د امریکا هغه بندیزونه چې د ایران پر اقتصاد نېغ اغېز کوي

تحویل اولین هواپیمای ایرباس نو که ایران بعد از توافق هسته‌ای و برای اولین بار بعد از انقلاب خرید

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

تېر ژمي کې لومړنۍ ایرباس الوتکه چې ایران له بندیزونو وروسته ترلاسه کړه.

دوه کاله او اوه میاشتې کېږي چې له ایران د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپا بندیزونه لرې شول.

له اټومي تړون د امریکا تر وتلو وروسته اوس پر ایران بیا د واشنګټن یو لوریز بندیزونه پیلېږي.

دا بندیزونه د ایران پر اقتصاد نېغ اغېز کوي.

د امریکا ډالر

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا پر ایران د امریکايي ډالرو پلور بند کړ.

د نړۍ هره شخص یا اداره چې ایران ته د ډالر برابرولو کې مرسته وکړي یا يي ورته اسانتیا برابره کړي، د امریکا د بندیزونو تور نوملړ ته ور زیاتېږي.

دغه بندیز د ډالر ترلاسولو کې ایران محدودوي.

له اټومي تړون مخکې د بانکي بندیزونو لرې ساتلو لپاره له دوبۍ، ترکیې او عراق او افغانستان دغه هېواد ته نغد ډالر وړل کېدل.

دا بندیز ایران ته د ډالرو د لېږد محدودولو لپاره دی.

سره او ګرانبیه فلزونه

د عکس سرچینه، AFP

امریکا پر ایران د سرو(طلا) او نورو ګرانبیه فلزونو د پلور بندیز ولګاوه.

په نړۍ کې که هر شخص یا شرکت پر ایران دا توکي وپلوري یا یې ترې واخلي یا یې مالي تامین برابر کړي یا په دې برخه کې مرسته ور سره وکړي د امریکا د بندیزونو تور نوملړ ته ور زیاتېږي.

دا بندیز د ایران د سرو زېرمې او پېر له ستونزو سره مخ کوي.

له اټومي تړون مخکې او د بانکي او ډالري بندیز پر مهال ایران د ځینې معاملو لپاره سره کارول.

رپوټونه وايي، چې ایران له دوبۍ او ترکیې سره واردول، ځکه دا بندیز پر ولګېد.

صنعتي فلزونه

د عکس سرچینه، Reuters

امریکا پر ایران د المونیم، پولاد، ډبرو سنګرو او ګرافیت په څېر خامو یا نیمه خامو فلزونو پر پلور هم بندیز لګولی دی.

بیا هم د دې توکو د پېرلو برخه کې هر ډول همکاري او ان ټیکنالوجي مرسته، مالي تامین، د پېر اړوند خدمتونو برابرولو سره یو شخص یا شرکت د امریکا د بندیزونو تور نوملړ سره مخ کېږي او د امریکا بازار ته یې لاس لنډوي.

امریکا وايي، ایران له دې ځینې توکو د خپل اټومي پروګرام پراختیا کې کار اخلي، ځکه ور باندې بندیز لګېږي.

ریال

امریکا د ایراني ریال "پر پام وړ رقم" د پېر او پلور بندیز لګوي.

که کوم شخص یا شرکت یې د پېر او پلور امکان برابر کړي یا مالي تامین او اسانتیا برابره کړي، د امریکا بندیزونو سره مخ کېږي او د امریکا بازار ته یې لاس لنډېږي.

په دې بندیز کې هغه چکونه هم راځي چې د ایران د ریال بدل کې دي او مختلف نومونه لري.

خو د امریکا د ماليې وزارت دا نه دي ویلي چې څومره رقم "پام وړ" دی، خو پخوانیو بندیزونو کې دا رقم د لس زره ډالرو برابر و.

د ایران د پور چکونه

امریکا د ایران د دولتي پور د چکونو پېر او د هغو د صدور شرایطو برابرولو باندې هم بندیز ولګاوه.

