاره شوه او مخکتنه یې وشوه.

سید جمال الدین افغان د افغانستان، هندوستان، ایران، او ترکیې په څیر له مصر نه هم د خپلو سیاسي او ایډیالوژیکو فعالیتونو له کبله ایستل شوی و.

خو د هغه لارښوونې، چی په میراث یې پریښې وې، نوموړی بېرته مصر ته راستون کړ او مصریان یې تر نن ورځې یادوي.

مصر ته د سید جمال الدین افغان لومړی سفر په ۱۸۷۱ کال کې د مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه و.

تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې دا سفر یوازې د ۴۰ ورځو لپاره و.

نوموړی له مصر نه وروسته بیا د عثماني خلافت پلازمېنې استانبول ته ولاړ.

خو تر لږ ځنډ وروسته بېرته قاهرې ته ستون شو.

دویم سفر یې ۸ کاله ښودل شوی چې د ۱۸۷۱-۱۸۷۹ کال پورې یې دوام وکړ.

دا ځل مصر ته له رارسېدو سره یې د وخت د عثماني خلافت وزیر ریاض پاشا سره ولیدل.

وزیر د سید جمال الدین افغان له نظریاتو دومره اغېزمن شو چې حکومت ورته د قاهرې په مرکزي سیمه خان خلیلي کې کور هم ورکړ.

د عکس سرچینه، Noori

د عکس تشریح،

دا مجسمه د قاهري په مرکزي برخه کې په یوه پارک کې اېښودل شوې

دا هغه وخت و چې سید جمال الدین افغان له افغانستان او هند څخه ناهیلی شوی و او د خپلو فعالیتونو لپاره د یوه مرکز موندلو په لټه کې و.

مصر هغه وخت د عثماني خلافت یوه برخه وه او د علم او پوهې مرکز و او له همدې کبله سید جمال الدین افغان د خپلو فعالیتونو لپاره غوره ځای وباله.

نوموړي دا ځل خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره پوره چمووالی درلود او خپل سیاسي، ټولنیز او فیلسوفي فعالیتونه یې په خورا زور پیل کړل.

د مصري لیکوالانو ‍په اند، فعالیتونه یې یوازې تر لکچرونو او لوستو خلکو محدود نه و، بلکې د عام پوهاوي په برخه کې یې هم په ډېر عام ډول بیانونه کول.

ان تر دې چې په مصر کې د انګرېزي ښکېلاک پر وړاندې د پاڅون په برخه کې د پراخو فعالیتونو له امله د وخت پاچا محمد توفیق پاشا له خوا په ۱۸۷۹م کال کې له مصره تبعید کړل شو.

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح،

په مصر کې د سید جمال الدین افغان هلې ځلې هر اړخیزي وې

په مصر کې د سید جمال الدین افغان هلې ځلې هر اړخیزې وې او د اسلامي علومو ترڅنګ یې د فلسفې، منطق، ادب، ستورپېژندنه او ریاضي تدریسوله.

د بېلګې په توګه، کله چې هغه مصر ته دویم ځل راستون شو، نو هغه وخت مطبوعات او رسنۍ نه یوازې په مصر کې بلکې په ډېرو هېوادونو کې د حکومتونو او د وخت د استعمارګرو تر اغېزې لاندې وې.

دوکتور محمد عماره په خپل کتاب "جمال الدین الافغاني: موقظ الشرق و فیلسوف الاسلام" (جمال الدین افغان: د ختیځ ویښوونکی او د اسلام فیلسوف) کې لیکي، سید خپل پیروان او همکاران وهڅول چې د ده ویناوې او لیکنې په ورځپاڼو او مجلو کې په خپلو نومونو خپرې کړي.

له دې سره یې یوه داسې ډله ځوانان په خپلو افکارو وروزل چې په دې برخه کې د مبارزې وړتیا ولري.

د همدې هلو ځلو له کبله د وخت په تېرېدو سره په مصر کې د ازادو رسنیو کلتور ته لاره هواره شوه.

سید همدارنګه د "نوښت او سمون غورځنګ" په نامه خپل کار پیل کړ او د "مصر" په نامه یوه ورځپاڼه هم له چاپه را ووته.

د عکس سرچینه، Noori

د عکس تشریح،

قاهره کې یو شمېر افغانان د سید جمال الدین مجسمې مخې ته ولاړ دي

نوموړي په سیاسي ډکر کې هم ډېر ښکاره دریځ درلود.

خپلو شاګردانو ته به یې تل د تاریخ په اوږدو کې د حکومتونو جوړښتونه بیانول او ټینګار به یی کاوه چې واک ته د رسېدو لپاره دې شوراګانې تنظیم شي، چې اوس مهال یې پارلماني ټاکنې یوه ښه بېلګه یادولی شو.

