د سپینې ماڼۍ پخوانۍ سلاکارې د 'ټرمپ ثبت شوې خبرې خپرې کړې'

اوماروسا او ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر پر خپل ټویټر د دوشنبې په ورځ لیکلي وو، دغې پخوانۍ مامورې وروسته تر هغه پر ټرمپ برید وکړ چې له دندې ګوښه شوه.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پخوانۍ سلاکارې "اوماروسا مانیګولټ نیومن" یوه غږیزه ثبت شوې خبره خپره کړې، چې وايي د استعفا پر دویمه ورځ یې رامنځ ته شوې او ولسمشر ټرمپ په کې ویلي، هېچا پر دې کار نه یم خبر کړی.

اغلې نیومن تېر کال سپینه ماڼۍ کې له دندې استعفا ته اړایستل شوې.

د امریکا "اېن بي سي" تلوېزیون دغه ثبت شوی غږ خپور کړی چې ویل کېږي د ټرمپ دی.

اوماروسا مانیګولټ یو کتاب هم خپور کړی چې سپینه ماڼۍ کې یې د خپل ماموریت یادښتونه پکې لیکلي.

دې پخپل دغه کتاب کې ځان "د افریقایي امریکایانو د اړیکو د چارو د قهرېدلې مدیرې" په توګه ځان معرفي کړی.

د امریکا ولسمشر پر خپل ټویټر د دوشنبې په ورځ لیکلي وو، دغې پخوانۍ مامورې وروسته تر هغه پر ټرمپ برید وکړ چې له دندې ګوښه شوه.

د ټرمپ وکیل رودي جیلیاني ویلي، د ټرمپ پخوانۍ سلاکارې ښايي سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د خصوصي تیلیفوني خبرو په ثبتولو قانون مات کړی وي.

اوماروسا وړاندې د یوه تلوېزیون کارکوونکې وه، چې په ۲۰۱۶ کال د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال د افریقا الاصله امریکایانو د چارو سلاکاره وټاکله شوه.

فلسطینۍ رشیده د امریکا کانګرس کې لومړنۍ مسلمانه

ماډونا د 'سپینه ماڼۍ چوي' څرګندونو دفاع کړې

د ډونلډ ټرمپ پر ضد مظاهرې

ایا ثبت شوې خبرې رښتیا د ټرمپ دي؟

هغه کسان چې ګومان کوي، دا خبرې د ټرمپ دي، وايي، د خبرو د خپرېدو لامل پوښتي.

په ثبت شویو خبرو کې د ښځې یو غږ ځواب ورکوي چې دغه پخوانۍ سلاکاره وايي ددې غږ دی: "جنرال کیلي ته راغی او ما ته یې وویل چې ګني تاسې مې تګ غواړئ."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سپینې ماڼۍ د مامورینو مشر جنرال جان کیلي ویلي: "زه پر ټرمپ د کنټرول لپاره نه وم راسوتل شوی."

د سړي غږ - چې ټرمپ ته منسوب شوی، په ځواب کې ورته وايي: "نه، هېچا پر دې نه یم خبر کړی، لکه ته چې پوهېږې دوی د یوه لوی کار مدیریت کوي، خو دوی زه نه یم خبر کړی، ستا تګ هېڅ غواړم نه."

اماروسا ولې خپله دنده له لاسه ورکړه؟

د ډیسمبر پر ۱۳مه، سپینې ماڼۍ د افریقايي الاصله امریکایانو د اړیکو د مدیرې له مقامه د اومارسوا لرې کولو پرذېکړه وکړه، ځکه هغه وخت یې لامل د خپلو ملګرو تنګول ښودل شوي وو.

اوماروسا پوښتي که ولسمشر سپینه ماڼۍ کې پر پېښو خبر وي، خو ټرمپ ددې پوښتنې په ځوابولو کې ځان څنګ ته کړی او وايي: "پرې مو ږده له دې مسلې تېر شو، ددې کار څېړل نامناسب دي."

اوماروسا د خپل ځان او ثبت شوي غږ د دفاع لپاره ویلي: "دا کار مې له ځانه د دفاع لپاره وکړ، دا سپینه ماڼۍ ده چې ټول پکې دروغ وايي."

ورته مطالب