غزني کې ښايي د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ټاکنې وځنډېږي

د انځور حقوق IECA
Image caption د ټاکنو کمېسون مشر وايي، امنیت شورا به راتلونکې غونډه کې د غزني په هکله پرېکړه کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر ګلاجان بدیع صیاد وايي، دغه کمېسون پوره هڅه وکړه چې په غزني کې د ولایتي شورا او ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت وشي، خو هڅو یې نتیجه ور نه کړه.

د افغانستان د ټاکنو کمېسون وايي، د دغه هېواد پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې پر ۲۸ نېټه کېږي.

د دغه کمېسون مشر د چارشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې له امنیت شورا سره یې غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو مسله شریکه کړې ده او راتلونکې ناسته کې به دا شورا پرېکړه کوي.

د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیلېدلو پسې غزني کې پښتنو د ټاکنو کمېسون دروازه تړلې وه او ویل یې که ټاکنې حوزوي نه شي دوی به له خپل پرلت لاس وانه خلي.

دوی ویل چې تېر ځل ټاکنو کې د ناامنۍ له امله د دې ولایت ټول ۱۱ استازي چې هزاره دي پارلمان ته بریالي شول.

دوی ویل د ناامنۍ له امله په پارلمان کې له استازو بیا هم بې برخې کېږي، خو که ټاکنې حوزوي شي دا ستونزه به اواره شي.

د ټاکنو کمېسون د تېر سرطان یا چنګاښ پر څلورمه دغه ولایت کې د حوزوي ټاکنو پرېکړه وکړه، خو مقابل کې ناپښتنو له دې طرحې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې ټاکنې دې د نورو ولایتونو په څېر وي.

د ټاکنو کمېسون مشر ګلاجان بدیع صیاد وايي، همدا وجه وه چې دغه ولایت کې د ولسي جرګې او ولایتي شورا د ټاکنو سره هممهال ورته انتخابات نه کېږي.

"د قانون د یو سلو څلورمې مادې له مخې که د ستونزې له امله ټاکنې ځنډېږي، کمېسون د ټاکنو ځنډ پرېکړه نه کوي بلکې نور ادارې یې کوي، چې د ملي امنیت شورا، ستره محکمه او پارلمان مشران او د ټاکنو کمېسون څارنې کمېسون یې په تړاو پرېکړه کوي".

نوموړي زیاته کړه: "پرون له امنیت شورا جلسه کې هلته پرېکړه ونه شوه او په دې تړاو نورو خبرو غوښتنه شوه وروستۍ پرېکړه به راتلونکې غونډه کې کېږي".

بي بي سي ته هم ځینې سرچینو ویلي چې په غزني کې پارلماني ټاکنې تر ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېږي.

د دې سرچینې په خبره، تر هغه وخت به د غزني اوسني وکیلان پارلمان کې د خپل ولایت استازي کوي.

غزني چې د مرکز په ګډون ۱۹ اداري واحدونه لري، درې ولسوالیو کې یو مخ هزاره، یوه ولسوالۍ کې پښتانه او هزاره ګډ او پاتې ولسوالیو کې اکثریت پښتانه ده.