"داعش د پاکستان ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو نوې او خونړۍ جبهه"

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن
ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

داعش پر بلوچستان سربېره پنجاب کې هم لیدل شوی دی.

اسلامي دولت نومې ډله د پاکستان په څو لسیزو اوږده ترهګرۍ جګړه کې نوې خونړۍ جبهه، دا د امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د یوه مطلب سرلیک دی چې په دغه هېواد کې یې د یادې ډلې د فعالیتونو په اړه چمتو کړی.

د دې مطلب لیکوال وايي پاکستان کې اوس دا ویره ده چې هغه سلګونه سخت دریځي چې سوریه او عراق کې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شوي و، اوس په یادو هېوادونو کې د داعش له ماتې وروسته بیرته خپل هېواد ته را ستانه شوي اوس پټ دي او د برید لپاره د مناسب فرصت په انتظار دي.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر ورځپاڼې ته ویلي داعش د پاکستان په ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو نوې او خونړۍ جبهه ده.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې په پاکستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې فعالیت او ګواښ د دغه دولت د هغه حیرانوونکي او زهرجن دریځ پایله ده چې په دغه هېواد کې د فعالو وسله والو ډلو په وړاندې یې لري.

ورځپاڼه وايي، لا هم په دغه هېواد کې ناقانونه ډلې چې د مذهب پر بنسټ د زور زیاتي اوږد تاریخ لري په نویو نومونو فعالیت کوي او یو شمیر مشهور وسله وال لکه د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید په ازاده توګه فعالیت کوي.

د اګسټ په شپږمه د پاکستان د چارو شنونکې قطرینه حسین بي بي سي ته وویل، د جولای میاشتې پر ۲۵ د پاکستان له ټاکنو مخکې بریدونو وښوده چې پوځ یومخ وسلوال له منځه نه دي وړي.

"د نوي حکومت ننګونه به دا وي چې اوس داعش د بلوچستان او پنجاب ځینې سیمو کې ښکاره شوی، خو پخواني حکومت پاکستان کې د داعش له شتوالي نټه کوله".

ډان:

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د پاکستان پیسه په دې وروستیو کې د ډالر په مقابل کې له بل هر وخت غورځېدلې ده.

ډان ورځپاڼې خپله سرمقاله کې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ او پیسو سپینولو په برخه کې د پاکستان حکومت له خوا د اخیستل شویو ګامونو په اړه اندیښنه ښيي او زیاتوي چې شوي کارونه د اکشن پلان سره سم پرمخ نه دي تللي.

ورځپاڼه زیاتوي د خیریه ټولنو په برخه کې ځینې قانوني محدودیتونه په دې برخه کې خنډ دي، ځکه په پاکستان کې ځینې ډلې د نادولتي خیر ښیګڼې بنسټونو په توګه کار کوي، خو ملګري ملتونه دا ډلې ترهګرې بولي.

ورځپاڼه زیاتوي د قانون محدودیتونو لرې کول، د پیسو د تور بازار له منځه وړل او د پوځ او ملکي ادارې ترمنځ اړیکو په اړه خبرې ډیر وخت غواړي، نو ځکه به راتلونکی حکومت له ډیرو ننګونو سره مخامخ وي.

ورځپاڼه زیاتوي د تور اقتصاد له منځه وړل بنسټیزه خبره ده خو په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کول څرګند هوډ غواړي.

جاپان ټایمز:

جاپان ټایمز لیکي پر غزني د طالبانو برید ښيي چې دا ډله د خپل ځواک د نندارې ته وړاندې کولو هڅه کوي.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې د دې مطلب د لیکوال په وینا دا هغه څه دي چې د سولې خبرو لپاره چې همدا اوس په پټه روانې دي بنسټ جوړوي.

لیکوال وايي ان تر دې چې ځینې سرچیني وايي طالبان روانه اونۍ کې د لوی اختر په مناسبت د یوه بل اوربند په اړه غور کوي.

د دې مطلب لیکوال وايي د افغانستان په راتلونکې جګړه او ډپلوماتیکې هڅې دواړه رول لري، خو روان وضعیت ډیر پیچلی او د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان د لاسوهنې له امله نور هم پیچلی شوی، په افغانستان کې جګړې خپلې ریښې غځولې او اقتصادي اړخ یې موندلی او دا په خپله د جګړې پای ته رسول لا څه چې ان کنټرول یې ډیر سخت کړی دی.

دی وايي ځینې چې په دې جګړه کې خپلې ګټې ویني د جګړې د دوام هڅې کوي.