هند: سیلابونو کې زرګونه خلک ایسار پاتې دي

د ویډیو تشریح،

د هند سیلابونه

سلګونه هندي پوځیان له کښتیو او چورلکو سره په کېرالا ایالت کې د هغو زرګونو خلکو مرستې ته ورغلي، چې سیلابونو کې ایسار پاتې دي.

دې سیلابونو کې تر اوسه سلګونه کسان مړه شوي او چارواکي یې د پېړۍ تر ټولو ناوړه سیلابونه بولي. رپوټونه وايي بېلا بېلو سیمو کې تر اوسه ۳۲۴ کسان وژل شوي دي.

لومړي وزیر نرېندرا مودي سیمې ته سفر کړی او له چارواکو سره یې لیدلي دي. داسې ګومان کېږي، چې زرګونه خلک د خپلو سیلاب ځپلو کورونو پر بامونو او ونو کې مرستې ته منتظر ناست دي.

د هوا پېژندنې ماهرینو د اوونۍ پای کې له چټکو بادونو سره د نور ګڼ باران وړاندوینه کړې او د لا ډېر زیان اندېښنه ورسره ډېره شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ګڼ شمېر خلک د خپلو هغو کورنو پر بامونو مرستې ته انتظار کوي، چې د سیلاب له اوبو ډک دي.

په جون میاشت کې د پشکال موسم له پیل راهیسې دغه هېواد کې نژدې ۱۰۰ کسان مړه شوي دي. د کېرالا اعلی وزیر پینارای وجیاان اوسني سیلابونه په یوه پېړۍ کې تر ټولو ناوړه بولي.

په یوه ټویټر پیغام کې نوموړي ویلي، نژدې ۳۱۴ زره کسان له سیلابه ژغورل شوي او تقریباً دوه زره کمپونو ته رسول شوي دي.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې یوه رپوټ کې ویل شوي دي، یوازې یوه کلي کې نژدې ۱۰ زره کسان له هغه وروسته ایسار پاتې شول، چې شاوخوا لارې یې سیلاب یوړې.

په سیمه کې برېښنا لېږدونکي مزي پرې شوي او مخابراتي شبکې فعالیت نه شي کولای.

ویل کېږي هلته ایسار پاتې خلک د خواله رسنیو له لارې د مرستو غوښتنې کوي.

د ایالت نړیوال هوايي ډګر تړل شوی دی، ځکه ویل کېږي سیلابي اوبه یې ځغاست لیکې یا رن وې ته رسېدلې دي.

هندي چارواکي وايي اوس ۳۸ هیلیکوپترې او ۲۰ الوتکې د سیلاب ځپلو مرستې لپاره سیمې ته لېږل شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

دوې میاشتې مخکې د باراني موسم له پیله تر اوسه نژدې ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د څښاک لپاره له اوبو یو ډک اورګاډی هم دغه ایالت ته استول شوی دی.

د شنبې پر ورځ لومړي وزیر نرېندرا مودي د ایالت مرکزي ښار کوچین کې له ځايي چارواکو سره د حالت په تړاو خبرې کړې او وروسته یې له الوتکې سیلاب ځپلې سیمه وکتله.

د روغتیايي مرستو ادرې مشر انیل واسیودیوان وايي، د سیلاب له کمېدو سره سم به له سیلابي اوبو د راپورته کېدونکو ناروغیو مخنیوي لپاره کار پیل کړي.

د هوايي پېژندنې هندي ماهرین وايي، کېرالا کې معمولاً د هند نورو برخو پرتله ډېر باران اوري، خو دوی وايي سږ کال هوا کې د فشار لږوالي له کبله د نور کله پرتله ۳۷ سلنه ډېر باران واورېد.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

کېرالا کې رضاکار مرستندویان

د ځايي رسنیو رپوټونو کې د ځنګلونو له منځه وړل هم د سیلابونو راوتلو یو سبب بلل شوی دی.