ارګ: غزني ته نور هوسا سرتېري واستول شول

د ویډیو تشریح،

د غزني وضعيت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه وکړه چې غزني ته به ډېر ژر زیاتي ملاتړي ځواکونه واستوي.

د ولسشمر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي ښاغلي غني بیګا د دولسم اګسټ په ماخوستن په ارګ کې بېړنۍ غونډه وکړه:

"د غزني له والي، امنیه قومندان، ملي امنیت مشر او د تندر قول اردو قومندان سره یې خبرې وکړې او د غزني د امنیتي حالت په اړه یې د هغوی تفصیلات واورېدل".

شاه حسین مرتضوي زیاتوي، په اخر کې پرېکړه وشوه چې غزني ته نور سرتېري واستول شي.

تېرې جمعې په شپه پر دغه ښار د طالبانو له برید وروسته لا هم دغلته د جګړې او نښتو رپوټونه ور کول کېږي.

خو له غزني نا تایید شوي رپوټونه وايي چې تېره شپه هم په ښار کې جګړه روانه وه.

مرګ ژوبله

افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو او په ښار کې د سیمو د کنټرول خبره کوي.

خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده مالومه.

ځینې سرچینې وايي په دریو ورځو کې چې طالبانو په غزني ښار برید کړی ۱۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴۲ تنه ټپي دي.

یوې روغتیايي سرچینې بي بي سي ته وویل، چې په وژل شویو کې ۶۸ پولیس، ۱۶ مخالف وسلوال، ۱۳ ولسي وګړي دي او پاتې مړي نه دي پېژندل شوي.

ویل کېږي چې د غزني روغتون د ټپيانو د منلو ظرفیت نه لري.

د عکس سرچینه، Shahhussain murtazawi/facebook

د عکس تشریح،

شاه حسین مرتضوي لیکي چې دا غزني ته په لار تازه دم سرتېري دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې وژل شویو کې ۳۰ ولسي وګړي دي.

د هغه په خبره، "شهیدان او ټپیان په ساحه کې پراته دي، بوی د ډېرو خلکو لپاره ځوروونکی دی".

د ناټو ویاند څه وايي؟

له بلې خوا د ناټو ویاند اوډېنل مارټین بي بي سي ته وویل، چې غزني ښار کې واک له حکومت سره دی او طالبان په شا تمبول شوي ، خو خال خال سیمو کې مقاومت شته.

که څه هم غزنیوال د ناامنۍ او جګړې خبره کوي، خو د ناټو ویاند وايي، ښار اوس تر ډېره امن دی او خلک ازاد تګ راتګ کوي.

"اوس په ښار کې د وسلوالو پرضد چاڼیز عملیات پیل شوي او امریکايي سلاکاران له افغان ځواکونو سره په چاڼیزو عملیاتو کې مرسته کوي".

نوموړی دا هم وايي، چې په سیمه کې وړمه ورځ امریکايي الوتکو پنځه او پرون لس بمونه غورځولي دي.

لوږه

وسلوالو طالبانو د جمعې په شپه له دریو لورو پر ښار بریدونه وکړل او ډېرې برخې یې ونیولې.

ښار ته د وسلوالو طالبانو په ننوتلو سره برېښنا او اړیکیتايي وسایل پرې شول، ځکه په غزني کې د وضعیت په هکله ضد او نقیض رپوټونه خپرېږي.

خو لا هم وسلوال طالبان په ښار کې لیدل کېږي.

د جګړې له امله ځینې خلک له ښار وتلي او ان ځینې تر کابل رسېدلي دي.

عبدالکریم چې له کورنۍ سره کابل ته راغلی، وايي، د طالبانو په برید سره یې سهار ولیدل چې هر ځای د دې ډلې په لاس کې و، یوازې د ولایت مرکز، ملي امنیت ریاست او امنیه قومنداني له افغان ځواکونو سره وه.

نوموړی زیاتوي خلک په جګړه کې ګیر دي، خواړه نه لري، ننوايي اوړه نه لري او ښار کې ټول دوکانونه تړلي دي.

د غزني یو بل اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي که وضعیت همداسې وي، که ناامني یې ونه وژني، لوږه به یې ووژني.

غزني

د عکس سرچینه، یاسان

  • غزني ۱۹ ولسوالۍ لري
  • نږدې یو میلیون وګړي لري
  • پنځه ولسوالۍ یې امن دي
  • څلور ولسوالۍ یې تر یوې اندازې امن دي
  • پاتې ولسوالۍ یې د طالبانو واک کې دي یا پکې ډېر شته دي.