هند کې ورښت په سلګونو کسان ووژل

People submerged in water up to their knees

د عکس سرچینه، Kaviyoor Santoosh

د عکس تشریح،

د سېلاو او ورښت له امله لا هم د خبرداری زنګ په ځای دی.

د هند په سوېلي ایالت کېرالا کې هغو سېلابونو لږ تر لږه ۳۲۴ کسان وژلي چې ځايي چارواکي یې په تېرو سلو کلونو کې بې مخينې بولي.

د هند موسمي ورښتونه یا مونسون فصل په جون کې پیل شوی، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کېرالا کې د مرګونو شمېر ډېر اوچت شوی.

ژغورنډلې د خلکو په ژغورلو بوختي دي او څه ناڅه دوه لکه بې کوره کسان یي په کمپونو کې مېشت کړي دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ورښت خپلې سيمې ته رسېدلی.

د کېرالا حکومت ویلي په وژل شوو کې هغه کسان هم شامل دي چې د ځمک‌ښوېدنې له امله په ورانيو کې ګير پاتې شول.

لا هم د ورښت اټکل کېږي او د خطر زنګ هم پر ځای دی، له همدې امله ښايي د کېرالا اصلي هوايي ډګر د اګست تر ۲۶مې بند پاتې شي.

سلګونه پوځيان هم په سېلابونو کې د ګیر پاتې کسانو د ژغورنې په موخه سیمې ته استول شوي دي.

چورلکې په سېلابونو کې بند پاتې کسان باسي او اخيستل شوي تصویرونه ښيي چې لوړ عمره کسان او ماشومان په دغو عملیاتو کې ژغورل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، څه باندې ۳۰۰ کوچنۍ کښتۍ هم د ژغورنې په یادو عملیاتو کې بوختې دي.

حکومت له خلکو غوښتي چې د تخليې خبرداري دې بابېزه نه ګڼي.

حکومت هغو کسانو ته د خوراکي مرستو په وېش بوخت دی چې لوړو سیمو ته د ژوندي پاتې کېدو په تمه تښتېدلي دي.

د هند د کورنیو چارو وزارت ویلي د مونسون موسم له پيلېدو سره تر اوسه ۳۹۰ کسان په ټول هند کې وژل شوي دي.

د کېرالا د سېلابونو وراني

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح،

د کیرالا سروزیر وايي، تېره یوه پېړۍ کې دا سېلاو بې مخینې دی.

د دې سیمې سر وزیر پېنارايي وېجايان دغه سېلابونه په تېره يوه پېړۍ کې بې مخينې بولي.

هغه خبریالانو ته وویل: " د داسې څه شاهد يو چې د کېرالا په تاریخ کې هېڅکله نه دي پېښ شوي".

د هغه په وینا له دوه لکه دېرش زرو ډېر کسان اوس په څه باندې ۱۵۰۰ بېړنیو پنډغالو کې مېشت شوي دي.

د کېرالا د سوداګريزې پلازمينې کوچين یو شمېر برخې تر اوبو لاندې دي او په ټول ایالت کې يې سړکونه او پټلۍ(رېل لارې) له تګ راتګه غورځولې دي.

د عکس سرچینه، Kaviyoor Santoosh

د دغه ایالت د مرکزي هوايي ډګر تړل کېدل چې د کورنیو او نړیوالو سپرليو د سفر مرکزي ټکی دی ښايی ستر سرخوږی جوړ کړي.

د دې سيمې ځینې کروندې هم اوبو له منځه وړې چې ښايي د ربړ، چای، قهوې او مسلې د توليد چارې يې ګډې وډې کړي.

د کېرالا په څوارلسو ولسوالیو کې ښوونځي هم تړل شوي او یو شمېر ولسوالۍ د خونديتوب د خطر له امله د سيلانيانو پر مخ تړل شوي.

ولې حالت دومره خراب شوی؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

تر دوو لکو دېرش زرو کسان دې سېلاوونو بې کوره کړل.

په هند کې د موسمي اورښتونو پر مهال په کېرالا کې د نورو سيمو پرتله ډېر ورښت معمولي ده، خو د هند د هوا پوهنې اداره وايي په دې سيمه د ټيټ فشار له امله د معمول خلاف دا ځل اورښت ۳۷ سلنه ډېر دی.

د اونۍ تر پایه د نور ورښت وېرې حالت لا ترېنګلی کړی.

د ځايي رسنيو په وینا د ژواک‌چاپېریال کارپوهان د ځنګلونو پرې کېدل په تېره بیا د دې سيمې په غرونو کې د اېکولوجۍ سيستم په ساتنه کې ماتې تر ډېره ستر عوامل ګڼي.

د ایالت سر وزیر وېجايان ویلي په کېرالا کې روان حالت تر ډېره د ګاونډیو حکومتونو له خوا هم خراب شوی.

د روانې اونۍ په سر کې د تامیل نادو حکومت کې د هغه سيال له یوه بند څخه د اوبو د خوشي کولو پر سر ناندريو کې ښکېل و.

کېرالا ۴۱ سيندونه لري چې عرب سمندر ته بهېږي او اتیا بندونه يې ویل کېږي چې د اوبو د ډېروالي له امله پرانستل شوي دي.