د حاکمو واک ته رسېدل او یا هم له حاکمو کورنیو سره د واک پاتې کېدو پر ضد یې هم مبارزه کوله او تل د برابرۍ غوښتونکی و.

د هغه وخت د اړتیا پر اساس یې"د وطن د ازادۍ ګوند" په نامه لومړنی سیاسي ګوند رامنځته کړ، چی ۱۸۷۹ کې یې په ښکاره او ازاد ډول فعالیت کاوه.

سید جمال الدین افغان سوله ییز ژوند او د امنیت راتلل د ری‍ښتني علم خ‍پرولو سره تړل او ویل به یې چې ریښتینی علم د هر هغه ناوړه کار مخه نیسي چې د ځمکې پر مخ د وینو تویولو سبب ګرځي.

یوه ځای کې وایي:

"هغه رښتینی او صحیح علم چې امکان لري بني ادم ورته ورسیږي، هغه دی چې پر مټ یې د فساد او وینو تویولو مخه ډب کړي".

سید د وخت په تېرېدلو نه یوازې مصر بلکې په ټول منځني ختیځ کې ‍پیروان او شاګردان پیدا کړل.

په مصر کې د هغه د مشهورو شاګردانو څخه یو هم محمد عبده دی، چې په کال ۱۸۴۹م کې زیږیدلی.

سیاسي اسلام اصلاح غوښتونکي

عبده د منطق، فلسفې او اسلامي تصوف په برخه کې په الازهر پوهنتون کې زدکړې وکړې او تر ډېره یې افکار د سید جمال الدین افغان په څېر وو.

دواړه د سیاسي اسلام اصلاح غوښتونکي وو او د غرب د نیواک پر وړاندې مبارزې په اړه سره یوه خوله وو.

محمد عبده هم د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله ۸ کاله له خپل وطن نه تبعید شوی و.

وروسته له سید جمال الدین افغان سره په پاریس کې یوځای شو او د "العروة الوثقی" ژورنال په خپرولو کې یې مرسته ورسره کوله.

یاد ژورنال له پاریسه سیاسي او د استعمار ضد مقالې خپرولې.

عبده په ۱۸۸۸م کال کې بېرته خپل وطن ته ستون شو او وروسته د مصر د لوی مفتي په توګه وټاکل شو.

د یادولو ده چې د سید جمال الدین افغان ډېر شاګردان د وخت په تېرېدلو سره د مصر په لوړو مقامونو کې وټاکل شول.

د بیلګې په ډول یې لاندې نومونه یادوم:

سعد زغلول: (۱۸۵۹ - ۱۹۲۷) د مصر انقلابي مشر او پخوانی لومړی وزیر.

احمد عرابي: (۱۸۴۱-۱۹۱۱) مصری ملتپال، انقلابي او د مصري پوځ له تکړه افسرانو څخه یو او د مصر پخوانی لومړی وزیر.

محمود سامي البارودي: (۱۸۳۹-۱۹۰۴) د مصر مهم سیاسي شخصیت او یو مشهور شاعر و. هغه د ۱۸۸۲ کال د فبرورۍ له څلورمې د همدې کال تر می میاشتې د مصر لومړی وزیر و.

جورجي زیدان: (۱۸۶۱-۱۹۱۴) لبنانی لیکوال، ناول لیکونکی او ژورنالست.

يعقوب سنو: (۱۸۳۹ - ۱۹۱۲) مصری يهود ژورنالست و.

د عکس سرچینه، SAFI

د عکس تشریح،

سید جمال الدین افغان په مصر کې شاوخوا اته کاله ژوند کړی

د مصر او افغانستان دوستي اوس ۹۰ کلنه شوه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې او دوستي د شاه امان الله خان او د پاچا فؤاد په وخت کې پیل شوې.

خو سید جمال الدین افغان تر دې هر څه دمخه په مصر کې اوسیدلی، ازاد فعالیتونه یې کړي او د یو اتل په نامه د مصر په تاریخ کې یاد شوی.

سید د مصر له تبعید وروسته د یوې لنډی مودې لپاره د هند په ممبۍ ښار کی پاتې شو.

له هغه ځایه لندن او بیا پاریس ته ولاړ او خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ.

په مصر کې یې پر چارواکو او علماوو سربېره عام خلک هم پېژني او ډېر په درناوي یې یادوي.

سید جمال الدین افغان د ۱۸۹۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۹ نېټه د ستوني د سرطان د ناروغۍ له امله د ترکیې په استانبول ښار کې وفات شو او په ۱۹۴۴م کال کې د افغانستان دولت په غوښتنه یې تابوت افغانستان ته ولېږدول شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.