خو د ایران حکومت کلونه کلونه کېږي چې بهر یې د پور چکونه نه دي خپاره کړي او نه یې پېرلي او نه معلومه ده چې د داسې کار نیت هم ولري.

داسې ښکاري چې امریکا د دې بندیز لګولو سره د ایران له خوا د ډالر یا بهرنیو پیسو د ترلاسولو سره د مقابلې لپاره دا کار کوي.

دولتونه په کور یا بهر د پور ترلاسولو لپاره د پور چکونه خپروي.

خو د پخوانیو بندیزونو وضعیت سبب شوی و چې ایران دې برخه کې لېوالتیا نه درلوده.

ایران وروستیو کلونو کې پر ځینې اسیايي او د سوېلي امریکا هېوادونو د قرضې چکونو د پلورلو هڅه وکړه، خو د بري رپوټ یې خپور نه شو.

د موټرو صنعت

د عکس سرچینه، FARS

امریکا د ټپټپي یا موټر سیکل په ګډون د دغه هېواد د موټر جوړونې ټول صنعت ته د خدمت پر برابرولو یا پرې د پرزو پلورلو بندیز ولګاوه.

که نړۍ کې کوم بانک پر ایران د دغه صنعت پرزې وپلوري یا خدمتونه ورته برابر کړي د امریکا بازار ته یې لاس لنډېږي.

د بندیزونو پخواني پړاو کې د ایران د موټر جوړولو صنعت تولید سخت کم شو او ان د ځینې موټرو د تولید درېدلو خبرونه خپاره شول.

خو له اټومي تړون وروسته د رنو، پژو، فولکس او واګن په ګډون څو اروپايي شرکتونو له ایران سره دې برخه کې د جوړولو یا صادراتو تړونونه لاسلیک کړل.

ایراني توکي

د عکس سرچینه، FARS

امریکا په اصطلاح د لوکس ایراني توکو واردات منع کړل.

د پستې او زعفران په ګډون ځینې خوراکي توکي هم د دې بندیز برخه دي.

د دې صادراتو شمېر چندان پام وړ نه دی.

د ایران ګمرک تېر کال امریکا ته د غالۍ یا فرش د صادراتو ارزښت لس میلیونه ډالر اعلان کړ.

که څه هم هغه مهال د فرش صادروونکو بي بي سی ته وویل، چې له اعلان شوي رقم دا ارزښت ډېر و.

دا هغه توکي دي چې په سمبولیک ډول د امریکا په لومړنیو بندیزونو کې نه و.

الوتکې

د عکس سرچینه، AFP

امریکا پر ایران د الوتکو یا یې د پرزو پر پلورلو هم بندیز ولګاوه.

د اټومي تړون له مخې د الوتکو د پلورلو بندیز لرې کېدل او له ایر باس او بوینګ سره تړونونه سترې لاسته رواړنې بلل کېدې.

تېرو دوو کلونو او اوو میاشتو کې له ټولو نږدې دوو سوو الوتکو چې ایران یې د پېرلو نیت درلود، شل یې ترلاسه کړې دي.

تېره یکشنبه یې هم چې پر دغه هېواد بندیزونه لګېدل پنځه اې ټي ار الوتکې ترلاسه کړې.

دا د شلو هغو الوتکو برخه وې چې د را نیولو نیت یې درلود. اوس د دې الوتکو شمېر ۱۳ ته رسېږي چې ایران ترلاسه کړې دي او ممکن نورې ترلاسه نه کړي.

بندیزونه د اګسټ پر شپږمه ولګېدل، خو داسې شرکتونه او مالي موسسې شته چې لا د مخه یې پخپله د دې بندیزونو ته غاړه اېښې وه او له ایران سره یې له معاملو لاس اخیتسی و.

دا د بندیزونو پیل دی، خو درې میاشتې وروسته اصلي بندیزونه چې تېلي او بانکي دي پلي کېږي.

اوس ډېر ستر شرکتونه یو له دوو لارو غوره کوي هغه له ایران سره سوداګري یا د امریکا بازار ته لاسرسی.