د سوریې ادلب کې چاودنې ۳۹ کسان ووژل

د انځور حقوق AFP
Image caption ادلب ښار د ترکیې له پولې سره نږدې پروت دی.

د رپوټونو له مخې د سوریې د ادلب ولایت په سرمدا ښار کې یوه څو پوړې ودانۍ کې چاودنې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۹ کسان ووژل.

چاودنه د یکشنبې په ورځ د اګسټ ۱۲ ناوخته شوې، خو لامل یې لا هم معلوم نه دی.

مګر ځینې رپوټونه وايي، چې د دې ودانۍ مالک د وسلو قاچاقي و او له ودانۍ یې د وسلې د زېرمتون یا سلاکوټ په ډول کار اخیست.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې مرستندویه ډلې له بولدوزرو سره د پېښې ځای ته په بیړه رسېدلې او څو کسان یې له کنډوالو ژوندي اېستلي دي.

ویل کېږي لا هم ځینې کسان ورک دي.

لندن کې د سوریې د انساني حقونو څار ډله- چې د دغه هېواد بدلونونه څاري- وايي، د دې پېښې ډېری قربانیان له یوې اسلامپالې ډلې سره د تړلو وسلوالو د کورنیو غړي دي.

ادلب د سوریې شمال ختیځ کې د ترکیې له پولې سره نږدې پروت دی.

هغه وسلوال چې د سوریې د حکومتي ځواکونو په واک کې سیمو وتلي، ادلب ته تللي او لا یې هم دا ولایت په واک کې دی.

نږدې دوه میلیونه او پنځه لکه کسان په ادلب کې ژوند کوي.

په دوی کې نیمايي کسان یا وسلوال دي یا هم دې سیمې ته کوچېدلي دي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد وروستیو کې خبرداری ور کړی چې ادلب ولایت به یې د پوځ تازه لومړیتوب وي.

د سوریې دولتي ځواکونو تېره اونۍ د ادلب سوېل لوېدیځ کې پر یوه مهم ښار د توپونو بریدونه پیل کړل او دا پر دغه سیمه د ځمکنیو بریدونو لپاره پیلامه بلل کېږي.

سوریه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسول جان اګلند د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:

"ادلب کې اوسني شرایط بد دي، خو دا وضعیت به سل ځل نور هم بدتر شي".

هغه هیله وښوده چې دواړه لوري د وینو تویېدلو د مخنیوي لپاره هوکړې ته ورسېږي.

اړونده مطالب