"چين او هند افغانستان ته د سولې راوستو کې څه مرسته کولى شي؟"

  • یما بارز
  • بي بي سي
ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

هند او چين له روسيې، ايران او پاکستان سره ډېر کار کولى شي چې د افغان سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

ډيپلوماټ مجلې دې ته کتنه کړې چې چين او هند افغانستان ته سولې راوستو کې څه مرسته کولى شي.

مطلب وايي افغانستان کې د ناامنې جرړې سيمه ييزې دي.

هند او چين له روسيې، ايران او پاکستان سره ډېر کار کولى شي چې د افغان سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

ليکوال وايي افغانان دواړه هېوادونه د باور وړ گاونډيان بولي او دوى دواړه د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو سره مرسته کولى شي.

ليکوال د شانګهای ټولنې اتلسمه سرمشريزه کې د چين د ولسمشر شي جين پېنگ او د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي څرگندونو ته اشاره کوي.

شي جين پېنگ ويلي، افغانستان کې د سولې راوستو او بيا رغونې لپاره موږ بايد د شانګهای افغانستان تماس ډلې رول پياوړى کړو.

ښاغلى مودي بيا وايي هېوادونه اوس په زياتېدونکې توگه پر يوه بل تړلي او داسې ننگونو سره مخ دي چې يوازې يې نشي هوارولى نو اړ دي چې په خپلو کې پيوستون او ملگرتيا ته وده ورکړي، او زه هيلمن يم چې د ولسمشر غني زړورو گامونو ته ټوله سيمه درناوى وکړي.

ليکوال وايي افغانستان له چين او هند تمه لري چې د افغانستان د سولې، ترهگرۍ او نشه يې توکو ضد تگلارې ملاتړ وکړي.

د دغه هېواد په طبيعي سرچينو او له بهر سره د تړاو پر زيربناو پانگونه وکړي.

د هند او چين امنيتي او پراختيايي مرستې افغانستان سره ډېره مرسته کولى شي چې پر خپلو پښو ودرېږي.

نيويارک ټايمز:

د عکس سرچینه، WHITE HOUSE

د عکس تشریح،

ډونلډ ټرمپ پر ایران د بندیزونو بیا لګولو سند لاسلیکوي.

امریکا چاپ نيويارک ټايمز وايي ايران له دې لږ وړاندې چې د امريکا بنديزونو رسما" پلي شي د اغېز کمولو لپاره يې چټک گامونه پورته کول.

يو مياشت وړاندې حکومت بهرني اسعار يا پيسې زېرمه کولې، د نااړينو توکو واردول يې ودرول خو د اړينو موادو واردات يې چټک کړل چې وخت ورباندې وا نه وړي.

ورځپاڼه وايي ايران تېره ورځ بازارونو کې د کرارۍ رامنځته کولو لپاره هم ځينې تدبيرونه نيولي خو مالومه نه ده چې څومره به غېزناک وي.

ايران اعلان کړى چې پر وگړو يې ايران ته د ډالرو او سرو زرو په راوړلو محدوديت نشته.

وړاندې يوه ايراني وگړي حق نه درلود چې دغه هېواد ته د ننوتو پر مهال له لسو زرو يورو او يا يوولس نيم زرو ډالرو ډېر له ځان سره ولري.

عرب نيوز:

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

سعودي کاناډا ته د الوتکو په تګ هم بندیز ولګاوه.

عرب نيوز ورځپاڼې خپله سرليکنه نن د کاناډا او سعودي عربستان ډيپلوماټيکې شخړې ته ځانگړې کړې.

ورځپاڼه وايي له سعودي سره د مخالفت او زړه بداوي رغول ډېر گران دي.

د کاناډا او سعودي ډيپلوماتيکې ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې چې د کاناډا بهرنیو چارو وزارت د يوې وينا پاڼې په خپرولو سعودي کې د نيولو شويو فعالانو د پرېښودو غوښتنه وکړه.

خو سعودي يې په ځواب کې سفير وشاړه او خپل سفير يې بېرته وغوښت. ورځپاڼه وايي رياض غوښتل وښیي چې څوک ورباندې حکم نشي کولى. ورځپاڼه وايي د دې شخړې شونې پايله به نه يوازې راتلونکې لويې پانگونې زيانمنې کړي بلکې دا خطر هم شته عربي نړۍ غوسه کړي.

ورځپاڼه زياتوي چې په څو ساعتونو کې عربي امارات، بحرين او د خليج هېوادونو د همکارۍ شورا د رياض په پلوي خپل غږونه پورته کړل.

ورځپاڼه وايي که دا غوښته د يوه کاناډايي سياستوال، نادولتي ادارې او يا ژورناليست له لوري شوې وی حالت به بدل وو خو دا د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت وينا وه نو ځکه يې د سعودي غبرگون وپاروه.