د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان مړ شو

د ویډیو تشریح،

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان ومړ

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کالو په عمر مړ شو. کوفي عنان د ملګرو ملتونو لومړنی تورپوستی عمومي منشي و.

هغه دوه پړاوه له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۶ کال پورې د عمومي منشي په توګه دنده درلوده.

هغه په ملګرو ملتونو کې د نویو بدلونونو راوستلو له امله په ۲۰۰۱ کال کې د نوبل سولې جایزه داسې مهال وګټله چې عراق کې جګړه وشوه او نړۍ د ایچ ای وې/ ایډز له وبا سره مخامخ وه.

ښاغلي عنان وروسته دا برېد غیر قانوني عمل وباله.

هغه خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه د ملګرو متلونو زر کلن پرمختیايي اهداف بلل چې پکې د فقر له منځه وړل او د کوچنیانو د مرګژوبلې مخنیوی مهم اهداف وو.

ښاغلی عنان په ګانا کې زېږېدلی و او په دا وروستیو کې د سوريې لپاره د ملګرو ملتو ځانکړی استازی هم ټاکل شوی وو.

د ګانا دیپلومات کوفي عنان د سویټزرلنډ بیرن ښار په روغتون کې ومړ.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د مړیني پر مهال د ښاغلي عنان مېرمن ناني د هغه سره په څنګ کې و.

نوموړی له څو کلونو راهیسې د سویټزرلنډ جینوا ښار ته نژدې اوسېده.

پر ښاغلي عنان ۱۹۹۰ کال کې روانډا کې د ټولوژنې مخنیوي کې د پاتې راتلو نیوکې هم وشوې، چې نوموړی هغه مهال د دغې ادارې د سوله ساتي ماموریت مشر و.

اپریل کې د خپلې اتیایمې کلیزې په مناسبت بي بي سي سره یوه مرکه کې ښاغلي عنان د ملګرو ملتونو ادارې ځینې نیمګړتیاوې یادې کړې او په وینا یې دې کې 'سمون راوستل کېدای شي، دغه اداره بې نیمګړتیاوو نه ده، خو که دا نه وي، رامنځته کېدو ته به یې اړتیا موجوده وي.

د ملګرو ملتونو اوسني عمومي منشي انتونیو ګوتیرڅ ښاغلي عنان ته د درناوي وړاندې کولو په ترڅ کې هغه د 'نیکۍ پر لور مخکښ ځواک' بللی.'