عمران خان: افغانستان کې د جګړې پر ځای د سیاسي حل اړتیا ده

د انځور حقوق AFP
Image caption عمران خان وایي، د امریکا او پاکستان په اړیکو کې لوړو ژورو د باور فضا له منځه وړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي عمران خان غواړي له امریکا سره ټینګې اړیکې ولري، هغه امریکا چې د ورځپاڼې په ونیا وايي پاکستان په افغانستان کې له جنګیدونکو وسله والو سره مرسته کوي.

ورځپاڼه لیکي عمران خان په پاکستان کې د امریکا سفیر ته ویلي په افغانستان کې د جګړې پر ځای سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې ټیکاو د پاکستان، امریکا او سیمې په ګټه دی نو پکار ده چې په سیاسي جوړ جاړي سره دا ټیکاو رامنځته شي.

هغه دغه راز ویلي د امریکا او پاکستان د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لوړو ژورو د باور فضا له منځه وړې.

ده ویلي دده ګوند له امریکا سره د باور او دوه اړخیز دروناي په رڼا کې اړیکي غواړي.

ورځپاڼه د امریکا او پاکستان اړیکو ته اشاره کوي او زیاتوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټر کې ویلي و چې پاکستان د افغانستان په قضیه کې له امریکا سره دوه مخي کړې.

ده ویلي و امریکا پاکستان ته درې دیرش میلیارد ډالره مرسته ورکړې خو پاکستان یې په مقابل کې یوازې دروغ ویلي او دوکه یې کړې.

اوس امریکا له پاکستان خپلې ملکي او پوځي مرستې ځنډولې دي.

نیویارک ټایمز لیکی امریکا له پاکستان سره د چین د نږدې اړیکو له امله په اندیښنه کې ده، ځکه چین پاکستان ته د یو کمربند یوې لارې پروژې د پلي کولو لپاره د ۵۷ ملیارده ډالرو د لګولو ژمنه کړې.

ډیلې میلي

ډیلې میلي ورځپاڼه لیکي هغه رومانیایی وګړی په نږدې درې نیم کاله بند محکوم شوی چې دوه افغان کډوال یې په ناقانونه توګه برتانیا ته لیږدول.

دغه ۲۳ کلن موټر چلوونکي د خپل موټر په تل کې یو پټ ځای جوړ کړی و او یو تن یې د هغه له ۱۴ کلنې لور سره پکې پټ کړی و چې سرحدي پولیس ونیوه.

قاضي ویلي نیول شوي کس په دې کار سره د دغو دوه تنو کډوالو ژوند هم له خطر سره مخامخ کړی دی.

انډیا ټوډي

انډیا ټوډي لیکي یو افغان وګړي د ډیلي په هوايي ډګر کې د یو کروړو او اته لکه هندي کلدارو په ارزښت سرو زرو سره نیول شوی، چې غوښتل یې هند ته یې قاچاق کړي.

ورځپاه لیکي نیول شوی کس د کابل له هوايي ډګر نوي ډلي ته تللی و او په هوايي ډګر د ګمرک مامورینو د هغه له بکسه نږدې څلور نیم کیلو سره زر تر لاسه کړي دي.