ټیکنالوجي؛ سعودي کې مقتدیان خپل امام څارلی شي

ر د انځور حقوق AFP
Image caption تراوسه معلومه نه ده چي له دي ايپ به څوک امامان څاري.

سعودي کې چارواکي د موبایل ټلېفون یا ملفون داسې اېپ یې تیاروي چې جوماتونو کې به خطبې او لمنځونه څارلی شي.

په دې سره به لمونځغاړي(لمونځ کوونکي) دا مالومولی شي چې د امام خطبه نوره څومره پاتې ده.

د سعودي الوطن ورځپاڼه د دغه هېواد د اسلامي چارو وزیر عبداللطیف الشیخ له خولې وايي، له دې اېپ به جوماتونه څاري او د دقیقو او ثانیو د اټکل له مخې به د خطبې اوږدوالی او څرنګوالی معلومولی شي.

که څه هم تراوسه روښانه نه ده چې څوک به جوماتونو کې خطبې څارلی شي، خو داسې ښکاري چې مقتدیان یا لمونځغاړي به خپل امام په بېلابېلو برخو کې ارزولی شي.

* ځیرکې کمرې ۶۰ زرو کسانو کې تورن سړی وپېژاند

* ځیرک تلېفون وینه کې شکره هم کنټرولوي

* د ټپونو ارزوونکې ټیکنالوجیکه پټۍ

دا مهال سعودي کې د دیني زدکړو پر سمون غور کېږي.

په دغه هېواد کې پر دې هم بحث روان دی چې د خطبو مواد یو شان او په دې سره د "بهرنیو، اخوان المسلمین" له نظریې خلک لرې وساتل شي.

د سعودي د اسلامي چارو وزیر زیاتوي، "مذهب داسې څه نه دی چې د خلکو پر ذهنونو لوبې وکړي یا د دغه مبارک هېواد د امنیت او ټیکاو ګواښمنولو لپاره وکارول شي".

د یادولو ده چې ریاض پر ۲۰۱۴ کال اخوان المسلمین ترهګره ډله وبلله.

د ډېرې ازادخیالې ټولنې په لور

د انځور حقوق AFP
Image caption سعودي کې د عامه خدمتونو د ارزونې لپاره هم تر دې مخکې اېف جوړ شوی دی.

د خطبو څارلو له دې اېپ مخکې سعودي یو بل اېف جوړ کړ چې له مخې یې د سعودي اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو نیولې تر سپورت او ګرځندوی پورې حکومتي چارې څارلی شي.

د وطني اېف په نوم دا هم موبایل اپلیکېشن دی چې سعودي وګړي، اوسېدونکي او سیلانیان ور سره عامه خدمتونه وارزوي، د رضایت کچه معلومه کړي او په دې سره د عامه خدمتونو په ښه والي کې برخه واخلي.

د دې اېپ موخه دا ده چې په ورته چارو کې د سمو پرېکړو کولو سره مرسته وشي.

اوسنی سمون داسې ښکاري چې د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا دی چې غواړي دغه سلطنت په منځلاري اسلام او ګام په ګام ازاده ټولنه بدل کړي.

هغه هم په داسې مهال چې د اګسټ پر شپږمه یې له کاناډا سره نوي سوداګریز اړیکي وځنډول او سفیران یې سره ستانه کړل.

د ریاض دا ګام له هغه وروسته و چې اوتاما له سعودي چارواکو د ښځو د حقونو په برخه کې د هغو فعالو د سملاسي خوشي کولو غوښتنه وکړه چې له څه مهال راهیسې بندۍ دي.