ولسمشر ټرمپ ولې فضايي پوځ جوړوي؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا غواړي د تشیال یا فضا لپاره پوځي ځواک جوړ کړي.

ستورمزلي به په نږدې راتلونکي کې په وسلو نه سمبالېږي، خو د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس وايي چین او روسیه هوايي لېزرونه او سټلایټ ضد توغندي جوړوي چې مقابله یې پکار ده.

ښاغلي پېنس د دغه ځواک د کار د برخو د تشريح کولو پر مهال وویل:

" په فضا کې چاپېریال د وروستي نسل پر مهال په بنسټیز ډول بدل شوی"، په داسې حال کې چې د هغه په وینا " یو وخت سوله‌ييز او له سياليو تش و، خو اوس بیروبار او له غليمانه چلن ډک دی".

د دې مانا دا ده چې د پوځ یوه برخه به چمتو کېږي او په فضا کې به د امریکا ګټې خوندي کوي، لکه د سلګونو هغو سټلایټونو یا سپوږمکيو ساتنه به کوي چې د اړيکو او څار لپاره کارېږي.

ولسمشر ټرمپ چې د روان کال په لومړیو کې يې د دغه پلان یادونه کړې وه خبرداری ورکړی چې د امریکا سیالانو په پوځي برخو کې پرمختګ کړی.

ولسمشر ویلي وو: " ما داسې څه ولیدل چې تاسې یې ان لیدل نه غواړئ".

په عمل کې زبرځواکونه له کلونو راهیسې فضا د اړيکو او څار په څېر د پوځي موخو لپاره کاروي.

نو اوس څه د امریکا د اندېښنې لامل شوي؟

په تشیال کې د زبرځواکو سيالي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ولسمشر ټرمپ تېر جون د تشیالي پوځ جوړولو فرمان لاسلیک کړ.

په تشیال یا فضا کې ملکي او پوځي عملیات دواړه کېږي، خو دا سره ګډېدی شي.

د سپوږمکۍ د څارلو ټیکنالوجي چې د نړیوال موقعیت موندنې سیستم (جي پي اس) پکې کارېږي لومړی ځل د امریکا پوځ پنځولې او یوازې په دې وروستیو کې په ملکي برخه کې د کارېدو اجازه ورکړل شوې.

په یونایټېډ شاهي خدماتو انستيتوت کې د فضايي امنیت کارپوهه الکساندره سټېکېنګز وايي " خلک ښايي نه پوهېږي چې فضا لا د مخه پوځي چاپېریال ګرځېدلی. فضا له شپېتمو کلونو راهیسې پوځي شوې".

که څه هم د سړې جګړې په کلونو کې امریکا او شوروي اتحاد په فضا کې جګړه نه کوله، خو د یو بل د څار لپاره يې سپوږمکۍ کارولې.

امریکا په پاسفيک کې سپوږمۍ - ضد اتومي توغندی ځای پر ځای کړي وو او شوروي اتحاد هم داسې وسله درلوده چې په مدار کې سپوږمکۍ يې ویشتلی شوه.

د خوندي نړۍ بنسټ یوه څېړنه- چې په فضا کې پوځي وړتياوې ثبتوي- وايي چین، روسیې او د امریکا متحدو ایالتونو ټولو هغه وسلې ازمويلې چې د سپوږمکيو د ویشتلو وړتیا لري.

دا داسې توغندي دي چې له ځمکې په چورلېدونکې سپوږمکۍ کې توغېدل شوي.

د هم-مدارو يا (co-orbitals) په نامه داسې وسلې هم شته چې د سپوږمکيو په بڼه دي او له ځمکې توغول شوي توغندي یا راکټ سره نښلول شوې دي.

دغه سپوږمکۍ هلته له توغندي جلا کېږي او په نښه شوې سپوږمکۍ له برید یا د هغې له منځه وړلو مخکې د همغې سپوږمکۍ په مدار ځای په ځای کېږي.

اسناد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

هند هم په تشیالي برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړې دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر ښاغلي پېنس د چین او روسيې له خوا د ډېرېدونکو وسلو اسناد هم په ډاګه کړل.

د خوندي نړۍ بنسټ مشر برېن ويډن وايي: " په تېرو لسو پنځلسو کلونو کې د فضايي وسلو د مقابلې په برخه کې د لېوالتيا او پراختیا شاهد یو چې دا خپله پر فضايي وړتياوو د بريد شونتيا رامنځته کوي. د دغو هڅو ډېره برخه روسيې او چين کړې او امریکا هم پرې تر یو څه بريده کار کوي".

د اندېښمنو څېړونکو ټولنه- چې د علم لپاره د ننګې یوه خیريه اداره ده- وايي، دا چې پوځ د هغه څه د ساتنې اړتيا ويني چې امریکا يې په فضا کې لري یو دلیل يې دا دی چې سپوږمکۍ تر ډېره په ځمکه تکیه لري.

د امریکا د متحده ایالتونو حکومت او خصوصي شرکتونه دواړه د بل هر هېواد پرتله په فضا کې ډېرې سپوږمکۍ لري.

امریکا ۸۰۳، چین ۲۰۴ او روسیه ۱۴۲ سپوږمکۍ لري او پاتې ۵۸۹ د نورو لسګونو هېوادونو اړوند دي.

فضا ته د چين د استول شوو پوځي سپوږمکيو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی او روسیه هم د هغو پوځي سپوږمکيو په بیارغولو بوخته ده چې د شوروي اتحاد له ماتې او مالي کړکېچ وروسته له منځه تللې وې.

د امریکا نوي لومړيتوبونه

د عکس سرچینه، Getty Images

په ليزېسټر پوهنتون کې په فضا کې د جنګي ماحول کارپوه بلېډن باون وايي، په فضا کې د امریکا له خوا د پوځ د جوړېدو يوه موخه ښايي د چين د سپوږمکیو او توغنديو د جوړولو د هغه پروګرام ځواب وي چې اوس يې پایلې راڅرګندېږي.

"امریکا د چين په ځواب کې چمتووالي ته زور ورکړی".

په ۲۰۰۷ کال کې چين سپوږمکۍ - ضد توغندی وازمويه او په ۵۰۰ ميله ارتفاع کې يې د هوا پېژندنې خپله سپوږمکۍ پرې ويجاړه کړه.

د کره معلوماتو له نشتوالي سره سره فکر کېږي چې امریکا او روسیه دواړه پر سپوږمکۍ - ضد لېزر پروګرامونو کار کوي.

له ځمکې توغېدونکې وړانګې يا همالته له الوتکې خپرېدونکې وړانګې به د سپوږمکۍ حسګرونه له کاره غورځولی شي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر دا څرګندونې ښيي چې د ولسمشر ټرمپ اداره په فضا کې په نوو ګواښونو د خپلو پوځي لومړيتوبونو په څېر د بنسټیزې بياکتنې د اړتيا په توګه غور کوي.