د نهنګانو په وینو سور سیند
دا انځورونه فارو ټاپوګانو کې اخیستل شوی، په وینو سور سیند ښيي.
د دې ځای اوسېدونکي د څو میاشتني سخت سوړ ژمي لپاره تیاری نیسي او لسګونه نهنګان یې ښکار کړي دي.
خبرتیا: ممکن ځینې انځورونه تاسو خواشیني کړي
د کمبریج پوهنتون ۲۲ کلن زدکوونکي الیسټر وارډ په سنډیاګو خلیج کې د نهنګانو د ښکارولو انځورونه اخیستي دي.
فارو ټاپوګان د ناروې او ایسلنډ ترمنځ په شمالي اطلس سمندر کې پراته دي او ټول اتلس ټاپوګان لري.
د نهنګ غوښه د فارو ټاپوګانو د نږدې ۵۹ زره اوسېدونکو د ټول ژمي د خوړو اصلي سرچینه ده.
دغه خلک هر کال نهنګان ښکاروي او دا دود له پېړیو ور پاتې دی.
خو دا انځورونه هغه کسان حیرانوي چې له دې ډول دود خبر نه دي.
ښاغلی وارډ په دغه خلیج کې پر ټاپوګانو حیرانتیا ښودلې.
هغه ویلي ښکاریانو دا نهنګان په خپلو کښتوړیو سره دغه خلیج ته ور وستل.
هغه له ټرېنګل نیوز خبري اژانس سره خبرو کې وايي، کله چې دا نهنګ خورا ډېر نږدې شول، نو د سیمې ټول خلکو په بېړه ښکار پیل کړل.
ان ماشومانو هم ښکار ته ور ټوپ کړل او په پړو سره یې نهنګان ایسارول.
چوپ ناست و او خپه وم، ته له دغسې حالت ځان اېستلی نه شې.
د دې سیمې اوسېدونکي د نهنګانو ښکار ټولنیزه چاره بولي، چې ټول پکې ګډون کولی شي.
دوی وايي، دا کار د ملي قوانینو له مخې کوي او هغه هم داسې چې څومره ممکنه وي نهنګان هیڅ رنځ او درد ونه ویني.
د فارون ټاپوګانو اوسېدونکي وايي، دا ښکار له اکو سیستم سره دوښمني نه ده او دوی هر کال د دې ټاپو له نږدې یو لک نهنګانو اته سوه ښکار کوي.
خو ښاغلی وارډ د دې نهنګانو د ښکار طریقې اندېښمن کړی دی.
ښاغلی وارډ وايي، د ښکار په وخت یې نهنګانو زګېروي یې اورېدل.
چنچګکونه یې له پړو سره تړلي و، نهنګان یې پرې حلالول او بیا یې په چاکو وهل او ګوزارونه یې پر کول
دی وایي دا نهنګان یې په ناانساني ډول حلالول.
.