د کلیفورنیا تاریخ کې تر ټولو لوی اور اتو انځورونو کې

Homes destroyed in Stanford Hills د انځور حقوق City of Redding

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې په زرګونو اور وژونکي د هغه اور په مړه کولو بوخت دي چې هممهال د دې ایالت مختلفو سیمو کې لګېدلی دی.

د مندوسینو اور چې د کلیفورنیا شمال کې دوو لورو ته ژبغړان دی، له دې پرته چې راتلونکو ورځو کې به څومره تاوان واړوي لا اوس تېره یوه پېړۍ کې د دغه ایالت تر ټولو لوی او سخت ورانوونکي اور نوم ور کړل شوی دی.

د کلیفورنیا شمال ختیځ ته د رډینګ ښار شاوخوا اور وژونکي هغه اور پېزوانول یا مهارول غواړي چې کار نوم یې ور کړی او تراوسه یې له سلو ډېر کورونه او ودانۍ په ایرو بدلې کړې دي.

دا انځورونه چې بې پیلوټه الوتکې اخیستي، رډینګ ښاروالي رسنیو ته ور کړي چې د کار اور د بربادۍ او د هغه د پراختیا او کچې برخه انځور کړي.

د انځور حقوق City of Redding

کار اور د کسویک او شاستا ښار څنډو کې ډېر استوګنځي وسوځول او د رډیګ ښار څنډو کې یې هم ډېر کورونه وران کړل.

دغه اور اوه کسان وژلي او له ۱۰۷۷ ډېر کورونه یې سوځولي دي.

دغه اور د ۱۷۷ زرو جریبو په پراختیا ځمکه خپور دی او د پنجشنبې تر مازیګر نږدې ۴۸ سلنه کنټرول شوی دی.

د انځور حقوق City of Redding

دغه عکس کسویک سیند کې اخیستل شوی، استوګنځي ښکاروي چې د ایرو په ډېران بدل شوي دي.

د انځور حقوق City of Redding

د امریکا د پوځ په ملتیا په زرګونو اور وژونکي او کم جرمه زر زندانیان چې دواطلب کومک کوي هڅه یې دا ده چې دا اور پېزوان یا مهار کړي.

د انځور حقوق City of Redding

که څه هم د کلیفورنیا په وچو او کم بارانه موسمونو کې اور طیعي ښکارنده یا پدیده ده، خو کارپوهان وايي، سږ کال په دغه ایالت کې ډېر او پراخ اور تېرو لسو کلونو کې بې ساری دی.

د انځور حقوق City of Redding

د کلیفورنیا د ځنګلونو او لوړو اداره وايي، توندبادونه، د هوا کم رطوبت او ګرمي د سږني اور لامل بلل کېدی شي.

د انځور حقوق City of Redding

د اور له امله تراوسه له ۲۳ زرو ډېر خلک کور پرېښودو ته اړ شوي او نه پوهېږي چې ک له به ستنېږي او له څه سره به مخ کېږي.

د انځور حقوق City of Redding